Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 22 سبتامبر 2011 14:11

په آسیا کې د ایران د سینما پراختیا( دویمه برخه )

داسیا دپاسیفیک فیسټیوال په دریم پړاو کښې هم چې تیره میاشت وشو دفیلم نامې او دجیوري دپلاوي دوې ځانګړې جایزې دایران فیلمونو ته ډالۍ شوې .
روان کال او داسیا پاسیفیک دفیسټیوال په څلورم پړاو کښې دایران اته فیلمونه معرفي شول او دمهدي رحماني په ډایریکټرۍ د دیګري په نوم سینما فیلم داسیا پاسیفیک ددستورو ددغه پړاو دماشوم دترټولو ښه فیلم جایزه ترلاسه کړه .
د دیګري په نوم فیلم نن سبا دتهران په سینماګانو نندارې ته وړاندې کیږي او ددغه فیلم ډایریکټر مهدي رحماني ددغه بریالیتوب په باره کښې واي زه خوشحال یم چې دغه کار ترسره شوی او دایران دسینما یو استازی توانیدلی دی دغه ویاړ ترلاسه کړي .
دغه دستورې له لنډ ژوند لرلو سره سره دنړیوالې سینما یوه ترټولو معتبره پیښه ده .
هغه و اي ما دغه فیلم دایران دښاریزو لپاره جوړ کړی خو له دغه فیلم سره دغیر ایرانیو فیلم لیدونکو ارتباط زما لپاره ارزښت لری .»
ددیګري په نوم دسینما فیلم دداسی هلک کیسه ده چې له یوه سړي سره یوځای چې ټاکل شوي د ه پلندر(میرنی پلار ) ووسي په یوه سفر ځي .
هغه په دغه سفر کښې ددغه سړي او دهغه د انګیزو په هکله نوی درک او پیژندګلوۍ ترلاسه کوي .
داسیا پاسیفیک دفیسټیوال دترټولوښه سړینه لوبغاړي جایزه هم دایران داسلامي جمهوریت دجوړ دشب واقعه په نوم دفیلم لپاره فرخ نژاد ته ډالۍ شوه .

Add comment


Security code
Refresh