Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 28 فوریه 2013 13:24

پنځه اتیایم اسکار،د سیاست په مسلخ کښې د هنر قرباني کول

په دې وروستیو کلونوکښې  په لویدیځه رسنۍ په تیره بیا هالیووډ سینما کښې د ایرانیانواو مسلمانانو د انځورونو د پیاوړتیا شاهد یو، هغه انځور چې غیر منصفانه،منفي،داغې او مغرضانه دی  او ټول هغه کسان چې له اسلام او ایران څخه نسبي پيژندګلوي لري ،هغه غلط ، ګواښونکی او ګډوډ بولي .

هغه څه چې د لویدیځ سینمايي فلمونه،تبلیغاتي خبرونه،راپورونه او مستند فلمونه یې ښيي، زیاتره  له ترهه ګرۍ د ملاتړ  اوبشري حقوقو د خلاف ورزیو ادعاګانو  په څیر ناوړه موضوعګانې پکې شاملي دي ،چې آمریکا ځان  له هغو سره د مبارزې بیرغوال بولي  اوهڅه کوي د ایران پرضد خپله دښمنې  له دغو تبلیغاتوسره توجیه کړي .

د لویدیځ په رسندويي دستګاه کښې نوی اقدام،د اسکار د کال په دستورو کښې  غوره فلم  جایزه آرګو ته چې بن افلک جوړ کړی ،ورکړل شوه ،هغه فلم چې چورلیز  یې له ایران څخه د  آمریکا د سفارت د شپږو کارکوونکو د تښتولو لپاره د آمریکايي ډلي هڅې دي .

 د دغه فلم کیسه ۱۹۸۰ کال ته ستنیږي  او ډایرکټر یې وايي،د فلم کیسه یې په تاریخي حقیقتونو ولاړه ده .

د اسکار د پنځه اتیایمې جایزې   دورکولو پاي،په  هالیووډ سینما د سیاست روښانه سند ؤ ،دغه دستورې آرګو فلم ته د اسکار د جایزې په ورکولو سره،وښودله چې د هالیووډ مسئولان هنري او سینمايي آثار  د خپلو سیاسي غوښتنو قرباني کوي  او سینما د آمریکايي سیاستوالانو لپاره یو لاسوند دی ،څو  د هغې له لارې په چل او ول سره خپل سیاسي هدفونه نړیوالو ته وړاندې کړي .

د اسکار د سږ کال د غوره فلم نوم هم د آمریکا ولسمشر باراک اوباما میرمنې  اعلان کړ ،هالیووډ ریپورټر  چې د اسکار  دستورو ته یو پوښښ ورکونکی ؤ ،نو د غوره فلم ته یې د ویډیو کنفرانس لارې د میرمن میشل اوباما  لخوا د جایزې ورکول ،یو حیرانونکی او ناڅاپې اقدام وباله .

هغه اقدام چې د سینما د کارپيژاندو او رسنیو  په آند ،په حقیقت کښې دهالیووډ سینما  د رسوایۍ  او  په دې سینما د سیاست داغيزو ښکاره نښه وه .

 په دې رسوایۍ ، د بن افلک څرګندونې هم ورزیاتي کړئ،چې د جایزې د ترلاسه کولو په وخت یې  وویل د هغه په خیال د ایران خلک په وحشتناک حالت کښ ژوند کوي  او د دغو خلکو قدرونه یې وکړه ،نوموړې ایرانیان خپل دوستان وبلل ،په داسي حال کښې چې نوموړی ډیر ښه پوهیږي چې  د ایران پرضد د هغه له دریځونو او نظر سره هیڅ ایرانی هم موافق نه دی  او ورسره دوستي نلري .

دویلو ده چې د آرګو فلم د غوره فلم دري جایزې،د غوره اقتباسي فلمنامې جایزه  او همدغه راز د غوره تدوین (ایډیټینګ)جایزه هم په دغو دستورو کښې ترلاسه کړه .

د آرګو په نامه فلم چې اکشن فلم یې باله،د سینما په لور په هر ډول د خلکو د ورکاږلو لپاره جوړ کړاي شوی دی .

 په دغه فلم کښې له سیاسته استفاده شوي  او هڅه شوي ده ، چې  په تهران کښې دآمریکا په سفارت کښې،چې دغه  مهال  د جاسوسۍ په مرکز بدل شوی ؤ، د یرغمل نیونې اصلي پيښه، هیره کړاي شي .

له ایران څخه د آمریکا د سفارت د غړو د ویستلو لپاره د دغه هیواد د حکومت له ۴۴۴  ورځو ناکامو هڅو وروسته،چې یوازې شپږ کسان یې د کاناډا د سفارت په مینځګړیتوب سره خوشي کړاي شول ،آمریکايي لیدونکې سرمسته او د سینما له سالونه بهر وویستل .

خو د کاذب غرورو حس چې د آرګو د فلم له لیدلو وروسته،آمریکايي مخاطبانو ته ورکول کیږي، هغوئ د ساړه جنګ په موقعیت کښې راولي، په دې توپیر سره چې دا ځل نه یوازې د ایران اسلامي جمهوریت  په منفي موقعیت کښې راولي،بلکه د ایران خلک هم د شپږو ستړو او دردمنو څیرو په وړاندې په بې رحمه او ځیږې رودې سره ښودل کیږي ،چې  یوازې د خپل ځان د ژغورلو سوچ کوي .

په همدې دلیل دغه فلم د زیاتره نیوکه کوونکو لخوا  یو کلیشه ای فلم  او له هغې زیات هم تبلیغاتي فلم دی ،چې  له درستو عناصرو پکې کار اخیستل شوی ،څو د سینما د صنعت کارکونکې او مخاطبان  سرګرمه وساتي او دهغوئ رایې او پیسې ترلاسه کړي .

البته  له دې ټولو مهمه دا ده چې آرګو  د آمریکا د اوسنیو سیاستوالانو او واکمنې دستګاه رضایت ترلاسه کړی   او توانیدلی هغوئ د دغه هیواد د سینما د صنعت  دسترې جایزې ترلاسه کولو ته راضي کړي .

آرګو فلم ته د اسکار د جایزې ورکول ،د باوري فلمونو په نسبت ډیر کوز دی،چې دغه فلمونه هم ترې ښه ؤ او هم پیاوړي ؤ ،چې له هغو لینکلن،آزاد شوي جانګوي،عشق  او هیله منې کتابچې ته اشاره کولاي شو ،چې په دغو جایزو کښې پرې سترګې پټې کړاي شوي

په همدې دلیل  دغه متوسط فلم ته د اسکار د جایزې ورکول  د سینماوالو او نیوکه کونکو له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی ،چې په ډیر ښه ډول  له یوه غوره آثر سره د  آرګو ځینې توپیرونه درک کوي .

 هالیووډ  د دغه فلم د جوړولو لپاره ۴۴ ملیونه ډالره لګولي  او تیر میلادي کال یې د تبلغیاتي کاروانونو په پیلولو سره هڅه کړي ده،چې په اسکار کښې د دغه فلم  د بریالي توب ضمانت وکړي .

بن افلک چې په دغه فلم کښې یې هڅه کړي ده د ایران له خلکو نادود انځور خپور کړي ،د  آمریکا د ډیموکرات ګوند یو فعال غړی دی .

آرګو نسبتا یو ډیر خرڅ شوی فلم ؤ،خو دا چې ولي ډیر خرڅ شو ،د علت معلومول یې آسان دي

د اتلولۍ په څیر روایت، له  کارول شویو او نتیجه اخیستل شویو رودو استفاده،د سطحې تعلیقونو کارول ،د یوه اړخیز انځور وړاندې کول  او د  د فلم د  ویلن  یا د اتل ضد یواړخیز انځور وړواندې کول چې البته کومه پیچلتیا ونلري ،دا ټول ددې لامل شوي دي،چې ساده خوښونکی فلم لیدونکی  د خپل ذهن  د کارولو جوګه نه شي  ،چې یا فلم خوښ او یا یې هم په لیدلو حیرانه شي.

که څه هم دغه فلم ته پخپله آمریکا او اروپا کښې هم  د پوهو ډلو لخوا دومره پام نه دی شوی .

خو داچې دغه فلم ولي د غوره ډایرکټرانو په لست کښې را نه غی ،هغه موردونه دي،چې د دغه فلم هنري وړتیاوې یې تر پوښتنې لاندې راوستي .

 په پریکنده ډول باید ووایو،هغو ډایرکټرانو چې دغه فلم ته یې رایي ورنکړي ،د فلم زیات خرڅول یې ورته امتیاز ونه باله  او کومه خاصه ځانګړنه یې پکې ونه لیدله ،په تیرو پړاؤنو کښې د فلم غوره جایزه هم  هغه آثر ته ورکړل شوه،چې د غوره ډایرکټرۍ کاندیدا هم ؤ،خو په دې پړاؤ کښې د آرګو فلم  حتی د غوره ډایرکټرۍ خاوند فلم ته حتی کاندیدا هم نه شو .

د  اسکار له دستورو سمدستې وروسته،د آرګو فلم ته د جایزو ورکول  له یو لړ غبرګونونه سره مخ شول ،رسنیو،سنیماوالو،نیوکه کوونکو،ټولنیزو چینلونو، ګرم  بحثونه  وکړل چې زیاترو  یې وویل دغه فلم ته په سیاسي  انګیزې سره جایزه ورکړل شوه او د دغه جایزې وړتیا یې نه درلوده .

د مجازي فضا کاروونکو هم تر ټولو زیات غبرګون وښوده  او ځینو یې  د جایزو ورکوونکو هنري صلاحیتونه  ترپوښتنې لاندې راوستل  او نیوکې یې پرې وکړي .

رسندویو او ورځپاڼو هم  د اسکار د سږ کال دستورې  هم په سیاست ککړې وبللي  او هغه یې د هالیووډ د زیاتې مخ تورنۍ لامل وګڼله  او د  دغه فلم د ډایرکټر بن افلک هیجان یې هم هنر او سینما ته د اسکار د مسئولانو د بې پروایۍ له  آمله بللی دی .

خو په ایران کښې دننه ،دغه پيښه دومره له تمې لیرې نه وه ،دا چې دآمریکا حکومت د ایران له ملت سره دښمنې کوي او په درواغو وايي چې دایران له ملت سره دوستې لري ،دا کلونه کلونه کیږي  چې د ایران د ملت لپاره ثابته شوي ده.

دا چې  له کین او  بغضه  ډک  جوړ شوي فلم ته د اسکار جایزه ورکول کیږي،نو د ایران د خلکو دغه القاء یې تائید کړه چې آمریکا د ایران دملت لومړۍ  نمبر دښمنه ده ،په تیره بیا دا چې له دې مخکې  هم د  واشنګټن په ښکاره اوپټه مرسته ایراني ضد فلمونه جوړ کړاي شوي دي .

ایرانی ډایرکټر محمد مهدی عسګر پور ،آرګو فلم ته د اسکار د جایزې ورکول ،اودآمریکا د ولسمشر  باراک اوباما د میرمنې میشل اوباما حرکت،یو بشپړ سیاسي حرکت بولي او  ټینګار کوي  په دې کار سره  به ډیر وخت ولګیږي ،څو اسکار بیرته خپل باور ترلاسه کړي .

هغه په دوام کښې وویل،دغه بریا  هنري نه بلکه سیاسي بریا وه ،که په تیرو کلونوکښې یې هڅه کوله دغه جایزې  ډیرې کمې په سیاست ککړې کړي او اعتبار یې ورته اهمیت درلوده ،خو سږ کال یې په بل ډول عمل وکړ .

د ایران د سینما وتلی لوبغاړی همایون ارشادي  هم ټینګار کوي ،چې  د آرګو لپاره د اسکار د غوره جایزې ورکول ،د دې ښودنه کوي،چې دغه اقدام سیاسي ؤ .

نوموړې چې په  زیاتو نړیوالو فلمونوکښې کارکړی ،اسکار یوه سیاسي سینمايي پيښه بولي  او وايي :

زه د ایران د سینما د لوبغاړې په توګه  باوري یم دغه ډول فلمونه دلویدیځ  سیاسي اهداف او ګټې  تامینوي  او د هغو له لارې د ایران پيژندل تیروتنه ده .

په دغو زیاترو آثارو کښې مطرح شوي موضوعګانې  حقیقت نلري  او د یوې مرجع په توګه ورته نه شو کتلاي ،دا خو لاپریږده چې آرګو فلم د تاریخي سندونو  او جوړښت له پلوه هم له  جدي ستونزو سره مخ دی .

البته یوه ډیپلومات هم په دې فلم اعتراض کړی دی ،په ایران کښې د کاناډا پخوانې سفیر کن تیلور  هم  په  آرګو فلم نیوکې کړي او وايي ،چې دغه فلم  له ټولو غیر حقیقي انځور وړاندې کوي .

نوموړې چې تراوسه یې  له خبرې رسنیو څو ځله مرکې کړي دي،ټینګار کوي ،د دغه کیسې په هالیووډي نسخه کښې، کاناډایان هم خپل حقیقي ځاي نلري .

کن تیلور  واييي  هغه درست شیان چې د فلم په وروستۍ برخه کښې یې وړاندې کوي،بشپړ ډول تخیلي دي  او  دغه ډله له کومې ستونزې پرته له ایرانه ووتله  او دغه  مسئله د هغو بهرنیانو  د پوره آمنیت ښودنه کوي،چې  هغه مهال په ایران کښې ؤ .

 

ساپی

Add comment


Security code
Refresh