Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 17 می 2014 16:26

په سینماکې دفلسطینی ټاټوبي انځور

 دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو  په اوسني پروګرام کې د :عمر :په نامه دفلم  او دهغه ددفلسطینی جوړونکي   :ابواسد :   دلیدتوګو په باب درسره غږیږو . نو ترپایه راسره مله ووسئ

   دوستانو د:نکبت : ورځ  دیوې غمیزې رامینځةکونکي  په معنا یوداسې مناسب ټکی دی چې  فلسطنییان او دهغو ي ملګري  د ۱۹۴۸کال د مئ په څوارلسمې ورځې  له خپل وطنه دلکونو فلسطنیانو د ویستلو او  د  صهونیسټ رژیم  د موجودیّت  د اعلان کلیزې ته  داشارې لپاره  ورځيني استفاده کوي

فلسطین ،  په هغه زاړه تمدن سره  یو ټاټوبی دی چې په غوره جغرافیائي موقیعَیت   او  د مینځنی خیتځّ   په یوې مهمې سیمې کې  یو ښیراز   ټاټوبی دی .  دغه ځانګړي امتیازونه سبب شوي دي  څو دغه  ټاټوبی دهغه  قوم له  تمو  سره مخامخ شی  چې ځان  له یوه مثبت موقعیّته   او امتیازه برخمن ګڼي  او له ځّان پرته  د بل هرډول تمدن او کلتور  وجود او وده  نه زغمي . . بې شکه  دصهونیسټانو په لاس د فلسطین نیواک  ، دشلمې پیړۍ  د تاریخ پر لمن یو تورتم او او دبې شرمۍ یو داغ دی  چې که څه د صهونیسټانو په  وسیله  ئې جشن لمانځل کیږي ، خو دفلسطینیانو او د نړۍ درست آزادي غواړي ئې دیوې تراخې او نکبت  او غمیزه رامینځة کونکي  ورځ په توګه بولي .

 یوه هغه آوزار چې  دصهونیسټ رژیم او د هغو د ملاتړو  له پراخو پروپيګنډو سره سره  هماغه راز  د دغه رژیم  پر نارواوالي ټينګار کوي ، سینما او هغه فلمونه دي  چې ځيني  ئې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  پخپله فلسطینی  هنرمندان جوړوي  . : عمر : په نامه یو فلم   چې : هاني ابواسد:  جوړ کړی ،  دفلسطین دنیواک او  پّه نیول شویو سیمو کې  دفلسطینیانو  د ژوند  په باب یو  خورا نوی سیمنائي محصول دی .

         هاني ابواسد یو هغه  فلسطینی فلم جوړونکی دی چې  آثار ئې په درستې نړۍ کې  ستایل کیږي  او  د :عمر : په نامه  پخپل نوي فلم کې   خپل  زیږنځاي فلسطین ته بیرته تللی دی  . تیر کال : عمر : فلم   په کن جشنواره کې  دکرکتونکي  جیوري  یا قضاوت کونکی پلاوی یا  د داورانو  دپلاوي ځانګړي جایزه  ترلاسه کړې  او  د اسکار جایزې دترلاسه کولو لپاره  په نهائي پنځو فلمونو کې شامل شوی دی .   همدغه بریالیتوبونه سبب شوي دي  چې دغه فلم او ډائریکټر ئې  ، د نړۍ په سویه وپيژندل شي  او د هغه فلم چې  په فلسطین کې  جوړ شوی ،  د ډيرو پام وړ ګرځیدلی دی . البته    د :  دادی جنت  :  په نامې سره د ابواسد  غوره لومړنی فلم  هم له دې مخکې دهرکلي وړ ګرځّيدلی  ؤ .

ابواسد  په   ۱۹۶۱ کال کې  د نیواکي فلسطین  په شمال کې په ناصره ښآر کې زیږیدلی   او  تر نولسو کلونو پورې  ئې په همدغه ښآر کې ژوند کړی دی . هغه په ۱۹۸۰  کال کې  د زده کړو لپاره هالینډ ته لاړ او  هلته تر پنځویشت کلونو پورې  هستوګن  شو .   تر څو کلونو پورې ئې  د ا لوتکو د انجنیئر  په توګه فعالیت کاوه او  وروسته    پروډیوسر په توګه دسینما ډګر ته لاړ .  په ۲۰۰۵کال کې د   : دادی جنت : په نامه  د فلم ډایریکټري ئې وکړه  چې  په نیواکي ټاټوبو کې دفلسطنیانو دژوند په چورلیزتو ب سره ئې ورته ډير پام کړی دی خو  ډيرو کرکتونکو  د : عمر : په نامه فلم  د ابواسد  د آثارو یو  اوج بللی  دی او دا  دصهونیسټ ضد اثر په توګه یادیږي .

     دغه فلم  دهغو زیاتره سیاسی فلمونو په څير چې   په دغې سیمې کې  د پوځي نښتو  په باب  جوړیږي ،   له نیواک سره  داړونده مضمونونو او مقولو  سره  ورته پام شوی دی ، خو ډایریکټر ئې  وائي ،  عمر په نامه فلم     له ډيرو شتومانه کونکوکړؤونو سره دمینې  دمخامخیدا په باب هم دی 

 عمر  یو  فلسطینی ډوډۍ پخونکی نانوائ  دی  چې هره ورځ  د جوړشوي دیوال دپاسه ځي  څو یوه هغه جینۍ چې  غواړي ورسره واده وکړي  وګوري .   عمر شپې مهال  دیوه مبارز په توګه فعالیت کوي  او دخپل ماشومووالي دوستانو سره   پر صهونیسټي پوځيانو حملې کوي  او سخت ټکونه پرې کوي . عمر له دې وروسته چې  له خپلو دوستانو سره  یو صهونیسټي عسکر هلاک کوي ، نیول کیږي . د هغه  د آزادۍ شرط دا دی چې  دجاسوس کردار ادا کړي . هغه  یوې خطرناکې لوبې ته مخه کوي  چې په هغې کې  بایدیا جاسوسي وکړي   او یا دخپلو  دوستانو سره مرسته وکړي  څو نور عملیات ترسره کړي .

د فلم  ډایریکټر  په دې اند دی چې  :عمر یو فلم دی ، دعشق او هغو انسانانو په باب چې  په نیواکي ټاټوبي کې  په لومې کې ښکیلیږي  .  هغه وائي  چې نیّت ئې درلود یوه داسې عاشقانه کیسه  روایت کړي  چې  د فلسطین  د    نیواک په شرائطو کې بڼه مومي .

     د عمر فلم  داستان   یو ډول نه انکاریدونکی  سیاست دی  ، خو ددې په ځاي  چې یوازې دغه کشمکشونه ترسره شي ،د ډایریکټر او لیکوال توجه  هغو خاصو کسانو ته اوړي  چې په دغې بحران ځپلي سیمې کې  ژوند کوي  . ابو اسد باوري دی  چې ټول شیان   ئې  له تیروخته شخصي تجروبې ته ورګرځي  چې په نهایت کې  ئې   په ناغوښتي توګه ئې صحنه وړاندې شوې ده

     فلم په لومړنۍ نیمائي کې دود شوی   اخستون ،البته د هغوفلسطینیو ځوانانو  د ډير بدوضیعیّت  څخه جذاب اخستون  وړاندې کوي چې  له سپکاویو او بې شرمیو ستړي شوي دي  . خو په دوهمه نیمائۍ کې  فلم نور هم جذاب او حساس کیږي  او لازیات تاوانونه پکې تر سترګوکیږي .

 دصهونیسټو عسکرو له  ډيرو ګزمو او  دهغو دوخت په وخت ډزو او تیریو سره سره ،جوړې شوې کلائې  ته رسیدل  دفلسطیني ځوان  په ژوند کې  په یوې عادي پيښې بدل شوي دي . خو د صهونیسټانو له خوا دعمر له نیول کیدا او شکنجې راهسې  د فلم ځيږوالی  لازیاتیږي . ابو اسد په فلم کې ښئ  چې انسانان  په سپکو او تاؤتریخجنو شرائطو په وخت    ورانونکي او غمیزناکې  فیصلې کوي .

عمر    هم  چې  ددغو کسانو په لیکه کې ورځي ، ښئ  چې  دا څرنګه کمزورتیانې دي چې انسان ورسره مخامخ کیږي ، په سختو شرائطو  او ځایونو کې د سرخوګیو او  د شویو وعدو دخلاف ورزیو سبب کیږي .

  د:عمر : په نامه فلم  دفلسطین دسینما دلوړتوان او ظرفیَت یو مثال دی چې  بریالی شوی   د نړیوالو سټنډرونو  په رعایتولو سره دیوه داستاني فلم په توګه    هم دکرکتونکو او هم د مخاطبانو  نظر  جلب کاندي  دغه فلم  په تیرې فرورۍ میاشت کې دفجر  دفلم   په  دوه دیرشمې نړیوالې جشنوارې کې  هم چې  په تهران کې ترسره شوه ، نندارې ته وړاندې شو  او ایرانیانو ئې  هم   تود هرکلی  وکړ د دغه فلم په با ب  یو ه ایراني کرکتونکي لیکلی دي :، دصهونیسټو غاصبانو په لاس دعمر  دشکنجه کولو صحنې  د شکنجه کونکي  د پلیت توب ،  او د فلسطینیانو د پاکې آئيډیا ښودنه کوي  او لودیځوال نندارچیان  چې  د دروغجنو پروپيګندو له امله د فلسطینیانو په باب  بل ډول اوغلط تصَور لري ،   له هغو ئې سره غږمله کوي  . لیدونکي  ددغه فلم په لیدو سره  لازیات  په غزې تړانګې او نورو نیواکي ټاټوبو کې    له مبارزانو  او د هغوي  د ژوند  له سختو شرائطو سره  آشنا کیږي  او دا  دعمر د فلم   لوي او مهم  حسن دی .:

 د عمر په نامه فلم  د حساب شوي او دقیقې فلمنامې  په مرستې سره  په څو اړخیز  او یوه ژور  فلم بدل شوی  دی چې  حتی  دفلسطین  حالاتو او اوضاع  ته  بې پامه کسان هم  جذب کوي . ابو اسد  دخپلې ظاهري کیسې ترشا  د وطن   او د هغه د غصب مهمې موضوع ته  پام کوي او  دغاصبانو یو حقیقي انځور وړاندې کوي

    ابواسد  د فلم د چورلیز په باب وائي :،  دغصب نظام ډير پلیت دی  او زه اړتیا نه لرم  څو یو فلم پرې جوړکړم  او هغه محکوم کړم .   غصب زما  له فلم پرته هم محکوم دی   خو  زه  په فلم کې وایم  دا پلیت سسټم ، داسې کسان لري چې  د هغو لپاره کار کوي او هغوي هم ورسره په جنایتونو کې ګډون کوي . زه  په دې باب هیڅ نرمښت  نه لرم  او فکر نه کوم   لویدیځوال دا  وویني . :

دغه  فلسطینی ډایریکټر  په دوام کې دغه ظریف ټکي ته اشاره کوي  او وائي ،  صهونیسټ رژيم  د لودیځ مخلوق دی   او پخپله هغوي  تراوسه پورې  غواړي  د هغه لپاره یولړ توجیهات ولټوی . نو ځکه دوي دغه غصب او بې عدالتي  نه محکوم کوي . خو ټول پوهیږي چې  دا دحماقت په خاطر نه دي ، دهغوي مشران   جاهلان  هم نه دي  . دوي پوهیږي  چې کار ئې یوه لویه تیروتنه ده . خو دهغوي لپاره  ئې منل ډير ګران کار دی . دوي فکر کوي له صهونیسټ رژیم سره    په مینځني ختیځ کې لا ښې ګټې لري  او اوس   د هغو لپاره  ډيره زیاته بیّه ورکوي :.

          دعمر فلم ډایریکټر  اوس له دیرشو کلونو وروسته خپل زیږنځاي ته ستون شوی او اعتقاد لري چې  یو فلم هغه فلسطینی دی چې له یوه فلسطینی منظره جوړشوی وي .  همداراز فلم باید  په فلسطینی وطن اوټاټوبی کې جو ړ شي .   هغه وائي ،  په نړیواله سویه حکومتونه  هرهغه فیصله چې  غواړي   ئې کولی ئې شي ،  خو زه ئې نه منم . فلسطینیان باید  یوازې په فلسطنیو سیمو کې ژوند وکړي .:

 هغه باوري دی چې  دیوه فلسطینی سینما او دیوه فلسطینی کس تعریف سخت دی  ځکه  لازیات فلسطیني فلم جوړونکي  په اروپا کې ژوند کوي او هماغه ځاي کې د خپلو فلمونو لپاره پانګوال پیداکوي . اټکل کیږي  تر اوسه پورې کابو اته سوه فلسطیني فلمونه جوړشوي دي  ، خو غزې تړانګه  د سینما هال نه لري .  او په لودیځې  غاړې کې  هم یوازې څو سینماګانې فعالې دي .  له ابو اسد پوښتنه کوو  چې آیا فلمونوته  د ټولنیز و بدلونونو د  رامینځةکیدا لپاره دیوې وسیلې په توګه  نظر کوئ ؟

 هغه په ځواب کې وائي ، بدلون خو  نه ،البته فلمونه  دمقاومت لپاره  آوزار  دي  .   فلمونه  له هرڅه زیات  د نندارچیانو اولیدونکو بوختیا لپاره  یو آوزار دی   یو فلم باید  داسې تاسو بوخت کړي چې  د تاسو ذهن  هم منلو ته تیارشي .  فکر کوم  فلمونه د تاسو د تجروبو دلاښه کولو  لپاره یو آوزار وي ،   او د بې عدالتۍ او نیواک په ضد دمقاومت  لپاره آوزار دي .

(سیماب)

**********************************************************************************************

Add comment


Security code
Refresh