Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 16 سبتامبر 2013 13:25

لومړنۍ طبي مرستې څلورمه پنځمه شپږمه او اوومه برخه

څلورمه برخه

د نښو له مخې د ځينوټپونو معلومول:

۱- د داخلي وينې بهيدنې او شاک نښې : چټک نبض، د بدن سوړوالۍ، شديده تنده او الوتې بڼه .

۲-د ككرې د ماتيدلو نښې : له غوږ او پزې څخه د وينې راتلل او په ځينو وختونو کې ده نښې هم نه ليدل كيږي

۳-د ملا دمورو (تير) د ماتيدلو نښې : د پښو نه ښوريدل او د ټپې برخې درد.

۴-د غاړۍ د مورو د ماتيدلو نښې : د لاسونو نه خوځښت په هغه صورت کې چې ځايي ټپ او ماتوالى ونلري.

۵-د زهرجنكيدلو نښې : کانګې، اسهال، جټكې، عمومي ضعيفي او يا بيهوښي.

۶-د دماغي سکتې نښې : د مخ ډير سوروالى، د بدن د يوې برخې فلج، د سترګو د کسيوكږېدل

۷- د ضعف او حملې نښې : دټول بدن جټكې او له خولې څخه د ځګ را وتل .

د لومړنيو مرستو په وخت بايد هڅه وشي چې د ناروغ د ژغورنې او سلامتيا لپاره له شته امکاناتو څخه کار واخيستل شي. ځينې وخت په سړک، کوڅه، کور يا دښته کې له يوه ټپي سره مخ کيږو چې طبي وسايلو ته لاسرسۍ ناشونۍ وي. شاوخوا ته په نظر کولو سره بايد وکولاي شو ډير ژر له شته وسايلو څخه اعظمي ګټه واخلو.

که وغواړو د لومړنيو مرستو لپاره وسايل چمتو کړو او وساتو، هغه کسان چې په ليرې پرتو سيمو کې ژوند کوي بايد لاندې شيان په واک کې ولري :

پنبه،معقم ګاز، بېلابېلې (پټۍ) بنداژونه، لوکوپلاست(پلستر)، پنس، تخته، د تودواو سړو اوبو مشکوله ،لاستړونى( ټورنيکټ)، ترماميتر، معقم(پاك) دستکش، معقم سرنج او ستن او يوه اندازه درمل محلولونه لکه پايوډين، هايدروجن پراکسايد،الکول، د درد ضد ګولۍ، د سوځيدلو ضد ملمونه او ځينې نور ضروري وسايل او درمل.

ځینې مهمې  پېښې او د هغو د قربانيانو سره لمړنۍ مرستې :

۱-دوينې بهيدل:

دا هم يوه د هغو پېښو څخه دهچې ډېر ژر يوكس د مرګ تو كندې وررسوي   چې بايد ژر تر ژره ودرول شي، د وينې بهيدل په دوه دوله دي :

۱-  د شريان يا سره رګ څخه د وينې بهيدل

۲- دوريد يا شنه رګ څخه د وينې بهيدل

 دشريان څخه بهيدونکې وينه سور رنګ لري او تېزه بهيږي خو د وريد څخه بهيدونکې وينه بيا  تياره سور رنګ لري او مړه بهيږي.

لمړنۍ مرستې:

۱-د وينې ودرولو سربېره د ژوند نښې هم وكتل شي .

۲-د وريدي وينې بهيدل کيداى شي چې پر ټپ د پاکې ټوټى ايښولو او فشار سره کنترول شي.

۳-د شرياني وينې بهيدلو د ودرولو لپاره بايد پر ټپ فشار راوړل شي،په لاستړوني وتړل شي او ورسره يو ځاې ټپي غړى د زړه نه  پورته ونيول شي. که پدې طريقه د وينې بهيدل ونه دريږي دټپي غړي په مربوطه شريان باندې د ګوتو پواسطه فشار راوړل شي تر څو وينه بنده شي او ټپي روغتيايي مركز ته ولېږل شي  .

۴- او شاك ته موهم پام وي .

 

 

 

 

پنځمه برخه

۲- د پوستکي اوعضلاتو(پستو) ټپونه :

د پوستکي اوعضلاتو عام ټپونه، په تيرو شيانو د پوستکي څيريدل، هغه ټپونه چې د مرمۍ پواسطه منځ ته راځي اويا د اور او تودو مايعاتو پواسطه د سوځيدلو په واسطه منځ ته راځي د وينې د بهيدلو او ميکروبي کيدلو خطر ورسره وي.

لمړنۍ مرستى:

۱-ټپي د ټپ د عا مل څخه ليرې کړئ .

۲-ټپ په اوبو او صابون سره ومينځئ تر څو ښه پاک شي

۳-د ټپ شاوخوا د انتي سپټيک موادو(پورته ياد شوي محلولونو) سره پاک کړئ .

۴-ټپ د پاکوټوټو پواسطه وپوښئ .

۵-د وينې د بهيدلو څخه د مخنيوي لپاره پر ټپ فشار راوړئ او يا ترې پورته برخه په لاستړوني وتړئ .

۶-که دردډېر وي نو د درد لپاره  درمل ورکړئ .

۷-که ټپ پراخه ،ميکروبي وي يا زوه  او تبه شته وي او يا د پرله پسې د وينې بهيدنه  ولري نو بايد ټپى روغتيايي مرکز ته ولېږل شي .

 ۳- د هډوکو ماتوالى :

د هډوکي د ماتوالي مهمى نښې د مات شوي ځاى درد، پړسوب، شينوالى او د مات شوي غړي دکوږوالي څخه عبارت دي د هډوکي ماتوالى بېلابېل ډولونه لري خو دهډوکي هغه ماتوالى چې د ټپ سره يو ځاى وي د ميکروبي کيدلو وېره يې ډيره وي ټولې دګوډو ماتو پښې بايد د درملنې لپاره روغتيايي مرکز ته ولېږل شي .

لمړنۍ مرستې:

۱-د درد د کموالي لپاره د درد درمل ورکړئ .

۲ -د وينې بهېدنې په وخت يې د وينې ودرولو هڅه وكړئ

۳-مات شوى غړى پخپل اصلي شکل د ميزابې يا تختې په مرسته بيحرکته کړئ .

۴-د لاس د ماتوالي په وخت لمړى هغه د تختې په واسطه بيحرکته او وروسته يې ددستمال په واسطه په غاړه کښې واچوئ

۵-د مات شوي هډوکي د بيحرکته کولو څخه وروسته ناروغ روغتيايي مرکز ته ولېږئ .

۶- که مات شوى هډوکى د باندې راوتلى وي نو هغه بېرته مه ننباسئ خو په يوه معقم(پاك) ګاز يې پټ اوبيا يې په پټۍ وتړئ او بيا ماته شوې برخه بيحرکته کړئ ، خو دتختې په ځاى نور شيان لكه پټو، بالښت او داسې نورهم كارولى شو .

۷- هغه ناروغ چې د ملا تير يې مات وي بايد ډېر په کراره حرکت ورکړل شي تر څو نخاع (د ملا مغزى)يې پرې  نشي.

۸- که پوښتۍ ماته شوې وي اودسينې پوستکې يې هم سورى وي نوپه سوري شوي ځاى كې يوه پاكه پټئ کيږدئ.

۹-همدا ډول د بندونو او رګ د اوښتلوپه وخت هغه ځاى بې حركته ،وتړئ او روغتيايي مركز ته يې وليږئ .

 

 

 

 

 

 

شپږمه برخه

۴-شاک :

شاک د بدن حياتي غړو ته د پوره وينې نه رسيدل دي چې د شديد ټپي کيدو يا ناروغ کيدو له امله وينه  کميږي او په پاى كې شاك  رامنځته کيږي .

د شاک لاملونه :

۱-د بدن د مايعاتو او مالګو کمېدل او د وينې د حجم کميدل

۲-د زړه د ناروغيو له امله

۳-د انتاني او مكروبي ناروغيو له امله

۴-د ځينو درملو يا نورو توكو په وړاندې د حساسيت له امله

۵-د ضربې او يا د ټكر  له امله.

۶-د ډار په وخت کې

د شاک نښې د سترګو د ليد خرابېدل ، د سترګو دكسيو غټيدل ، الوتې بڼه ،د  پوستکي سوړوالى او نمجن كېدل ،د نبض چټکيدل او ضعيفيدل،د تنفس ګډوډيدل ،د وينې فشار ښكته كيدل،سخته تنده ، خواګرځيدل او په  ټنډه، شونډواو  د لاس په ورغوو کې خوله پيدا کېدل  دي(سړې خولې)،  د بدن د تودوخې ټيټوالى  ،نارامي  ،ګنګسيت او په پاى كې بېهوښي او مرګ دى .

لمړنۍ مرستې:

۱-ناروغ ته ستوني ستاغ وضعيت او زيات مايعات ورکړئ .

۲-د شاک په منځني او پر مخ تللي حالت کې د ناروغ پښې بايد د زړه نه پورته  ونيول شي

۳- ناروغ ژر تر ژره روغتيايي مرکز ته يوسئ .

۵-سوځيدنه:

سوځيدنه دلمر ، اور او نورو ګرمو موادو لکه تيل، ايشيدلې اوبه او تېزابي او قلوي توكو سره د بدن د مخامخ كيدلو له امله رامينح ته كيږي .

كه بدن په پرله پسې توګه د لمر د وړانګو سره د ګرمۍ په موسم کښې مخ شي نو يوه كمه اندازه سوځيدنه منځ ته راوړي خو په متوسطه سوځيدنه کښې د پوستکي رنګ سور والى پيداکوي او په پر مخ تللي حالت کښې د پوستکي پر مخ تڼاکې را پيدا کيږي او د هغه څخه هم لا په سختو پېښوكې پوستکى او تر هغه لاندې انساج هم له منځه ځي .

لمړنۍ مرستې:

۱-په هغه سوځيدنه کښې چې سوروالئ او تڼاکې منځ ته راغلى وي سوځيدلى ځاى  په ډېر پام سره په سړو اوبو ومينځئ او بيا يې په پاکه ټوټه وپوښئ.

۲- ناروغ ته ګرم مايعات ورکړل شي تر څو ضايع شوي مايعات پوره شي.

۳- که د شاک په حالت کې وي او که نه وي، ناروغ بايد استراحت وکړي.

۴- هغه ناروغ چې په اور سوځيږي  بايد په ځمکه څملي او په خاورو ، خټو اويا اوبو کې ځان وغورځوي او يا هم پټو يا بل شى پرې واچوو تر څو اور مړ شي .

۵- د ناروغ سر او مخ د سړو اوبو تر نل لاندې ونيسۍ.

۶- که په هغه كوټه يا ودانۍ کې يۍ چې اور پکې لګيدلى وي  نو کړکۍ مه خلاصوئ او که دود وي خپله پزه او خوله په يوه لنده ټوټه پټ کړئ .

۷- د اور وژنې په وخت کې د وتلو په دروازه کې ودريږئ تر څو وکولاى شئ د اور د ډيريدو په وخت وتښتئ .

۸- که سوځيدنه کمه وي، سوځيدلې برخه د 5 تر10 دقيقو پورې په سړو اوبو کې ونيسئ او که سوځيدنه ژوره وي ناروغ ډير ژر روغتيايي مرکز ته وليږدوئ .

۹- که سوځيدنه د اور د لمبو له امله رامنځته شوې وي په دې صورت کې د ناروغ جامې مه باسئ ځکه چې د اور په لمبو سره تعقيم شوې دي اود اړتيا په وخت يې قيچي کړئ .

 

۱۰- ټپونه پانسمان کړئ که کولاى شئ ناروغ ته د ګلوکوز يا رينګر يا د دواړو ګډ سيروم و لګوئ تر څو ناروغ  شاک ته ولاړنشي او د درد درمل هم ور واچوئ .

۱۱-  تڼاکې بايد ونه چول شي .

۱۲-ښه ده چې سوځېدلى ناروغ  روغتيايي مركز ته ولېږئ .

په تيزابو سوځيدل:

۱-د دې كسانوسوځيدلې برخه بايد په ډيرو اوبو سره ومينځل شي اوکولاي شو په سوديم باي کاربونېټ  يې ومينځو، په دې توګه چې دوه قاشوغې سوديم باي کاربونيټ په پنځه سوه ملي ليټرو اوبو کې حل کړئ او سوځيدلۍ ځاي پرې ومينځئ.

۲-د سوځيدلي كس كالي بايد وايستل شي ځکه کيداي شي په تيزابو ککړ وي او سوځيدنه نوره هم پسې ډېره كړي .

۳- مرسته کوونکى بايدخپل ځان ته هم  پاملرنه وکړي چې لاسونه يې ونه سوځي.

۴-سوځېدلى كس ژر تر ژره  روغتيايي مركز ته يوسئ .

په قلوي سوځيدل :

۱-سوځيدلې برخه په ډيرو اوبو چې د ليمو اوبه او يا سرکه هم پکې اچول شوې وي ومينځئ.

۲-د ناروغ كالي وباسئ.

۳- مرسته کوونکى بايدخپل ځان ته هم  پاملرنه وکړي چې لاسونه يې ونه سوځي

۴-سوځېدلى كس ژر تر ژره  روغتيايي مركز ته يوسئ ..

د خولې او ستوني سوځيدل په لمدو شيانو :

دغه پيښې په ماشومانو اواروايي ناروغانو کې ډيرې رامنځته کيږي. ناروغ ژر تر ژره روغتيايي مرکز ته يوسئ او  تود يې وساتئ، ستونې ته  سوړ کمپرس ګټور او د درد دارامي  لپاره څو څاڅکي د زيتون غوړي ناروغ ته ورکړئ  .

۶

اوومه برخه

-په اوبو کې ډوبيدل :

په اوبو کې  د ډوبيدو له امله تنفس بنديږي دا كه روانې اوبه  وي او يا هم ولاړې اوبه  چې هر يو يې بدن ته زيان رسوي.

په پورته دواړو حالاتو کې مرسته کوونکى بايدلاندې چارې تر سره كړي :

۱-له اوبو څخه د ډوب شوي کس ايستل.

۲- له خټو څخه يې د ستوني پاکول .

۳-دوب شوي كس ته خوله په خوله مصنوعي تنفس ورکول تر هغه تر څو چې  يې روغتيايي مركز ته ورسوئ .

په دې کسانو کې زړه تر يوه وخته پورې فعاليت کوي، که ضربان ولري، خوله په خوله تنفس ورکولو ته تر هغه وخته ۴-که اکسيجن موجود وي ناروغ ته اکسيجن ورکړل شي .

خو  د ناروغ له سږو څخه د اوبو ايستل ناروغ ته کومه ګټه نه رسوي.

د ناروغۍ د لمړيتوب حق او د ناروغ د لومړيتوب حق :

په لمړنيو مرستو كې يوه بله مهمه خبره دا ده چې كوم ناروغانو سره لمړى او د كومو سره ورپسې مرسته وشي چې دې كار ته د ناروغۍ د لمړيتوب حق (ترياژ سيسټم) وايي .

د بېلګې  په ډول يو ناروغ تنفسي بندښت لري، د بدن يوه برخه يې ماته هم ده او د شاک په حالت کې هم دى. لمړى يې  بايد کومه ستونزه حل شي چې دې ته ABCDEF سيسټم هم وايي او په لاندې ترتيب سره بايد يې څارنه او سدرملنه وشي :

A-   تنفسي بندښت

B-    وينه بهيدنه

C-    زړه او د سينې ټپونه

D-   شاک

E-    ماته شوې برخه (آتل سپلینټ کيښودل)

F-     د ناروغ د نورو ضايعاتو څيړنه

او د ناروغ نورو کتنو اوپرمختللو معايناتو ته دوام ورکول

 ډاکتر عمادالدین پژمان

Add comment


Security code
Refresh