Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 22 سبتامبر 2011 14:13

په آسیا کې د ایران د سینما پراختیا( دریمه برخه )

فرخ نژاد ددغه فیلم په باره کښې واي دشب واقعه فیلم دسپیڅلي دفاع په موضوع سره دایران دسینما یو اغیز شیندونکی فیلم دی او زه دایران په جنوب لویدیځ کښې دابادان سیمې دیوه شخصیت رول ولوبوه .
یو پیچلی او څو اړخیزه شخصیت چې دتپلي جنګ په بهیر کښې په خپل کړچار سره په یوه اتل بدلیږي .»
فرخ نژاد په دوام کښې ډاګینه کوي « دایران دسینما چارواکي دنړیوالیدا او دنړۍ په مخاطبانوداغیز دشیندلولپاره لوړ ظرفیت لري او دشب واقعه په نوم فیلم دایران له ننۍ سینما سره دنړیوالو مخاطبانو دډیر ارتباط عامل کیدلای شي ».
حمید فرخ له دې وړاندې هم په فیلمونو کښې دلوبغاړي درول دلوبولو په حوزې کښې دماسکو او کارلو وي واري له فیسټیوالونو جایزې ترلاسه کړي وې .
دشهرام اسدي جوړ فیلم شب واقعه دسپیڅلي دفاع دسینما په زمینه کښې دی او دهغه کیسه دجنګ د پیل په هکله ده .
دایران پرضد د عراق د صدام رژیم دتپلي جنګ دپیلیدا له څلویښت و رځې وروسته ددریا قلي سوراني په نوم یو سړی خپله کورنۍ دجنګ په وخت له ابادان ښاره یوه امن ځای ته بوځي .
هغه وورسته خپل ښار ته ستنیږي او دخپل کار ځای ته چې دښار په خوا کښې دزاړو ګاډو دپرزو دخرڅولو ځای دی ستنیږي .
هغه هلته له یوه شمیر پیښو سره مخامخ کیږي چې د دنیا په هکله دهغه په فکر ، باورونو او تکفرونو کښې دیو شمیر بدلون سبب کیږي .
دټولنې په یوه عادي سړي دجنګ اغیز دشب واقعه فیلم اصلي چورلیز دی .
دغه فیلم له ډیرو امکاناتو سره برابر شوی او دهغه دجنګ صحنې او ډګرونه ځانګړی عظمت لري او حقیقت ته نږدې دي .
دغه راز دشب واقعه فیلم دنندارې او جامو طراحې ډیره په زړه پوره ده او دلوبغاړو ښه کار ددغه فیلم دقوت په ټکو کښې راځي .
نورې جایزې چې دایران سینما وګټلې دترټولو ښه فیلم جایزه و ه چې دجداي نادر از سیمین فیلم نامې ته ورکړل شوه .
دغه فیلم همدا اوس دنندارې ته دوړاندې کیدا لپاره فني پړاونه کچ کوي اوټاکل شوي ده دلومړي ځل لپاره دسباون لسیزې دفیلم په نهویشتم فیسټیوال کښې نندارې ته وړاندې شي .

Add comment


Security code
Refresh