Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 03 مارس 2012 14:33

اسلامي ایران د اسکار جایزه وګټله ( دویمه برخه )

جداي نادر از سیمین په ۱۳۸۹ کال کې ، د اصغر فرهادي په ډایرکټرۍ، پرودیوسرۍ او لیکوالۍ سره جوړ شو، او په دې فلم کې د یوې کورنې ژوند ښيي چې په بیلابیلو ستونزو کې ګیرکیږي، که څه هم د دوي ژوند بدلوي خو اخلاق او حقیقت ته د پام اړتیا،دوي ته تر هر څه زیات زده کوي.
په دې فلم کې مطرح شوې مسله په ټوله نړۍ کې له زیات شمیر کتونکو سره ارتباط ټینګ کړ، او دا ښيي چې دغه موضوع دنړۍ په زیاتو سیمو کې د خلکو اندیښنه ده .
دغه فلم چې په نړیوال ډګر کې یو جلاتوب، یا a separation په نامه پیژندل کیږي، ددې فلم جوړونکي پنځم اثر دی، او له نږدې ۱۰ میلیونه ډالرو خرڅلاو سره ، د ایران د تاریخ تر ټولو زیات خرڅ شوی فلم بلل کیږي .
دغه فلم څه دپاسه ۵۰ نړیوالې جایزې ترلاسه کړي، چې ځينې داسې دي:
په ایران کې د فجر د فلمو له ۲۹ فیستیوال څخه ۵ بلورین سیمرغه، دغیر انګلیسي ژبو فلمونو اسکار جا یزه، ګلډن ګلوب، سزار او دبرلین له فیستوال څخه هم د سروزو زرو هیږ ه.
ـــــــــــــــــ
جدايي نادر از سیمین، په ۲۰۱۲ کال کې د لندن د فلم فیستیوال د کرکتونکو درې وچتې جایزې هم ترلاسه کړې او د ۲۰۱۲ کال د رسندويي فلمونو دکرکتونکو د ټولنې دخارجي فلم جایزه یې هم ترلاسه کړه.
وال ستریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې هم دغه فلم، د ۲۰۱۱ کال تر ټولو ښه فلم وټاکه، او سایټ اند سند نړیوالې خپرونې هم دغه فلم ، په ۲۰۱۱ کال کې د سینمایي نړۍ دویم ښه فلم معرفي کړی .
جداي نادر از سیمین فلم په ایران سربیره، په فرانسې تایلند، جرمني هنګري سویډن، سویس، بلژیک ، هالیند، برازیل، امریکا او کاناډا کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
دغه فلم تیرکال دایران د فلم د ټاکلو پلاوي له لوري د اسکار ۸۴ پړاو ته معرفي شو، او د لومړي ځل لپاره یې د ایران د سنما په تاریخ کې ، د غیر اقتباسي، تالیفي فلمنامې او بهرني فلم په دوو برخو کې د اسکار لپاره کاندید شو.
دا یران لومړنی فلم دغې جایزې لپاره په ۱۹۹۹ کال کې د مجید مجیدي په ډایریکټرۍ د بچه هاي آسمان په نامه فلم کاندیدشوی و.

Add comment


Security code
Refresh