Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 03 نوامبر 2015 16:20

هاليوډ او د امريکې د پوليسو تشدد او نژاد پرستي

د تورپوستکو احتجاجي پاڅون او له هغوي سره د امريکې د حکومت خونړے چلند اکثر د يوې سياسي او اجتماعي موضوع په توګه څېړل کيږي. خو په دې مېنځومان کښې د رسنيو رول څه دے؟ د پوليسو لخوا د بې وسلې تورپوستکو وژله او بيا د دغه هېواد په ښارونو کښې د احتجاجي مظاهرو جوړېدل هم هغه ډول چې يوه سياسي واقعه او يوه اجتماعي ښکارنده ده، د رسنيو لپاره هم يوه ازمائېنه ګڼلې کيږي. يوه داسې آزمائېنه چې خلقو ته د حقيقي خبرونو د رسولو لپاره يې ټيلي ويژني او رېډيوئي چېنلونه او د انټرنېټ مجازي دنيا له مشکل سره مخامخi کړي ده.

مېرمن مرضيه هاشمي چې د اسلام له قبلولو مخکې ملاني فرېنکلين نومېده يوه امريکائي تور پوستکې ده چې کلونه وشول په ايران کښې ژوند کوي او په پرېس ټي وي انګريزي ژبي چېنل کښې په کار بوخته ده. هغه په دې اړه وائي: ((د ځينو خلقو په تېره بيا د هغو کسانو لپاره چې د لويديځو رسنيو تر تاثير لاندې دي په امريکه کښې په تورپوستکو باندې د ظلم مسئله نه باور کوونکې ده او هغوي فکر کوي چې دغه خبرونه د امريکې په خلاف فضاء جوړونه او د دغه هېواد د څېرې توره ښودنه ده. خو حقيقت دا دے چې په امريکه کښې حتی د سپين پوستکو سړيو او ښځو ترمېنځ هم تبعيض موجود دے. کله چې تورپوستکي سړي له سپين پوستکو سړيو سره پرتله کوو او بيا تورپوستکې ښځې له دوي سره پرتله کوو نو وينو چې د هغوي ترمېنځ ډېر اختلافات موجود دي.))

مرضيه هاشمي په دوام کښې وائي، ((په امريکه کښې رسنې له حکومت سره غږمله عمل کوي. هغوي يوازې هغه تصوير چې د تورپوستکو د احتجاج په اړه يې وړاندې کوي تشدد او وحشيتوب دے. مثلاً موټرو او ودانيو ته د تور پوستکو د زيان رسونې تصويرونه خپروي.  دا په داسې حال کښې دي چې احتجاج کوونکو د پوليسو په وړاندې له عمومي اموالو څخه د محافظت لپاره ډلې جوړې کړې دي. خو امريکائي رسنې دغه حقيقت په کامله توګه اپوټه ښئي. له دې سره سره هغه ټول کسان چې اجتماعي فعاليت ترسره کوي يوهيږي چې په ټولو غورځنګونو کښې نفو‌ذي کسان شتون لري. د مثال په توګه په احتجاجونو کښې نفوذيان عمومي اموالو ته زيان رسوي چې پوليس په تور پوستکو باندې د حملې لپاره وهڅوي. عجيبه دا چې هم هغه کسان چې کار يې غلا او د نورو ملتونو لوټل دي په خپلو رسنيو کښې تور پوستکي د دوکانونو په سوزولو تورنوي.))

تېره هفته په تهران کښې ((نوے افق)) نومې نړيوال سيمينار جوړ شو. نوے افق نومې دريم نړيوال سيمينار د امريکې د افريقائي تبارو دېرش تنوهنر مندانو او مستند جوړوونکو او د نړيوالو نامتو نظرخاوندانو، د پوهنتون د استادانو، قانون پوهانو او مفکرانو په شتون سره د تورپوستکو په خلاف د امريکې د پوليسو په تشدد باندې په تمرکز سره جوړ شو.

په دغه نړيوال سيمينار کښې ګډون کوونکو په امريکه کښې د تورپوستکو په وژله او په دغه هېواد کښې هم په کورني ډګر کښې او هم په نړيوال ډګر کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په پراختيا نيوکه وکړه. مېرمن هاشمي په دغه سيمينار کښې په خپله وېنا کښې وويل،  ((نن د ظالمانولخوا نژاد پرستي او نژادي تبعيض د امريکې د ټولنې اصلي مشکل دے. چې بايد په وړاندې يې مقاومت وشي، که څه هم اوباما يو تور پوستکے دے خو د تورپوستکو د حالت د ښۀ کولو لپاره يې هيڅ اقدام ونه کړ. مونږ په امريکه کښې زيات سياسي بنديان لروو چې پکار دي ازادۍ ته د رسېدو او د نژادي تبعيض د ختمولو لپاره مبارزه وکړوو او ځانونه قرباني کړوو.))

په دغه سيمينار کښې له ټولې دنيا څخه يو شمېر سوله غوښتونکو فعالانو ګډون وکړ. خو هم هغه ډول چې په ايران او نورو هېوادونو کښې د سوله غوښتونکو فعالانو له اعتراض سره اړوند خبرونه د امريکې په اکثرو رسنيو کښې سېنسر شول په دغه هېواد کښې مدني اعتراضونو ته هم په رسنيو لخوا پاملرنه ونه شوه. د نمونې په توګه امريکائي فېلم جوړونکي او لوبغاړي کوئنټين ټارانټينو د اکتوبر په څلوريشتمه نېټه په نيويارک کښې د پوليسو د تشدد د مخالفانو په احتجاجي لاريون کښې ګډون وکړ او پوليس ماموران يې قاتلان ونومول. هغه احتجاج چې ((د اکتوبر غورځنګ)) نومې ډلې لخوا جوړ شوے ؤ.

ټارانټينو په دغه لاريون کښې وويل، زۀ يو انسان يم او وجدان لرم او که تاسو پوهيږئ چې يو قتل رامنځته کيږي نو پکار دي راپاڅئ او په وړاندې يې ټينګ اودريږئ. زۀ دلته موجود يم او وايم چې زۀ د مقتول پلوي او ملګرے يم.

د سنېما دغه لوبغاړي او ډائرېکټر په دوام کښې وويل، که هر څه صحيح وو نو قاتلان پولس ځواکونه پکار دي په جېل کښې اچول شوي وې يا لږ تر لږه تورن شوي وې. کله چې د يو قتل کتونکے يم نو بې پروا او بې تفاوته نه شم کښېناستېدې... پکار  دي يو قتل ته قتل او قاتلانوته قاتلان ووايم.

له دې وروسته دغه د نړيوالې سنېما مشهور ډائرېکټر کوئنټين ټارنټنو په نيويارک کښې د پوليسو د بې رحمۍ په اړه خبرې وکړې. په هغۀ باندې اعتراضونه زيات شول او د نيوجرسي يو پوليس چارواکي پېټ کوليګان د د ټارنټينو خبرې غېر ذمه دارانه وبللې او وې ويل د هغۀ خبرې په سړکونو باندې د پوليسو د وژل کېدو سبب کېدې شي. هغۀ وويل چې ټارانټينو پکار دي په دې پوه شي چې د يو ولسي شخصيت په توګه يې غږ واورېدل کيږي او خلق يې د خبرو پېروي کوي نو هغه دنده لري چې مسئوليت قبلونکے وي. دا يو فېلم نه دے بلکې يو واقعي ژوند دے.

له دغوڅرګندونو وروسته د امريکې د پوليسو د ادارو ملي انجمن په يوې بيانيه کښې چې د دغه انجمن په وېبسائيټ کښې خپره شوه ويلي دي: مونږ له مامورانو غواړوو چې د ټارانټينو د هرې پروژې لپاره  د امنيت د ټينګولو، د ټرېفېک د کنټرولو او يا فني مشورې په شان له خاصو خدماتو يا د کار د وخت نه له بهرو خدماتو  څخه ډډه وکړي. مونږ پکار دي يو لوړ او څرګند پېغام ولېږوو او دا اعلان وکړوو چې د پوليسو مامورانو په  خلاف د دا ډول کرکه رابرسېره کوونکې لفاظۍ د قبول وړ نۀ دي.  

له دې مخکې په نيويارک،لاس اېنجلس، هيوسټڼ، نيوجرسي، شېکاګو او فېلاډلفيا کښې د پوليسو اتحاديو د ټارانټينو د فېلمونو بائيکاټ کړےدے.

په زړۀ پورې دا چې وپوهيږوو په دغو مظاهرو کښې د احتجاج کوونکو نمائندګانو اعلان وکړ چې غواړي د هغو خلقو په باره کښې چې د پوليسو په لاسو وژل کيږي عدل او انصاف عملي کړي. ټارانټينو په دغه لاريون کښې د پوليسو په لاسو د يو تورپوستکي ماشوم د وژل کېدو ماجرې ته اشاره وکړه او وې ويل، د دوه زره څوارلسم کال د نومبر په دويشتمه نېټه يو دولس کلن تورپوستکي ماشوم په يو پارک کښې د لوبو له ټوپک سره لوبې کولې چې يو کس پوليسو ته اطلاع ورکوي او په خپل تماس کښې د دغې ماجرې د رپوټ په ورکولو سره تاکيد کوي چې په زيات احتمال واقعي ټوپک نۀ دے او نوموړے کس کم عمره هلک دے. پوليس له دغه رپوټه وروسته په چټکتيا سره ځانونه هغه ځاے ته رسوي او هغه ماشوم وژني. د هغۀ خور نيسي او حتی مور ته يې اجازه نه ورکوي چې د خپل زوے مړے چې په سړک کښې پروت دے له زمکې راوچت کړي.))

ټارانټينو په خپله وېنا کښې دغې مسئلې ته اشاره وکړه چې له هغو پوليسو څخه چې په دغه قتل کښې ګرم وو يو کس هم په جرم محکوم شوے نۀ دے.

که خبرونو ته يو حقيقت پسندانه نظر وکړوو نو وبه وينوچې هغۀ هم له حقيقته څه لرې خبره نه ده کړې ځکه چې په تورپوستکو باندې د پوليسوتشدد ډېر زيات دے. څه موده مخکې ګارډين نشريې يو لړ تحقيقي نتيجې خپرې کړې چې د هغو له مخې د دې احتمال چې يوتور پوستکے د امريکې د پوليسوپه ډزو اويشتل شي له يو سپين پوستکي نه دوه برابره دے. د دغې نشريې لخوا د وړاندې کړې شويو شمېرنو له مخکې د روان کال د اکتوبر تر مياشتې پورې نهۀ سوه نهويشت تنه د امريکې د پوليسو په لاسو وژل شوي دي.

همدارنګ په دې وروستيو کښې په جنيوا کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا د بشري حقوقو د حالاتو د ښۀ کېدو د پروګرام د اجرا لپاره د واشنګټن د بشپړه ماتې په اعلانولو سره په دغه هېواد کښې د اقليتونو په خلاف د امريکې د پوليسو د سخت دباو له اړم او تشدده د زياتې استفادې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په همدې زمينه کښې د بشري حقوقو څارونکې ادارې هم اعلان وکړ چې امريکې په دغه هېواد کښې د بشري حقوقو د حالاتو د ښۀ کولو لپاره د مطرح شويو سپارښتونو چې په دوه زره لسم کال کښې وړاندې شوې په اجرا کښې په کامله توګه ماتې خوړلې ده. په دوه زره لسم کال کښې هم امريکې ته سپارښتنه شوې وه چې د اقليتونو په خلاف د دغه هېواد د پوليسو د تشدد د ختمولو لپاره دې جدي اقدامات ترسره کړي خو د امريکې حکومت نه يوازې دغه اقدامات ترسره نه کړل بلکې د اقليتونو په تېره بيا د تورپوستکو په خلاف د دغه هېواد د پوليسو تشدد نور هم زيات شو، په دا ډول چې د امريکې د پوليسو دغو تشددونو په دغه ټول هېواد کښې د پراخو مظاهرو يوه څپه رامنځته کړه. هغه تاوتريخوالي چې د تېر دوه زره څوارلسم کال له اوړي څخه او د فرګوسن د پېښې په دوران کښې لا زيات شوي دي.

د تورپوستکو په اړه په تشدد باندې اعتراض يوازې په ولسي مظاهرو کښې نه رالنډيږي او زياتره تورپوستکي باوري دي چې نژادي تبعيض او نژاد پرستي د دغه هېواد د تورپوستکو په اړه د تشدد يو بل شکل دے. د مثال په توګه مشهور امريکائي لوبغاړي مورګان فرېمن په خپلو څرګندونو کښې  په امريکه کښې د نژاد پرستۍ او نژادي تبعيض د راژوندي کېدو خبر ورکړے دے. هغۀ چې په ((نه منونکې ماتې)) يا  (Invictus) نومې فېلم کښې په جنوبي افريقا کښې د آپارټائيډ نامتو مخالف فعال نېلسن مونډېلا کردار ادا کړے دے وائي: ((په امريکه کښې اوس هم نژاد پرستي ژوندۍ او روانه ده خو زۀ اطمينان لرم چې د وخت په تېرېدو سره به يې جرړې وېستل امکان ولري.))

يو بل امريکائي لوبغاړے ((اوکتاويا سپېنسر)) هم په امريکه او د دغه هېواد په سينما کښې د نژاد پرستۍ په اړه وائي، ((د ادعاګانو باوجود په هاليوډ کښې نژاد پرستي بې انصافي کوي. تور پوستکي او د نورو نژادونو لوبغاړي نه شي کولې په اسانۍ سره په دغه سنيمائي صنعت کښې په ګټورو برخو کښې کار وکړي، زۀ سره له دې چې د اسکار د انعام ګټونکے شوے يم خو تل راته د مکملوونکو او وړو کردارانو د ادا کولو وړانديز کيږي.... البته په امريکه کښې تبعيض يوازې له تورپوستکو سره مخصوص نۀ دے بلکې د اېشيا او اسپانيا د خلقو په شان کسان هم له دغه موضوع څخه رنځيږي.))

Add comment


Security code
Refresh