Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 03 آگوست 2014 19:43

په میرمنو کې د سینې سرطان

په میرمنو کې د سینې سرطان

 د تلیفون شمیرې۰۰۹۸۹۱۲۱۴۸۷۰۳۴

،۰۰۹۸۹۳۹۱۴۸۷۰۳۴

د سایټ پته:Pashto.irib.ir

ایمیل: This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.

فیس بوک:pakhtokhabar

درنو دوستانو نن به په میرمنو کې د سینې یا تیو په سرطان خبرې وکړو

الف : د سینې سرطان څه شی دی .

د سینې سرطان هم د بدن د نورو برخو د سرطان په څير لومړۍ د سینې یوه برخه نیسي او بیا کیدای شي نورو برخو ته هم سرایت وکړ ي او منتقل شي .

د سینې سرطان په میرمنو کې د مړینې یو ستر عامل ګڼل کیږي او دوهم سرطان دی چې په میرمنو کې ډير پيښيږي .

ویل شوي هغه میرمنې چې له ۴۰ تر پنځوس کلونو عمر لري ډيرې د دې چانس لري چې د سینې په سرطان مبتلاء شي.

ډاکتران وايي ټولې میرمنې باید لږ تر لږه په کال کې یو ځل د سینې د سرطان په اړه معاینه شي خو هغه میرمنې چې عمر ېې له څلویښت تر پنځوس کلونو وي باید په کال کې یو ځل مامو ګرافي یا د سینې د داخلي برخې انځور هم واخلي تر څو که خدای ناخواسته د سرطان کومه نښه لیدل کیږي په لومړنیو مراحلو کې تشخیص او درملنه ېې وشي.
باید ووایو له نیکه مرغه په میرمنو کې د سینې سرطان یو له هغو سراطانونو دی چې که په لومړي سر کې تشخیص شي د درملنې وړتیا لري او هغه سرطان دی چې په ډيرو اولیه مراحلو کې هم د تشخیص وړتیا لري او همداراز کیدای شي له تشخیص نه وروسته د ناروغانو د ژوند ژغورنې په موخه ډير اقدامات وشي.

ډاکتران وايي د سینې سرطان په پرمختللیو او مخ په وده هیوادونو کې د میرمنو د مړینې اصلي لامل دی او دا ناروغي په نرانو کې د زړه او رګونو د نارغیو په څير ده چې د ډيرو هغو نرانو ژوند اخلي چې عمر ېې تر پنځوس کلونو ډير وي .

که څه هم دا خبرې به په میرمنو له روحي رواني نظره سختې تمامیږي خو بیا هم یادونه کوو چې له نیکه مرغه اوس مهال د تیو د سرطان د زر تر زره تشخیص د امکاناتو او د نویو لارو چارو څخه په استفادې د دې سرطان درملنه آسانه شوې ده .

د دې ناروغۍ لاملونه څه دي ؟

د بدن د نورو برخو د سرطان په څير د دې سرطان اصلي لامل هم تر اوسه مالوم نه دی خو ډاکتران وايي ګڼ عوامل شته چې د سینې د سرطان لامل کیدای شي  د مثال په ډول سن ، کورنۍ سابقه ، جینیتیکي عوامل هورموني عوامل ، او ناوخته ودونه هغه عوامل دي چې  دتجربو په اساس پيژندل شوي دي .

البته په نرانو کې هم د سینو سرطان وي خو ډير کم داسې پيښیږي .

باید ووایو تر ۳۰ کلونو د ټيت عمر په میرمنو کې د سینو سرطان ډير نه وي خو یوه څيړنه ښيي چې د امریکايي میرمنو په پرتله په ایراني میرمنو کې د سینو سرطان ۱۵ کاله وړاندې را منځته کیږي یعنې په ایران کې په ۱۵ کلنو میرمنو کې هم د سینو د سرطان ډيرې پيښې شته  ، د افغانستان په اړه تر اوسه کومه څيړنه نه شته.

د سینې سرطان څه ډول پيژندل کیږي ؟

لومړي باید ووایو چې د سرطان په لومړیو مرحلو کې هیڅ کومه ځانګړې علامه یا نښه نه شته چې د سینو سرطان ترې وپيژندل شي یواځې د طبي تلویزوني معایناتو او یو شمیر نورو طبي معایناتو په اساس د سینو سرطان پيژندل کیدای شي خو وروسته د سینو په منځ کې غوټې را منځته کیږي چې د لاس په وسیله د جس کولو یا لمس کولو وړتیا لري همداراز د سینې په سر او د سینې په پوستکي کې هم تغیرات یا بدلونونه را منځته کیږي .

ډاکتران وايي که میرمنې په خپله سینه یا تي کې داسې غوټه یا کتله احساسوي چې درد نه لري نو ۷۵ سلنه د دې احتمال شته چې دا به د تیو یا سینې سرطان وي .

همداراز په څلورو کې دری برخې د سینې سرطانونه په خپله د میرمنو له خوا کشفیږي او هغوی په خپلو سینو کې غوټه احساسوي چې بیا کله معاینه شي د سینې سرطان وي.

ډاکتران توصیه کوي چې میرمنې لږ تر لږه په میاشت کې یو ځل باید خپلې سینې په دقیق او مظم ډول معاینه کړي او که کومه غوټه او کتله په کې احساس کړي باید حتماً ډاکتر په تیره د میرمنو متخصصې ډاکترې ته ورشي .

د سینې سرطان هم د نورو ټولو سرطانونو په څير خبیث او سلیم لري په دې معنی چې خبیث سرطانونه نور مجاور غړي هم اخته کولای شي او یا د وینې له لارې انتقالیږي خو سلیم سرطان بیا په هماغه یوه غړي کې وده کوي.

ډاکتران همداراز وايي د هغو میرمنو د تي یا سینې سر چې وینه یا زوه کوي باید د سینې د سرطان له مخې هم معاینه شي که څه هم دا کیدای شي نورې ناروغۍ وي خو د سینې د سرطان یوه نښه هم همدا کیدای شي.

ډاکتران وايي که د سینې یاتي له سر څخه په خپله وینه یا زوه ځي ،. یا د سینې غوټه ولري او یا له ۴۵ کلونو وروسته چې میرمنې د امیدواره کیدو چانس نه لري له هغه وروسته که سینې زوه یا وینه یا نور ترشحات لري باید د سینې د سرطان له پلوه دا میرمنې معاینه شي.

همداراز که د سینې یا تي په پوستکي کې ژوروالی را منځته شوی وي یا یوه برخه راټوله شوې وي دا هم د سرطان نښې ګڼل کیږي .

که د سینې د سر په برخه کې ژوروالی وي او دا ژو والی د ډير وخت لپاره پاتې شي نو حتماً باید دا میرمنې د سینې د سرطان له پلوه معاینه شي.

یوه بله ډيره مهمه خبره دا ده چې میرمنې باید د خپلو دواړو سینو اندازه وګوري که یوه سینه غټه او بله وړه وي دا هم یو دلیل کیدای شي .

البته باید ووایو هغه میرمنې چې ماشوم ته شیدې ورکوي د سینو په اندازهکې ېې توپير وي او بل په عام لحاظ هم د ټولو میرمنو دواړه سینې یو له بل سره یوه اندازه تويپر لري خو که دا توپير ډير وي باید د سینې د سرطان له پلوه دا میرمنې معاینه شي.

همداراز په تخرګونو کې د مرغیړیو شتون هم یوه مهمه نښه د سینې د سرطان ده کومې میرمنې چې په تخرګونو او د غاړې لاندې برخه کې مرغیړي لري حتماً باید له ډاکترانو سره په دې برخه کې مشورې وکړي ځکه له یوې خوا دا د سینې د سرطان یوه نښه ده او له بلې خوا هم کیدای شي د نورو مزمنو او خطرناکو ناروغیو نښه وي .

باید څه وکړو ؟.

هغه میرمنې چې چاغې وي د سینو سرطان هم په کې  ډير وي ډاکتران وايي د غوړو خوراکونو ډير خوړل په وینه کې د استروجن هورمن کچه لوړوي او د سینو په سرطان د اخته کیدو چانس هم ډيروي ، د نورې نړۍ په پرتله په ایران کې په میرمنو کې د سینو سرطان ډير دی او ډاکتران ېې یو لامل هم د هغوی چاغوالی په ګوته کوي .او شاید هم په دې برخه کې د ایرانیانو جنیتیک هم رول ولري

یوه تازه څيړنه ښيي هغه میرمنې چې په ورځ کې څلور ساعته سپورت او فزیکي فعالیت لري د آرامه ژوند خوښوونکو میرمنو په پرتله ۳۷ ځله د سینو په سرطان لږ اخته کیږي .

ډاکتران ټولو هغو میرمنو ته چې سن ېې تر څلویښتو کلونو اوړي په کال کې یو ځل د ماموګرافي توصیه کوي ځکه په دې معاینې سره د هغه سرطان ریښې هم مالومیدای شي چې په عادي معایناتوسره دوه کاله وروسته تشخیصیدای شي.

ډاکتران وايي میرمنې باید حمام ته د تلو پر مهال دا د ځان عادت وګرځوي چې خپلې سینې او تخرګونه په دقیق ډول معاینه کړي تر څو په کې د سینې د سرطان که کومې نښې مومي زر تر زره ډاکتر په تیره د میرمنو متخصصې ډاکترې ته لاړه شي.

یوه څيړنه وايي هغه میرمنې چې خپلو اولادونو ته په منظم ډول شیدې ورکوي د سینو په سرطان ډيرې لږې اخته کیږي او همداراز په نا واده شویو میرمنو کې د سینې سرطان د واده شویو په پرتله ډير وي

 همداراز هغه میرمنې چې په غذايي رژيم کې ېې سبو او میوې ته ډيره برخه ورکړې وي او غوړ خواړه نه خوري د سینې په سرطان لږ اخته کیږي .

 

 درملنه :

د سینې د سرطان د تشخیص په صورت کې که په لومړنیو مراحلو کې وي په آسانۍ  سره د هغې درملنه کیدای شي خو که سرطان غټ شوی وي نو کیدای شي په جراحي عملیاتوسره له سینې لرې شي او یا هم اړینه وي چې په سرطان اخته تی غوڅ کړی شي .

خو که د سرطان ډير وخت تیر شوی وي او نور مجاور غړي ېې هم مصاب کړي وي او یا د وینې له لارې نورو غړیو ته تللی وي نو بیا د دې سرطان درملنه ډيره سخته او یا هم مهاله وي .

ډاکتر عماد الدین پژمان

 

Add comment


Security code
Refresh