Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 07 سبتامبر 2013 07:52

لومړنۍ طبي مرستې دریمه برخه

څلورم مهم کار د ناروغ د ماتو هډوکو معلومول دي .

یعنې موږ تر هغې باید د ناروغ د پورته کولو هڅه ونه کړو تر څو چې د هغه د ماتو هډوکو په اړه پوه نهشو چې او مالومات تر لاسه نه کړو ځکه که موږ په چټکۍ او بیړۍ د ناروغ د پورته کولو هڅه وکړو کیدای شي د هغه د ماتو شویو هډوکو تیري څوکې د ناروغ عصبي ریښې یا ستر شریانونه پرې کړي او خدای نا خواسته د ناروغ د دایمي فلج او حتې مرګ لامل شي .

موږ باید د ناروغ هر یو غړئ په دقت وګورو که ناروغ په هوش کې وي له هغه هم پوښتنه وکړو چې کوم ځایونه ېې ډير خوږ شوي او که چیرې مات هډوکي پيدا کړو تر هر څه وړاندې موږ باید هغه بې حرکته کړو .

موږ دا کار که سپلینټ یا میزابې ولرو خو ښه تر ښه او که نه کولای شو له عادي وسایلو په استفادې هم مات هډوکي بې حرکته کړو .

د مثال په ډول که چیرې پښه یا لاس مات شوئ وي موږ کولای شو د د مییو د کریټونو له تختو یا نورو تختو حتې د کارتن له کلک کاغذ په استفادې هم د مات هډوکي دواړه خواوې بې حرکته کړو .

په ېد معنې چې د هډوکي د ماتې شوې برخې لاندې کاغذ یا تخته ایښودئ شو او په یوه بنداز یا لونګۍ یا چادر یا کومه بله ټوټه هغه کلک تړئ شو په داسې ډول چې د ماتې شوې برخې د دواړو خواوو مفصلونه هم باید بې حرکته شي .

د مثال په ډول که لاس په مړوند کې مات شوئ وي باید سپلینټ یا میزابه یا هر څّ چې موږ ېې لرو باید د لاس څاپيړه او څنګل هم بې حرکته کړي .

موږ نه باید میزابه دومره کلکه وتړو چې د وینې د بندیدو لامل شي خو دومره هم باید سسته نه وي چې هډوکئ بې حرکته نه شي کړئ .

ناورغ ته نه باید د خولې له لارې څه ورکړئ شي .

که په خیټه یا سینه کې زخم ولري یا ېې کلمې را وتلې وي نه باید په خپل سر د هغه د ځای پر ځای کولو هڅه وکړو خو مهمه خبره دا ده چې ناروغ باید زر تر زره روغتون ته ورسوو خو کلمې یا په داسې یوه پا:ه ټوټه چې په نارمل سلین یا د مالکې سیرومو لنده شوې وي پټې کړو یا که کوم بل انتي سپتیک د مثال په ډول پایودین تینچر مرکیوروکروم ولرو کلمې پېر ومینځو او په لنده ټوټه ېې پټې کړو او روغتون ته د ناروغ تر رسیدو باید کلمې لندې پاتې شي ځکه کله چې کلمه یو ځل وچه شي بیا له منځه ځي .

ناروغ ته که درد لري د درد ستنه لګوو .

که کلینیک لرې وي او کنول یا پلاستیکې ستنه ولرو باید مریض ته هغه هم ولګوو ځکه وروسته بیا رګونه کوچني کیږي او د بلاستیکي ستنې لګول ډير سختیږي .

که سیروم د مثال په ډول رینګر یا میکس ولرو ناروغ ته ېې ورکولای شو خو په ېد صورت کې د ناروغ د وینې ضایع کیدو په اندازه باید سیروم ورکړل شي .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Add comment


Security code
Refresh