Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 21 ژانویه 2014 12:06

سپږې څه دي او درملنه ېې څه ده

دوستانو بیا هم یادونه کوو که کومه ستونځه لرئ یا د پروګرام په اړه وړاندیز او نیوکه لری همداراز که غواړی ستاسو په علاقې وړ موضوعاتو زموږ دا طبي پروګرام جوړ شي له موږ سره په تماس کې اوسئ .

که تاسې هم غواړۍ له موږ سره په دې پروګرام کې برخه واخلی زموږ پتې په لاندې ډول دي .

د تلیفون شمیرې ۰۰۹۸۹۱۲۱۴۸۷۰۳۴---۰۰۹۸۹۳۹۱۴۸۷۰۳۴

د ایمیل آدرس This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.

د سایټ آدرس http://pashto.irib.ir/

د فیس بوک آدرس Pashto.khabar

 زموږ د نن ورځې د بحث موضوع ده سپږې څه شی دي او درملنه ېې څه ده .

سپږې یو ډول حشرې دي چې د ناروغانو په سر او بدن کې همداراز په جامو کې ځای نیسي او د ناروغ له وینې تغذیه کوي چې د ډيرو خطرناکو ناروغیو د انتقال لامل هم کیدا ی شي .

سپږې کابو دری زره ډولونه لري او د تي لرونکو حیواناتواو مارغانو  بهرني پرازیتونه ګڼل کیږي چې د تي لرونکو حیواناتو او مرغانو له ویښتو او بڼکو پرته په بهر کې د ډير وخت لپاره ژوندي نه شي پاتې کیدلای .

 یوه سپږه په یوه میاشت کې تر ۳۰۰ هګیو اچوي او بیا مړه کیږي او که په ۲۴ ساعتو کې وینه ونه څښي ژوندۍ نه پاتې کیږي .

هګۍ ېې هم د انسان یا حیواناتو له وینې استفاده کوي او که ورته کافي غذايي مواد ونه رسیږي مري .

سپږې د بدن له تودوخۍ سره په مستقیم ډول تړاو لري له همدې امله په ژمي کې چې لمر کوټو ته ډير نه رسیږي سپږې ډيریږي او حتي ایپيدیمي ېې رامنځته کیږي او که په کور کې په یوه تن کې پیدا شي د کور ټولو غړو ته سرایت کوي او حتې د سیمې په کچه ېې اپیدیمي را منځته کیدای شي .

که ناروغ تبه ولري او تبه ېې تر ۴۰ درجې لوړیږي سپږې په خپله د هغه بدن پریږدي .

همداراز په دې اړه تازه څيړنې ښيي کله چې ناروغ مړ کیږي سپږې د هغه له بدن وځي او ښايي لامل ېې د هغه د بدن د تودوخې کمیدل وي .

د سپږو د ودې لپاره تر ټولو مناسبه تودوخه د سانټي ګراد ۳۰ درجو شا خوا ده .

سپږې په ټوله نړۍ کې شته او ډير ځله د امریکا په بیلابیلو سیمو کې د سپږو ایپيدیمي را منځته شوې ده او له ډير پخوا موجودې وې حتې په هغو مومیايي جسدونو چې له میلاد کابو ۳ زره کاله وړاندې مومیايي شوي هم د سپږو نښې نښانې موندل شوې دي .

سپږې د تایفوس ، راجعه او خندق په نوم تبې را منځته کولای شي او په همدې توګه د نورو ډيرو ناروغیو لکه د طاعون او ژیړې تبې د انتقال لامل هم کیدای شي .

 وقایه :

شخصي حفظ الحصه ، په اوونۍ کې حتماً باید یو یا دوه ځله حمام وشي او که له دې ډير وشي لا ښه دي .

صابون او شامپو د سپږو په له منځه وړلو کې مهم رول لري .

په ګرمو اوبو حمام هم د سپږو د له منځه وړلو لپاره مهم  دي

هیڅکله د بل چا له ږمنځې صابون او ځان پاک ګټه مه اخلی .

هره ورځ خپل ویښته ږمنځ کړی

 کالي زر زر بدل کړی

 د کالیو اوتو کول په تیره د داخلي برخې او درځونو اوتو کول ډير مهم دي

د نورو له لباسونو خولیو لونګیو پکلونو د سر ګل ټکریو او نورو ګټه مه اخلی

داسې یو حدیث شریف هم شته چې وايي د نورو له مسواکونو( د غاښونو برس چې اوس معمول دی )ږمنځ او ځان پاک ګټه مه اخلی .

 که په کور مکتب لیلیه مدرسه جومات یا هر بل ځای چې د ډیرو کسانو د اوسیدو ځای وي یوه سپږه هم پيدا شي دا په دې معنی ده چې کیدای شي په دې اداره ارګان یا جومات کې اپيدیمي را منځته شي او یو بل ته انتقال شي باید زر تر زره مسئول کسان اداره او معلمان خبر شي تر څو چاره ېې وسنجوي .یعنې د یوې کس په سر کې د سپږو شتون هم باید بابیزه ونه ګڼل شي

په پرمختللیو هیوادونو کې د مکتبونو مدرسو او لیلیو مسئول کسان هره میاشت په دې اړه پلټنه کوي مالومات اخلي او که په کوم کس کې د سپږو هګۍ ومومي ټولو د هغې ارګان اړوندو کسانو ته د سپږو ضد شامپواو درمل ورکوي .او ناروغ ته تر رغیدو پورې رخصت ورکوي

خو له بده مرغه په افغانستان کې دا ډول مسایلو ته ډيره پاملرنه نه کیږي .

پړستنې توشکې فرشونه او د کوټو کالي باید زر زر لمر ته وایستل شي .

 د نورو له شخصي وسایلو لکه توشکې بسترې کمبلې بړستنې استفاده مه کوي او مه نور چاته اجازه ورکوئ چې ستاسو له بسترې استفاده وکړي .

درملنه :

ما چې څومره د افغانستان په روغتونونو او کلینیکونو کې کار کړی د سپږو ضد درمل ډير کم استعمالیږي او اکثراً تر وخت تیریږي .

ډير وخته ډاکتران دا درمل چاته نه ورکوي او حتې ناروغان ېې هم اخیستل د ځان لپاره یو ډول شرم ګڼي په داسې حال کې چې په لري پرتو او کلیوالو سیمو کې په تیره د ژمي په موسم کې ډير وخته دا ناروغي شته وي .

موږ غواړو خلک هم په دې پوه شي چې په ټولو کلینیکونو کې د دې ناروغۍ لپاره درمل شته چې د نړیوال روغتیايي سازمان او د افغانستان د صحت عامې وزارت د درملو په لیست کې موجود دي .

نو باید له یوې خوا کلیوال خلک باید له ډاکترانو دا درمل وغواړي او دې ناروغۍ ته د ناروغۍ په سترګه وګوري سترګې پرې پټې نه کړي او له بلې خوا ډاکترانو او صحي کارکوونکو ته زموږ توصیه دا ده چې د نارغانو په تیره ماشومانو د معاینې پر مهال دې ناروغۍ ته هم پاملرنه وکړي او د سپږو د هګیو لپاره د ناروغانو ویښتو ته هم یو نظر واچوي او د نورې درملنې په څنګ کې ورته هغه درمل چې د کلینیکونو په درمل تونونو کې اکثراً له وخت تیریږي خلکو ته ورکړي چې ترې ګټه واخلي .

یو وخت چې ما په یوه لرې پراته ولایت کې د دواګانو د توزیع او د توزیع د کنترول په برخه کې کار کاوه تقریباً په ټولو کلینیکونو کې زموږ د سپږو ضد درمل بنزایل بنزوات او لیندان تر وخت تیریدل او ما ېې چې پخواني اسناد وکتل تقریباً هر کال د لسګونو زرو ډالرو په ارزښت دا درمل له وخت تیر شوي ؤ .

نو ځکه مې د کلینیکونو له ډاکترانو سره یو میټینګ ونیو او راته مالومه شوه چې حتې ډير د کلینیکونو مسئولان د دې درملو په صحي استعمال نه پوهیدل .

کله چې مسئولو کسانو ته د دې درملو ګتې واضح شوې نو په راتلونکو میاشتو کې هر کلینیک له موږ د همدې درملو د اضافي ورکړې غوښتنه کوله .

موږ غواړو خلکو ته واضح کړو چې په ټولو کلینیکونو کې د دې ناروغۍ لپاره درمل شته چې کولای شئ په وړیا ډول ېې تر لاسه کړی په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې دا درمل ډير ګران دي او تر لاسه کول ېې ډيرو يپسو ته اړتیا لري .

په کلینیکونو کې ګاما بنزین یا لیندان یو سلنه محلولونه شته چې ډير په آسانه ډول کولای شو هغه استعمال کړو .

اول ویښته لامده کړو دوې قاشوقې د لیندان محلول په ویښتو ووهو په داسې ډول چې د ویښتو ټولو برخو ته ورسي پنځه دقیقې ېې پریږدو په دې مهال که لانده ویښته لږ ږمنځ کړو هم ښه ده تر څو درمل د ویښتو ټولو برخو ته ورسي  او بیا ېې پاک ومنیځو باید محلول مو په سترګو پوزه او خوله کې لاړ نه شي او کوشش وکړو چې یواځې ویښته پرې ککړ شي .

په کلینیکونو کې بنزایل بنزوات هم شته چې ورته استعمال لري له دې سر بیره دې ته ورته د پوستکي د یوې بلې ناروغۍ اسکبیس لپاره هم استعمالیږي په داسې ډول چې له ستوني لاندې له تناسلي آلې او مخاطي غشاګانو پرته ټول بدن پرې ککړیږي او سهار باید ومنیځل شي .

باید متوجه واوسو چې دا محلولونه په هیڅ ډول د خوراک لپاره نه دي بلکې زهري مواد لري .

پرمترین پنځه فیصده شامپو هم شته چې په پاکو ویښتو په داسې ډول موښل کیږي چې د سر تر پوستکي ورسیږي او بیا آته تر ۱۲ ساعته پریښودل کیږي او بیا مینځل کیږي .

د هغو هګیو لپاره چې په ويښتو سریښ دي او رچې یا رشک هم ورته ویل کیږي کولای شو ږمنځ په سرکه لمده کړو او بیا ېې ږمنځ کړو .

 

 

Add comment


Security code
Refresh