Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 10 اکتبر 2013 10:09

د فلسطین ستونزې ته د ایراني او صهیونیسټي فلم جوړوونکو نظر

ګرانو لوستونکیو  د فلسطین موضوع ته په سینما کې  ډیرو فلم جوړوونکو پام ګرځولی   او هر یو په خپل نظر او ګروهنې سره  دغه مساله څیړلې ده .  فلسطیني فلم جوړوونکي که څه هم په نورو هیوادونو کې اوسیږي خو د اکثرو فکر یې همدغه د خپل پلرني ټاټوبي نیواک او دصهیونسټانو غندنه ده .  د دوي کړچار که څه هم  ټیټې هسکې لرلې خو  تر یوه حده توانیدلې چې په بیلا بیلو هیوادونو کې د صهیونسټ رژیم جنایتونه افشا کړي.

خو د نورو هیوادونو  فلم جوړوونکي او ډایرکټران هم د فلسطین مسالې ته بې پامه نه دي پاتې شوې  او  په فلسطین او نیواکي ټاټوبي کې د صهیونسټانو د جرمونو او ظلمونو فلمونه یې جوړ کړې دي .  خو په نننۍ وینا کې به هغو فلمونو ته یوه لنډه شان کتنه وکړو چې  صهیونسټانو د فلسطین په هکله جوړ کړې  او  بیا به د ایرانیو فلم جوړوونکو په هکله هم  لږې شان خبرې وکړو ، له  تاسو هیله کوو چې په  دغه پروګرام کې یو څو شیبې زمونږ ملګري پاتې شئ.

بې له شکه د  نړۍ بانفوذ او پانګواله صهیونسټان د  صهیونزم د غورځنګ ملاتړ کوي  او  په  رسنیو او نورو هنری  برخو کې ورته پراخ تبلیغات کوي.  سینما ښایي  تر ټولو  لویه تبلیغاتی وسیله وي چې  صهیونسټانو ورځنې خپل هدف ته د رسیدلو لپاره  ډيره  زیاته استفاده  کړې ده .  او هر کال پرله پسې ،  د صهیونسټي لیدتوګې په  دفاع کې فلمونه ،  سریالونه او انیمشنونه جوړیږي.

 په امریکا کې د فلم جوړولو د کمپینو لویه برخه د صهیونسټانو په لاس کې ده  چې  په  شلمې پیړۍ    کې له جوړیدو وروسته یې  د صهیونسټي فلمونو په جوړولو پیل کړی دي  دغو شرکتونو د مختلفو  سینمایي فلمونو په جوړولو سره هڅه کړې ده  نندارچیانو ته صهیونسټي لیدتوګه القا کړي  او د یهود قام  او د حضرت موسی علیه السلام  له زمانې تر اوسه پورې د یهودیانو د سر ګردانۍ په هکله  د ځینو مضامینو په کارولو  او ځان مظلوم ښودلو سره  د صهیونیسټانو په ګټه د خلکو  احساسات راوپاروي.

 له تاریخي نظره په  نولس سوه اولسم کال کې  د بالفور د اعلامیې  له  صادریدو او  په فلسطین کې د  دصهیونسټ رژیم  له جوړیدو دانګلستان له ملاتړ سره په یو وخت  د صهیونیسټانوله  خوا د اسلام او فلسطینیانو په خلاف  پراخې تبلیغاتي او پروپاګنډې حملې پیل شوې. په دغه پړاو کې صهونیسټان د دې لپآر ه چې  د فلسطین په ټاټوبي کې ځانته دولت جوړ کړي  او فلسطینیان له خپل پلرني ټاټوبي وشړي  داسې فلمونه جوړول چې پکې یهودي اتلان د فلسطینیو مسلمانانو له خوا ځوریدل او  د خپل حق د بیرته اخستلو لپاره یې هڅه کوله .  د « د ټاټوبی بچی» «یهودي ډله« او « د پلار کور مې» فلمونو دغه شان  مینځ پانګې لرلې او  د صهیونسټ رژیم د جوړولو لبپاره د عمومي افکارو د زمینه برابرولو  دنده یې  په غاړه لرله .  دغه اثار چې د اسلام څيره  یې هم داغي کوله  له داسې اثارو سره یو ځای وو چې پکې د صهیونیسټانو کړچار  موجه او روا ښودل کیده .

خو له  نولس سوه اته څلویښتم کاله چې صهیونسټ رژیم جوړ شو ،  د صهیونستانو سینما نوې پړاو ته داخله شوه .  فلسطین ته  د مهاجرت له پاره دهغوی  یهودیانو هڅول چې له دغه ټاټوبي بهر په نورو هیوادونو کې اوسیدل  او  د عربو ښاریزو په خلاف د صهیونسټي ډلو  د جنایتونو توجیه په دغه پړاو کې د صهیونسټانود خوښې موضوعات وو  چې په خپلو سیمنایي فلمونو کې یې  بیانول.

 په نولس سوه اوه شپیتم کال کې  د عربو اوصهیونسټانو تر مینځ  د جون  میاشتې له جنګه وروسته  چې پکې صهیونسټ رژیم د عربو ډیرې ځمکې وتروړلې ،  ډیر مهم صهیونیسټي فلمونه جوړ شول .  هغه  اثار چې پکې د  صهیونسټو عسکرو د انساندوستۍ او  میړانې  درنښت کیده . عرب به یې شاته پاتې والي  ښودل  او نیواکي ټاټوبی یې د  یهودیانو لپاره یو امن ځای  ښوده .

 په سینما کې  د فلسطینانو د څیرې د خرابولو لپاره د صهیونسټانو غلی غی حرکت  تر دې ورسیده چې  د مثال په توګه د « په عنتبه  د حملې» په نامه فلم کې  د فلسطین مظلوم او تر فشار لاندې خلک د ترهه ګرو ملاتړي وښودل شول  او  د فلم په پای کط  د اسراییلو   د جعلي رژیم پوځ  د یهودیانو ملاتړی او ژغورونکی معرفي شو.

په وروستیو کلونو کې  او د نړۍ په یوې مهمې مسالې د فلسطین د بحران په بدلیدلو او په تیره بیا   په غزې کې له خونړیو جنګونو وروسته  د هالی ووډ د  ډایرکټرانو نظر  دغه موضوع ته  تر یوه حده بدل شو  او   له صهیونسټ رژیم سره د فلسطینیانو اړیکي  اوس په فلمونو کې زیاتې انځوریږي.  د   اسټیون سپیلبرګ  په ډایریکټرۍ  « مونیخ» فلم   له دغو اثارو ګڼل کیږی . سپیلبرګ له دې مخکې  د هولوکاسټ په هکله  د « شینډلر فهرست» په نوم فلم جوړ کړی و.

 د مونیخ په نامه فلم  په نولس سوه دوه اویایم کال کې  د مونیخ په المپیک کې  د صهیونسټو  لوبغاړو د ترور او یرغمل نیونې کیسه ده چې  له دې وروسته  د فلسطینیانو په وژلو سره  د صهیونستآنو د غچ اخستلو  عملیات  په درسته نړۍ کې دوام مومي.

 په دغه فلم کې  د صهیونسټ رژیم د ځینې لوبغاړو وژله یوه نه بخښل کیدونکی جنایت او  د دغه رژیم د عسکرو لخوا د فلسطینیانو وژله  یو منطقي او سم ځواب ګڼل  کیږي.  په دغه فلم کې د فلسطین د مقاومت مشران د صهیونست   نیواکګر رژیم له   خونړیو  مشرانو سره یو شان ګڼل کیږي  او  د هغو کسانو  چې  یو وطن یې غصب کړی او هغو کسانو چې  له خپله کوره په زوره شړل شوې تر مینځ هیڅ فرق  نیشته .  البته د دغه نښتو لپاره یوه حل لاره هم وړاندې کیږي  او هغه د بحران د ختمیدو لپاره  د دواړو لورو ترمینځ  پخلاینه او سازش او د صهیونسټانو له خوا د فلسطین د نیواک دوام .

خو دا یران د اسلامي جمهوریت سینما چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ یوه پرمختللې سیمنا وه  د اسلام  دغه لویې مسالې یعنې د فلسطین شخړې ته څه نظر لري  او  له دغه ولسه یې څنګه تصویر وړاندې کړی دی ؟   یقینا تاسو ته به هم پته وي چې د ایران اسلامي انقلاب  د فلسطین د ازادۍ له آیډیال او  له نیواکي فلسطین سره  عجبیه شیان پيوند لری او د غورځنګ له هماغه پیله ،  د دغه  مسالې په هکله د امام خمیني علیه الرحمه  حکیمانه او بیا بیا تاکیداتو ته ډیر پام شوی دی.

 د « سرب» په شان فلمونه زیاتره  د صهیونسټانو  د  داخلي اړیکو  په هکله دي  خو که له دې تیر شو په ایران کې څواوږده  سینمایی فلمونه هم جوړ شوې چې  چورلیز یې د فلسطین د خلکو مقاومت او  د دغه ټاټوبي د نیواک او دهغه د حقیقي ماهیت په هکله د ځینې واقعیاتو بیانول دي.

 لومړی ایرانی فلم چې په دې موضوع جوړ شوی « آتش پنهان» دی  چې حبیب کاوش جوړ کړی او کیسه یې د صهیونستانو له خوا د  فلسطینیي کیمپونو صبرا او شتیلا له قتل عامه وروسته   راپیدا شوې پیښې دي  او هڅه کوي چې   په فلسطینیانو او حتی یهودیانو  د   قاتلانو د بې رحمۍ او ذلالت اوج نندارې ته وړاندې کړي.

 « لبنان عشق من»  « قاعده بازي» « قناري » او  «هیام»  فلمونه له هغو اثارو  دي چې  داستانونه یې   د انتفاضې په  ډګر   راچورلي  او هر یو  له نیواکګرو سره په مبارزه کې  فلسطینیانو د ژوند یوه ګوښه او  د صهیونسټآنو  غیر انساني او زیږ اعمال نندارې ته  وړاندې کوي.

د فلسطینیانو  مبارزې او د دغه ټاټوبی د نیواک د  غندنې مضامین  په وروستیو کلونو کې  هم د ایرانیو فلم جوړوونکي د پام وړ وو.  د  پرویز شیخ طادي جوړ، شکارچی شنبه ځلانده فلم له هغو  اثارو دی چې  د فلسطین په  هکله جوړ شوی  او  د فلسطینیانو په هکله د  صهیونسټ رژیم د چلوونکو  او مشرانو  کړچار ته په نیغ په نیغه اشارې سره  دهغوي افراطي عقیدې هم څیړي  او د افراطي صهیونسټانو  داخلي مناسبات افشا کوي.

یوه یهودۍ ښځه چې  د میړه  له مرګه وروسته یې له یو مسیحي سړي سره واده کړی دی ، خپل  ماشوم دهغه د نیکه له زیات ټینګار او حقوقي اقداماتو وروسته  هغه ته سپآري ، دماشوم نیکه چې  د صهیونزم د یو فکري بهیر مشر دی  په غیر انساني او  وحشیانه اقداماتو  سره  د دغه ماشوم فکر او ذهن بدلوي  او  هغه له پاک انساني فطرته لرې په یو زیږ، خطرناک او  خونړي انسان بدلوي.

 دا فلم نیغ په نیغه  د فلسطین مساله نه څیړي  خو د نیواکګرانو فکري ماهیت او  د افراطیانو د وحشیتوب اندازه  انځوروي.

په پای کې غواړو د یو  هنري ، ځلاندي او  اغیز شیندونکي فلم یادونه وکړو چې  د  په  نولس سوه اته څلویښتم کال کې د صهیونسټ رژیم د ناروا نطفې د جوړیدو له وخته د فلسطین دخلکو مظلومیت  بیانوي.  ایرانی فلم جوړوونکی ارواښاد سیف الله داد،   د « بازمانده» په نوم فلم  په نولس سوه څلور نویم کال کې  د غسان کنفاني په لیکنه « حیفا ته د ستنیدو« کیسې  ته په پام سره  دغه  د دغه فلم کیسه ولیکله او بیا یې پر ې فلم هم جوړ کړ.  دغه فلم که څه هم د فلسطین د مقاومت خبره کوي خو دغه مضمون  په ځای د دې چې  د ډایلاګ، کلام اوشعار په بڼه بیان شي  د کیسې په تنه بوده  او د فلم په ډراماتیک روایت کې ځای  کړی شوی  او  ،  تیښتې،  او تعقیب په شان له  فلمي جذابیتونو پکې استفاده شوې ده .

د فلم کیسه څه داسې ده چې   حیفا ښار  د نیواکګرو له خوا نیول کیږي او  ډاکټر سعید  له خپلې میرمنې  او بچي سره یو ځای  مجبوریږي چې دغه ځای پریږدي د نیواکګرانو په  یرغل کې  ده  دغه ښځه اوسړی  شهیدان کیږي  او  بچی یې یوې یهودي جوړې ته  چې  دهغوی په تیار کور کې  اوړوي ، سپارل کیږي. د ډاکټر سعید مور چې په اوله کې  د سیاسي چارو او وسلوالې نښتې مخالفه وي  له د غه یهودي جوړې دخپل لمسي دبیرته اخستلو   په کوشش کې  د فلسطین په اسلامي مقاومت کې شاملیږي. او د راتلونکي نسل د نجات لپاره دغه کار ضروري ګڼي .

د فلسطین د غورځنګ اسلامي هویت  او راتلونکي نسل او د مبارزې دوام ته د فلم جوړوونکي هیله لرونکی نظر ،  د دغه فلم اصلي پیغام دی  چې په ډیر ښه ډول  د فلم په داستان کې  راغلی  او  هغه یې په یو  پاتیدونکي سینمایي اثر بدل کړی دی.

په دې ډول وینو چې  دفلسطین قضیه که څه  هم  د نړۍ په نننۍ سینما کې ډيره تر نظر لاندې ده خو  دسینما مخاطبان  د فلم جوړوونکو  د مختلفو نظریاتو او اندیښنو کتونکي دي .  هغه اندیښنې او افکار چې  له انساني او اخلاقي ارزښتونو سره د هغوي په پابندۍ او یا نه پابندۍ سره  نیغ په نیغه اړه لري.

Add comment


Security code
Refresh