Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 30 اکتبر 2011 12:44

دمعاویه حسن اوحسین په نامه جعلی فلم )دویمه برخه )

دفلمي کیسې جاجول اوهغه څه ته په ترڅ کتنه چې تر اووسه پورې نندارې ته وړاندې شوی دی،له هرڅه زیات ددې ټکي ښودنه کوی چې په دغه فلم کې تاریخی واقیعیتونه په داغې شکل سره مطر ح شوی دی .
جوړونکوپه پيل کې دمعاویه اویزیدپه څیردکسانودمشهورول هڅه کړې ده،یعنی داسې کسان چې دهغه څه په اپوټه چې په فلم کې ښودل کیږی،داسلامی ټولنې دلارې په بدلولواودحکومت په غصبولوکې زیاته ونډه درلودلې اودخداي درسول دوه لمسی او دمسلمانانوپیشوائې شهیدکړي دي . ددغه فلم لیکوال او ډائریکټر په دغه فلم کې یوډول په دروغوسره هڅه کوی له تاریخی مستنداتو سره سره داسلام دګران پيغمبرله کورنۍسره دمعاویه اودهغه دزوي یزیددښمنی پټه کړی اودتاریخی واقعیاتواوحتی دهغوی دخپلو خبرواوچلند په اپوټه څیره انځور کړی .
داسلام اوتشیّع دتاریخ دڅانګې استاذاوڅيړاندمحمدحسین رجبي دواني په دې زمینې کې وائي،په دغه فلم کې معاویه چې سبب شوی دخلافت لاره له معنوی لاری جلاکړی،په یوې مثبتې څیرې سره نندارې ته وړاندې کړی،په داسې حال کې چې باوری تاریخی سرچینې یوه هم معاویه په دغه شکل سره نه یادوی د.حتی په دغه فلم کې دکربلادغمیزې په رامینځته کیدااودامام حسین اودهغه دکورنۍ اوملګروپه شهیدولوکې دهغه دزوی یزیداساسی رول هیریږی اوپه ښکاره تاریخ دیوه خاص بهیراوتفکرپه ګټه جعل اوتحریف شوی دی .
له بلې خوا په دغه ټيلیویژنی فلم کې هڅه کیږی دیوه افسانې او ښکاره دروغوپه لاسوندګرځولو سره د شیعه مذهب او د اهل تشیع اعتقادات تحریف او شکمن وښئ اوپه مسلمانانوکې تفرقه او درزرامینځته کړی ددغه فلم جوړونکي دخپلوچټي خیالونوپه اساس اوپه ګوته شمیر بې باوره اونامستندوکتابونوته په مخه کولوسره ادعا کوی چې دعبدا... ابن سبا په نامه یوکس دشیعه مذهب یوبنسټګردی اودهغه لارښونې سبب شوی دی چې شیّعیت بڼه ومومی .خوددغه کس په باب واقیعیّت څه دی اوهغه انځورسره چې ددغه فلم ډائریکټرعبدالباری ابوالخیردهغه نندارې ته وړاندې کړی دی څه سمون خوری .
ددریمې قمری پيړۍدمورخ طبری دنقل په اسا س ددریم خلیفه عثمان په وخت کې دعبدا ...ابن سباپه نامه یوه یهودی ویلی وو چې اسلام ئې منلی دی اودکوفې،شام اوبصرې په شان ښارونوته په سفرونو سره ئې ظاهراددین تبلیغ اودحضرت امام علی دخلافت دفاع ته مخه کړې وه.طبری عبدا..ابن سبادعثمان دقتل لپآره د خلکودلمسولوعامل معرفی کوی .دغه تاریخی روایت دسیف ابن عمرپه نامه دیوه کس له قوله نقل شوی دی چې عالمان اومورخین هغه بې اعتباره ګڼي .ځکه چې سیف ډيرجعلی حدیثونه نقل کړی دی اوپخپلوکتابونوکې ئې دپيغمبرلپاره ئې دداسې اصحابو نامې اخستې ده چې بل هیچادهغه نامه نه ده اخستې .په همدې اساس سیف ابن عمرپه موخانو کې باوری کس نه دی اوعجبه خبره ده چې طبری اوله هغه وروسته ختیځ پيژاندودهغه په وسیله نقل شویو حدیثونوته خاص پام کړی دی . داسې حدیثونه چې دعبدا... ابن سبا پروجوداودهغه په انحرافی عقایدوټينګارکوی .
= که څه هم ځینو مورخانودابن سبادوجودله اصله انکار کړی دی ، خوداسام دمخکښانوحدیثونواوباوری تاریخی کتابونو او سندونو ته مراجعه ښئي چې په دغې نامې کس اصلا وجود نه لری ،خو هغه څه چې په ډاګه په غوسرچینوکې راغلی دی،دهغه دافکاروانحراف اوداهل تشیّع دلویانوله خواپرهغه لعن تعن او له هغه دبراءت اعلان دی .تردې چې هغه یو مردود کذاب (دروغجن) او ملعون کس نومول شوی دی .دشیخ طوسی،علامه حلی اوابن داوودپه څیرلوي متفکران او لیکوالان هغه کسان دی چې په ډاګه ئې هغه کافر بللی او په بله وینا له دې هم بدتر بللی دی .
له دغوتعبیرونوسره سره چې دعبد ا.. ابن سباپه نسبت د اهل نشیّع په عالمانو کې شته دی ،ځينوهغه داسلام دسرکینیو وختونوپه پيښوکې دیوه مهم کس په توګه اود معاویه حسن حسین په نامه په فلم کې ئې هغه یوتاریخی شخصیت منلی دی خو په دې مینځومیان کې یوجالب ټکی شته دی چې د اهل تشیّع یوه لوی مفسرعلامه طباطبائي په ۱۳۳۱ هجری لمریزکال کې ورته اشاره کړې ده .هغه کابوشپيته کاله مخکې په یوې مقالې کې دغه تهمتونه یوازې د اهل تسنن دځينو متعصبوکسانو له خوانه ګڼي بلکې داد هغه وهابی تفکردپلویانواومستشریقینودنن سباد دوردغرضي نیّتونوڅخه راپورته شوی ګڼي په استعماری موخو سره دغه ډول ګروهنو ته لمن وهي .
علامه طباطبائي په دغې مقالې کې لیکی ، که د تیرو وختونو د لیکوالانو او مورخانوپه لیکنوکې دابن سباخرافاتی کسیه په اجمالی توګه هم ترسترګو شی،نوپه وروستیویوودووپيړیوکې بهیربشپړبدل شوی دی اودهغه په باب تاریخی کتابونه لیکنې کوی،له دې پرته چې دهغه وخت په پيښو کې په اصل څیړنې وکړی
دډيروعلماؤاومورخانودویناؤپه اساس حتی که هغه خارجی وجود هم درلود،نو دیوې منحرفې فرقې ترحده به ئې رول درلودلی وی چې هیڅ ډول له تشیع مذهب سره ارتباط نه لری اوحتی داهل تشیع اودهغودلویانوله خوایومردوداولعین کس بلل شوی دی .ډاکټرطه حسین یومصری دی چې اعتقادلری دهغه لوئ ښودل پرتاریخ ظلم دی ،ځکه په مهموتاریخې اوباوری شرچینوکې دعبدا..ابن سباهیڅ ذکرنشته اوپه پياوړی ګمان سره دشیعه مذهب دښمنانود هغه پر وجوداودهغه پراقداماتو مبالغه کړې ده .
= دوستانو د نوموړی سپک فلم اودهغو د جوړونکوپه باب به موپه راتلونکی پروګرام کې د بیلابیلو هیوادونوکې د مسلمانو عالمانو اوخلکوغبرګونونوخبرکړونوهیله ده چې زمونږورپسې برخه هم حتماهیره نه کړئ نوترهغه موپه نیاومن خداي سپارو

Add comment


Security code
Refresh