Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 03 مارس 2012 14:25

اسلامي ایران د اسکار جایزه وګټله ( لومړۍ برخه )

د اسلامي انقلاب بریالیتوب، دسینما د حیات حقیقي پیل او د ایراني فلم جوړونکو د غوړیدا او ځلیدا اوج وو.
په نورو هیوادونو کې د ایران د سینما مطرح کیدل او د جایزو ترلاسه کول هم له اسلامي انقلابه وروسته له تیر وخت سره هیڅ د پرتلې وړ نه دي.
دغه سینما په دې مودې کې څه دپاسه یوزرو سل جایزې ترلاسه کړي، او د نړۍ په زیاتو سینمايي فیستوالونو او پیښو کې یې ګډون درلودلی دی.
ــــــــــــــــــــــ
د جداي نادر از سیمن په نامه ایراني فلم، دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه د بیلابیلو جایزو له ترلاسه کولو او د کرکتونکو له ستاینو له کلنې مودې وروسته بالاخره د فبرورۍ په ۲۷ نیټه د اسکار له ۸۴ مراسمو ، د ډير ښه بهرني فلم اسکار جایزه ترلاسه کړه او دا لومړنی ایراني فلم دی چې دغه جایزه یې ترلاسه کړ.
له دې بریالیتوبه وروسته، د فلم ډيریکټر او لیکوال، اصغر فرهادي خپله جایزه ترلاسه کړه، او وې ویل، په ویاړ او غرور سره د غه جایزه خپل هیواد خلکو ته وړاندې کوم، هغه خلک چې ټول کلتورونو او تمدنونو ته ارزښت قایل دي.
دغه جا یزه په داسې حال کې ترلاسه کوم چې هر چیرې په سیاستوالو کې د جنګ ، تاوتریخوالو او نامهربانیو خبرې دي، خو ایرن له ځلانده ، بډایه او لرغوي کلتور سره له تاسو سره خبرې کوي.
د جدايي نادر از سیمین په نامه فلم، د پولیند ، بلجیم او کاناډا له هیوادونو نور سیالان درلودل، همداراز له صهیونست رژيمه هم یو فلم په دې برخې کې کاندید شوی و، چې په ورستي پړاو کې له جایزې پاتې شو خوټول اسلامي ایران د فلمي بریالیتوب شاهد وو.

Add comment


Security code
Refresh