Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 04 دسامبر 2013 10:25

د پوښتورګو تیږې

یو ځل بیا مو د ژوند آواز اونیز او طبي پروګرام ته هرکلی کوو .

دوستانو بیا هم یادونه کوو که کومه ستونځه لرئ یا د پروګرام په اړه وړاندیز او نیوکه لری همداراز که غواړی ستاسو په علاقې وړ موضوعاتو زموږ دا طبي پروګرام جوړ شي له موږ سره په تماس کې اوسئ .

البته یادونه کوو چې زموږ یو شمیر ملګرو بیا هم له افغانستان او پاکستانه زنګونه کړي او د یو شمیر طبي ستونځو په اړه ېې را نه پوښتنې کړې دي موږ ځکه د ټولو دوستانو نومونه او آدرسونه نه شو خپرولای چې زموږ د پروګرام وخت کم دی او موږ هڅه کوو په دې وخت کې طبي معلومات وړاندې کړو .

که تاسې هم غواړۍ له موږ سره په دې پروګرام کې برخه واخلی زموږ پتې په لاندې ډول دي .

د تلیفون شمیرې ۰۰۹۸۹۱۲۱۴۸۷۰۳۴---۰۰۹۸۹۳۹۱۴۸۷۰۳۴

د ایمیل آدرس This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.

د سایټ آدرس http://pashto.irib.ir/

د فیس بوک آدرس Pashto.khabar

 زموږ د نن ورځې د بحث موضوع ده د پوښتورګو تیږې

پښتورګي یا بډوډي چې په یو شمیر سیمو کې ګوردې او په فارسي کې کلیې ورته ویل کیږي د بدن هغه مهم غړي دي چې د وینې تصفیه او د بدن د مایعاتو تنظیم په غاړه لري .

د بډوډو تیږې وړې او کلکې ذرې دي چې په دواړو ګوردو یا پښتورګو کې جوړیدلای شي او له یو ځای کیدو ېې نسبتاً غټې تیږې هم جوړیږي ، کله کله دا تیږې هغه نل ته چې له ګوردو مثانې ته تللی او حالب ورته ویل کیږي ننوځي چې کله کله د ډير شدید درد لامل کیدای شي .

دا ستونځه تر ۳۰ کلونو عمر وروسته ډيره پيښیږي او د میرمنو په پرتله په نرانو کې ډیره ده .

د ګوردې د درد لومړنۍ نښې :

په ملا کې تر پوښتیو لاندې په آني ډول شروع کیږي او په هرو څو دقیقو کې په متناوب ډول کم او زیات کیږي چې د څوساعتونو حتې کله کله څو ورځو وروسته د ورانه په خوا د درد ناحیه تغیر خوري او له حالب د تیږې په وتلو سره د ناروغ درد هم آرامیږي .

د دې درد یوه بله علامه هم د زړه بدوالی او تهوع ده او د ناروغ په ادرار کې هم ښايی وینه او د رنګ بدلون ولیدل شي .

کله کله په ښي طرف کې د ګوردې درد له آپندسایت سره هم مغالطه کیږي خو که ډاکتر له ناروغ سمه تاریخچه واخلي او طبي معاینات سم اجراء کړي نو دا دواړه یو له بل سره په واضح ډول توپيرونه لري .

په خپله د ګوردې تیږې د میده ریګ له اندازې د یوه چهار مغز تر اندازې پورې وي او بیلابیل ‌ډولونه لري .

د ګوردې د تیږې د جوړیدو لاملونه :

-        یو مهم عامل ېې په ادارار کې د کلیسم د ډير مقدار اطراح ده چې یا د پاراتایروئید غدې په فعالیت کې چې د کلسیم د کنترول دنده پر غاړه لري د اخلال را منځته کیدل وي او یا هم په ډيره اندازه د کلسیم مصرف

-        د نقرس  مرض چې اسیدو یوریکي تیږې را منځته کوي

-        د ادرار بندیدل چې هغه په هر دلیل وي

-        د اوبو د کم څښلو یا ګرمې هوا له امله د ادارار د حجم کمیدل

-        غیر متناسب غذايي رژیم د مثال په ډول د کلسیم لرونکو سبو ډير خوړل

-        د ګوردې د تیږو کورنۍ سابقه

-        په هر دلیل په بستر کې د ډير وخت لپاره پاتې کیدل او د حرکت کموالی

-        د شرابو او الکولي موادو ډير مصرف

د ګوردې په تیږو د نه اخته کیدو لپاره څو لارې چارې

د ورځې باید کابو دری لیتره اوبه وڅښل شي ډاکتران خالصو اوبو ته ترجیح ورکوي .

که د ګوردې تیږه کلسیمي یا فاسفوري جرړه ولري او یا په دې سیمه کې د پوښتورګو د دا ډول تیږو شتون معمول وي نو د شیدو او لبنیاتو په خوړلو کې باید احتیاط وکړو .البته یو شمیر ډاکتران بیا وايي چې د لبنیاتو خوړل د ګوردو د تیږو په جوړیدو کې خاص رول نه لري نو له همدې امله یوه ډله ډاکتران وايي په دومره اندازه هم باید پرهیز ونه شي چې بدن مو کمزوری او د نورو ناروغیو لپاره مساعد شي

د کمو اوبو څښل او ډير خوله کیدل هم د ګوردو د تیږو د پيدا کیدو یو مهم لامل دی.

 د تحرک او خوځښت نه شتوالی که له یوې خوا په خپله د ګوردې د تیږو د جوړیدو لامل کیږي له بلې خوا د هډوکو کلسیم هم په دې وخت کې وینې ته ځي او اطراح کیږي چې په ادرار کې د کلسیم مقدار ډيریږي .

د تایراید غدې ډير کار او فعالیت هم د کلسیمو د دفع کیدو پروسه زیاتوي او په ادرار کې د کلسیم مقدار زیاتیږي .

 په خپله د ګوردې د منځ د جوړښت او د تیوبولونو اسیدوز او د امونیاک په تولید کې د خنډونو را منځته کیدل هم یو عامل دی

نا پيژندل شوي عوامل هم کله کله د ادرار په ترکیب کې د کلیسیم د اندازې د ډيریدو لامل وي

 د مالګې زیات استعمال او د ټينګ چای څښل هم یو عامل دی

یو شمیر تیږي اګزالاتي سر چینه لري او هغه خواړه چې د اګزالاتو ډير مقدار لري د دا ډول تیږو عامل وي .

البته باید ووایو پالک ، ښورکی سابه قهوه او چای بادام او چهار مغز او فرنګي توت د اګزالاتو مهمې سر چینې ګڼل کیږي خو د میوو ډير خوړل د فیبرو  او اوبو د درلودلو له امله ګټور دي .

که د ګوردې تیږه مو د اسید یوریک له ډول څخه وي د سرې خوښې یا غټې غوښې په خوړلو کې احتیاط وکړی

حیواني پروتین د کلسیمو او اګزالاتو دفع کول ډيروي یو عامل کیدای شي .

خو غذايي فیبر د ګوردو په تیږو د نه اخته کیدو لپاره تر ټولو ښه خوراک دی

د ګوردې ډيرې تیږې چې کوم خاص مشکل ونه لري تداوۍ ته هم اړتیا نه لری خو یو شمیر ېې بیا خطرناکې دي چې کولای شي ټوله ګورده له منځه یوسي .

له همدې کبله ډاکتران وايي په هرو څلوروتر ۶  میاشتو کې باید ګوردې معاینه شي یا التراسونډ وشي او سړی ډاډه شي چې ګوردې ېې سم کار کوي ځکه ډير وخت د ګوردې تیږې درد نه لري خو ګوردې په خاموش ډول له منځه وړلای شي .

که په کورنۍ کې مو بل څوک د ګوردې تیږي لري باید حتماً تاسو هم له همدې پلوه معاینه وکړی که ادرار مو غیر عادي رنګ بوی سوزش یا درد ولري او زر زر ادرار ته اړتیا پيدا کوی .

که د ګوردې په ناحیه کې درد لری .

که د نا مالوم علت له کبله تبه لری ګوردې هم باید چک شي ځکه ډير وختونه د ګوردو چرک او د تیږو شتون د تبې سبب ګرځي .

 یو څو سپارښتنې :

د قهوې له خوړلو په تیره په دې برخه کې له افراط ډه ډه خ وکړی تور ټينګ چای هم همدا ډول خواص لری .

د لیمو ډير استعمال د ګوردو د تیږو په کمښت کې هم رول لري او په ادراري سیستم کې هم د میکروبونو مخه نیسي .

 په خوړو کې د ډول ډول ترخو مسالې او موادو زیات خوړل د تیږو یو لامل دی باید ډه ده ترې وشي .

 د نانګه اوبه چې په فارسي کې زغال اخته ورته ویل کیږي د ګوردې د تیږو او میکروبونو په له منځه وړلو کې مهم رول لري  .ډاکتر عماد الدین پژمان

Add comment


Security code
Refresh