Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 08 می 2014 12:53

پروستات اودهغې ناروغۍ

پروستات اودهغې ناروغۍ 

دپروستات غده ديوه چارمغز په اندازه  دمثانې لهلاندنۍ برخي سره نږدې موقعيت لري٠  

دا غده چې د مثانې اوUrehtra (هغه تيوب چې  مثانه له بهر سره نښلوي) ترمنځ موقيت لري. د عمر په تيريدو سره پکې ځيني بدلونونه را منځ ته کيږي. دا بدلونونه په هر نارينه کې د وخت په تيريدو راځي. دغه بدلونونه دغدې غټوالی (BPH) د غدې دکلکوالی  او يا هم په غده کې د سرطاني حالت په بڼه را ښکاره کيږي.

ډاکتران وايي لکه څنګه چې د عمر په زیاتیدو سره د انسان ویښته سپينیږي په هماغه ډول پروستاتنت هم غټيږي او په نړۍ کې له هرو دریو نرانو یو ېې د خپل عمر په اوږدو کې د پرستات د جراحۍ عمل تر سره کوي .

څيړنې ښيي چې له ۳۱ تر ۴۰ کلونو آته سلنه نران ، له ۵۱ تر ۶۰ کلونو نمايي نران له ۶۱ تر ۷۰ کلونو ۷۰ سلنه خو له ۸۱ تر ۹۰ کلونو ۹۰ سلنه نران د پروستات له سلیم غټوالي سره مخامخیږي .
د پروستات دنده: 
دجنسي مقاربت پر مهال پروستات يوه لزوجي مايع ازادوي چې دې سپرم سره يو ځای دفع کيږي٠ددې مايع رنګ شدو ته ورته او خفيف قلوي خاصيت لري٠ 
دپروستات افرازات دنارينه دمني دحجم په سلو کې ٢٠-٣٠ برخه تشکيلوي٠دا مايع دسپرم د ژوندي پاته کيدو لپاره مهم رول لري٠   
دغه راز پروستات دمني په اطراح کې دخپلو عضلاتو په وسيله مرسته کوي٠  
دپروستات غده په منځني ډول ١١ ګرامه(٧  الی  ١٦)وزن لري  البته باید ووایو چې د پروستات طبعي اندازه د انسانان له سن او عمر سره هم مستقیم تړاو لري هر څومره چې عمر ډيریږي پروستات هم غټيږي .

په بالغو او کاهلو کسانو کې د پروستات وزن تر ۲۵ ګرامونو او اندازه ېې  ۴۰، ،۲۰،۳۰پورې رسیږي چې طبعي وي .
دپروستات ناروغۍ  :
دپروستات التهاب يا 
 Prostatitis 
 اعراض: 

د پروستاتایت د هايپرپلازيا يا پړسوب نښې په لاندې ډول دي:

ډېر ژر ژر د ادرار کولو د احساس منځته راتلل يا Frequency

د متيازو کولو په پيل کې ستونزه او زور وهل ياHesitancy

د شپې لخوا څو څو ځلې د تشو متيازو کولو لپاره له خوبه پاڅېدل Nocturia

دمتيازو د جريان په شدت کې کمښت او حتی د څاڅکو په بڼه متيازې کول يا Dribbling

د متيازو کولو شديد احساس یعنې کله چې ناروغ د متیازو کولو احساس پيدا کوي نو دا احساس ډير زر اوج ته رسي او ناروغ اړ کوي چې زر ځان تخلیه کړي .

دپروستات د التهاب یو بل عرض يا دې ناروغ شکايت درد وی٠ 
نوموړی درد کيدی شي د مقعد په خوا اوشاه،دنارينتوب په سامانو،دګيډې په کښتنۍ برخه،د ملا په کتنئ برخه او ياهم دورنونو په داخل کې محسوس شي٠ 
ګڼ شميرناروغانوته ژرژر دتبول حاجت پيدا کيږي٠ 
ځينې ناروغان دميتيازو کولو يا جنسي فعاليت په وخت دې درد احساس کوي٠لکه چې ليدل کيږي دې درد موقعيت دناروغئ پ تشخيص کې چندانې مرسته نشي کولی٠ 
 دپروستات دغدې التهاب په درې ډوله دی: 
1-دپروستات حادميکروبي التهاب يا 
acute bacterial prostatitis 
دا ناروغي معمولا دميکروبونو په ذريعه رامنځ ته او د بولي جهاز د حاد التهاب سره ئي فرق مشکل دی٠ 
ناروغ دميتازو دخروج په مهال درد او سوخت لري،ژر ژر ميتيازې کوي(په هرو څوو دقايقو کې د ميتيازو کول حاجت ورته پيښېږي) ناروغ تبه لري او ممکن کانګې هم وکړي٠ 
معالجه:د ډاکتر په هدايت د يوه مؤثر انتيبيوتيک په مرسته سرته رسي٠ 

٢-دپروستات مزمن ميکروبي التهاب يا 
chronic bacterial prostatitis 
 دناروغ شکايت دپورته پشان وي خو په تدريجي ډول رامنځ ته او دډېرې مودې لپاره دوام کوي٠تداوي ٤-٦ اونيو انتيبيوتيک په مرسته کېږي٠ 

٣-دپروستات غير ميکروبي مزمن التهاب 
chronic nonbacterial prostatitis 
دا نارغئ دپروستات دالتهاب په سلو کې ٩٥ تشکيلوي،ناروغ معمولا ځوان يا متوسط عمرلري٠ 
ناروغ دخفيف مګردوامدار او تقريبا دايمي درد او دتبول او انزال په وخت دسوخت نه شکايت کوي چې ددرد دموقعيت او وصف په هکله پورته يادونه شوې ده٠ 
دا ناروغئ سره ددې چې ژوندانه ته خطرناکه نده خو تشخيص او درملنه ئي خورا مشکله ده٠ 
دپروستات خبیث ډول :
په يو لږ شمير ناروغانو کې دپروستات سرطان  خبیث یا بد خیم ډول وي چې ډير خطرناک او په چټکئ سره دبدن نوروغړو ته سرايت کوي٠ 
متاسفانه،دويني معاينه 
(Prostate Specific Antigen(PSA 
يا دډاکتر په وسيله فزیکي  معاينه دبيخطره او خطرناک سرطان تر منځ توپير نشي کولی ٠ 

1-هغه وګړي چې دهغو پلار،ورور او يادکورنۍنور غړي ددې ناروغې تاريخچه ولري٠دا ډول افراد بايد د ٥٠ کلنئ شاوخوا عمر کې دمجرب ډاکتر څخه مشوره واخلي٠ 
٢-هغه ناروغان چې دغټ شوي پروستات سره په مشکلاتو ګرفتار وي او اعراض ېې بیخي ډير وي دا نو کسان باید زر زر معاینات وکړي او له متخصص ډاکتر سره په تماس کې وي ٠ 
له خبیث سرطان پرته د پروستات سلیم غټوالي او یا د هغو التهاب د درملو په وسیله تداوي کیږي ،خو يو شمير ناروغان دجراحئ عمل ته اړتيا پيدا کوي

٠ البته باید ووایو یو شمیر ډاکتران په دې باور دي چې د پروستات د سلیم غټ والي لپاره پریکنده درملنه جراحي عملیات دي او درمل یواځې تر ۳۰ سلنې پورې د پروستات اندازه کمولای شي چې د جراحي عملیاتو د ځنډ لامل کیږي .

دا ډاکتران وايي د پاخه عمر په کسانو کې باید تر هر څه وړاندې د جراحي عملیاتو په اړه فکر وشي ځکه چې د عمر په تیریدا سره جراحي عملیات هم سختیږي او د بریالیتوب چانس ېې لږ وي نو ښه خبره دا ده چې په هماغه لومړي سر کې جراحي عملیات وشي .

خو په ځوانو ناروغانو کې عصري ټيکنالوژۍ ته په پام سره د ټول پروستات ایستلو ته ترجیع نه ورکول کیږي .
اوس د دې امکان شته چې  دنارينتوب د غړي یا قضیب له لارې د مخصوصو وسايلو د دخول په مرستهدپروستات دغدې هغه برخه چې دميتيازو د بندوالې سبب کرځيدلی وي،قطع اوياهم دشعاع په مرسته لرې شي ٠

 او یا هم د پروستات د غدې ځينې برخې کموي ٠ناروغ  معمولا ٢٤ ساعته له عمليات نه وروسته ،کور ته  ځي٠ 
خو کله ناکله ضرورت شي چې دپروستات غده په مکمل ډول راويستل شي،دا يو لوی عمليات دی او ښايي ناروغ څو اوونۍ په روغتون کې پاتې شي .

دپروستات دخبیث سرطان درملنه: 
کله چې دا ناروغئ تشخيص شي،متخصص يا څانګپوه ډاکتر،دناروغئ دډول او شدت په اساس او دناروغ دعمر او عمومي روغتيا په نظر کې نيولو سره،دتداوئ په هکله تصميم نيسي٠ 
ځيني ناروغان هيڅ درملنې ته اړتيا نلري٠خو ځينې نور دجراحې عمل او ورسره ممکن شعاع او نورو دواګانو ته اړتيا پيدا کړي٠

د پروستات د غټوالي او جنسي فعالیت تر منځ تړاو :
یوه پوښتنه شته چې ايا ډير جنسي فعالیت  دپروستات دغټوالې يا سرطان باعث کیدی شي؟ 

 ځيني د یورولوژۍ اړوند متخصص ډاکتران په دې اند دي چې د جنسي سالم فعالیت زیاتولی د پروستات د سرطان نه په مخنیوي کې مهم رول لري .

دا ډاکتران وايي د پروستات مایع ډول ډول عناصر او فلزات لري چې که دا مایع په پروستات کې د ډير وخت لپاره پاتې کیږي د دې احتمال زیاتوي چې نران د پروستات د غټوالي په ناروغۍ اخته شي .

 یوه بله خبره دا ده چې څيړنو مالومه کړې هغه نران چې په نوي ځوانۍ کې تر واده وړاندې استمنا کوي او هغه نران چې له ډيرو میرمنو سره جنسي اړیکې لري تر نورو نرانو ډير د پروستات له ناروغیو سره د مخامخیدا چانس لري .

یوه نوې څېړنې څرګندوي چې اسپرين او هغه ته ورته درمل د پروستات د لويېدو خطر نيمايي ته راټيټوي.

 ډاکتران باور لري چې اسپرين او نور د التهاب ضد غېرسټروييدي درمل يا NSAIDs د پروستات د پړسوب يا لويېدو چانس کموي خو لا تر اوسه د پروستات د لويېدو څخه د مخنيوي لپاره ټولو نارينه وګړو ته د اسپرين ورکول غوره ندي ګڼل شوي. 
د څېړنو پايلې څرګندوي چې اسپرين د پروستات د لويېدو يا Hyperplasia څخه يا خو مخنيوې کوي او يا يې هم ځنډوي. 

د منځني عمر لرونکي ډېر خلک هسې هم اسپرين او نور NSAIDs د بندونو د درد درملنې او د زړه د ناروغيو مخنيوي په موخه خوري. خو ددې درملو خوړل د معدې زخم، د وينې دپړند کېدو سيسټم متاثره کېدو او په ځينو ناروغانو کې د ساه بندۍ د حملې پېل کېدو په څېر، اړخيزو اغېزو (جانبي عوارضو) منځته راتلو سره مل وي.

دا څيړونکي وايي موږ ددې پايلو پر بنسټ ټولو نارينه وګړو ته د اسپرين خوړلو وړانديز نه کوو ځکه جانبي عوارض هم لري ، خو که هغوې په کوم بل علت په منظم ډول اسپرين خوري، زموږ څېړنې هغوې ته د يوې بلې ګټې څرګندونه هم کوي. 
تر دی دمخه هم د اسپرين بېلابېلې روغتيايي ښېګڼې په ګوته شوي دي خو ښايي ووايو چې په هر حالت کې بايد ددې درملو اړخيزې اغېزې له ياده ونه غورځول شي. او د هغه نارينه وګړو لپاره چې غواړي د پروسټاټ د لويېدو خطر کې کمښت راوړي، زموږ وړانديز دا دې چې د اسپرين د خوړلو په اړه له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي او په خپل سر د درملو له اخيستو په کلکه ډډه وکړي. 

 

Add comment


Security code
Refresh