Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 07 نوامبر 2012 12:02

فارسي زده کړئ ۱۵۶

 

ګلونو اوریدونکو یو ځل بیا زمونږ نیکې پيرزوینې ومنئ . خوښ یوو چې  روغ جوړ د فارسۍ ژبې د زده کړې پروګرام ته ناست یئ. نن غواړو  تاسو ته د ګلستان  ملي پارک دروپیژنو. محمد او  رامین په خپل سفر کې   له خپل ملګري صادق سره یو ځای د ګلستان  ملي پارک ته تللې دي.

پارک ملي ګلستان  یا د ګلستان ځنګل، یوه حفاظت شوې سیمه ده چې  د ګلستان ولایت په  خیتځ او د  شمالي خراسان ولایت په لویدیځ کې پرته ده .  او د ایران یو ډیر لوی طبیعي پارک دی. ګلستان پارک،  د وحشي ژوند،  ځنګلي ځناورو او مارغانو لپاره یو بې سارې پناه ځای دی  چې پکې کابو ۱۳۵۰  ډول بوټي،  او درې سوه دوه ډوله ځناور  اوسیږي.  دا طبیعي پارک نه سوه مربع کلومیټره مساحت  او پکې ډیر آبشارونه ، سیندونه او چینې تر سترګو کیږي. په زړه پورې ده چې  په  ایران کې  د ټولو بوټو اتمه برخه،  د ټولو مارغانو د ډولونو  دریمه برخه او  د تۍ لرونکو ځناورو له ډولونو  پنځوس فیصده  په دې پارک  کې شته دي.

پړانګ،  نسواري رنګه میلو او ځنګلي خوک یا خنزیر هغه لوی تی لرونکي  دي چې  په دغه پارک  کې ژوند کوي.د دغه پارک لویه برخه ، د پراختیا ، جغرافیایی موقعیت،  او له لویو ښارونو د لیرې والي په  وجه تر اوسه  سلامته او لاس نه خوړلې پاتې ده .  د دغه لوی او ګڼ ځنګل له مینځه یو سړک تیریږي چې  ګرګان  د خراسان رضوي ولایت له مرکز مشهد سره ګنډي. د دغه سړک د ښایست په وجه  ډیر هغه مسافر چې  په مشهد کې د امام رضا زیات ته ځي ، له دغه لارې تیریږي. محمد ، رامین او صادق اوس د ګلستان به ملي پارک کې دي .

 په دې اړه به درته د محمد او صادق خبرې اوروو خو له  هغې مخکې  له معمول سره سم په دغو خبرو کې استعمال شویو کلمو او ژباړې ته یې پام وکړئ.

جاده................سړک

زیبا ...............ښکلی

سرسبز............. شین

انبوه.................ګڼ

پارک ............. پارک

تقریبا ............ کابو یا خواوشا

روستا...............کلی

تنګراه...................... د یو کلي نوم

آن آغاز می شود...............هغه پیل کیږي.

قدیمی ترین................تر ټولو زوړ یا لرغونی

پارک ملي................ملي پارک

 به نظر می رسد................داسې ښکاري.

اینجا ...............دلته

طبیعي ............. طبیعي 

قدیمي.................زوړ یا لرغونی

 حتما..................ارو مرو ، ضرور

 حیوان................... حیوان ،ځناور

 حیوانات............... د حیوان جمع

مختلف ..................مختلف یا ډول ډول

آنها زندګی می کنند .................هغوی ژوند کوي ، هغوی اوسیږي

 انواع.....................ډول ډول

ګونه ها .................. ډولونه

 ګیاه.................... بوټی

ګیاهي................د بوټو

 وجود دارد.................موجود دي

 خیلی ....................ډير

بزرګ ............... لوی

همین طور است ................همداسې ده .

۹۰۰ کلومتر مربع.................. نه سوه مربع کلومیټره

 مساحت ................. پراخوالی

 دیدني . ...................دلیدلو

وسط .................مینځ

آن می ګذرد ................ هغه تیریږي.

محیط زیست ............... ژواک چاپیریال

منطقه .............. سیمه

 تاثیر ...............اثر یا  اغیز

منفی..............منفی

درست است ..............سمه ده

 رود خانه .............. سیند

 آبشار ............... آبشار

آق سو............... د یو ځای نوم دی

آبشار جنګل ګلستان ...............د ګلستان  ځنګل آبشار

ارتفاع .............. لوړوالی

۷۰ متر ............ اویا میټره

 معروف ................مشهور

جاری است .................جاري دی

امشب .............. بیګا ته یا نن شپې ته

ما بمانیم...................مونږ پاتې شو

 خطر .................. خطره

وحشي ..............وحشي ، یا ځنګلي

آن تهدید می کند .................هغه ګواښي.

محل ................ځای

چراغ .............څراغ

آن روشن  است .................. هغه بل  دی

 ما می توانیم استراحت کنیم..................مونږ آرام کولی شو.

خوب است ................ښه ده

من دوست دارم بچینم ................ زړه غواړم  وشوکوم

ګلابی جنګلي ............... ځنګلي  ناشپاتۍ یا ناک

 اوس  د ګلستان د ملي پارک په هکله د محمد او صادق خبرو ته پام وکړئ.

محمد ............... چه جاده  زیبایی! چه جنګل سرسبز و انبوهي.

محمد .................. څومره ښکلی سړک دی ، څومره شین او ګڼ ځنګل دی.

صادق................ پارک تقریبا پس از  روستای تنګراه آغاز می شود. اینجا قدیمی ترین پارک ملی ایران است.

صادق............... پارک تقریبا  له تنګراه کلي پیل کیږي. دا د ایران تر ټولو لرغونی ملي پارک دی.

محمد................. به نظر می رسد اینجا یک جنګل طبیعي و قدیمي است. پس حتما حیوانات مختلفي در آن زندګی می کنند.

محمد ...................داسې ښکاري دا یو طبیعي او  پخوانی ځنګل  نو  ضرور به پکې  مختلف ځناور  ژوند کوي.

صادق................... بله ، همینطور است. این پارک ۹۰۰ کلومتر متر مربع مساحت دارد.

صادق ............هو، همداسې ده ، دا پارک نه سوه مربع کلومیټره  مساحت لري.

محمد ................... حتما این جنګل بزرګ  ، بسیار زیبا و دیدني است .

محمد ................. ضرور  دا ځنګل ډیر ښکلی او د لیدلو دی.

 صادق................. اما جاده ای که از وسط جنګل می ګذرد  بر محیط زیست منطقه تاثیر منفي می ګذارد.

صادق....................خو کوم سړک چې  د ځنګل  له منیځه تیریږي  د سیمې په  ژواک چاپیریال منفي اثر کوي.

محمد .................درست است . آیا رودخانه و آبشار هم در این پارک وجود دارد.

محمد ................... سمه ده . ایا په دې پارکې کې سیند او آبشار هم  شته دی.

صادق ..................  بله ، آبشار آق سو و آبشار جنګل ګلستان با ارتفاع ۷۰ متر، از آبشارهای معروف این پارک هستند. رودخانه هایی نیز در این پارک جاري است.

صادق................هو،  آق سو آبشار او د ګلستان د ځنګل آبشار چې اویا میټره لوړ دی  د دغه پارک مشهور  آبشارونه دي .  په دې پارک  کې  سیندونه هم  شته دي.

محمد ................... اګر امشب در پارک بمانیم، خطر حیوانات وحشي  ما  را تهدید نمی کند؟

محمد ............... که بیګا ته په پارک کې پاتې شو د ځنګلي حیوانتو خطر مو نه ګواښي؟

صادق................ نه ، می توانیم در آن محلی که  چراغ ها روشن است  استراحت کنیم.

صادق....................نه، په هغه ځای کې چې څراغونه بل دي ارام کولی شو.

محمد .................... خوب است ، من دوست دارم از آن ګلابي  های جنګلي بچینم.

محمد................. ښه  ده ، زه غواړم هغه ځنګلي ناکونه وشوکوم.

عزیزانو اوس یو ځل بیا د محمد او صادق خبرو ته پام وکړئ .

محمد ............... چه جاده  زیبایی! چه جنګل سرسبز و انبوهي.

 صادق................ پارک تقریبا پس از  روستای تنګراه آغاز می شود. اینجا قدیمی ترین پارک ملی ایران است.

 محمد................. به نظر می رسد اینجا یک جنګل طبیعي و قدیمي است. پس حتما حیوانات مختلفي در آن زندګی می کنند.

 صادق................... بله ، همینطور است. این پارک ۹۰۰ کلومتر متر مربع مساحت دارد.

 محمد ................... حتما این جنګل بزرګ  ، بسیار زیبا و دیدني است .

  صادق................. اما جاده ای که از وسط جنګل می ګذرد  بر محیط زیست منطقه تاثیر منفي می ګذارد.

 محمد .................درست است . آیا رودخانه و آبشار هم در این پارک وجود دارد.

 صادق ..................  بله ، آبشار آق سو و آبشار جنګل ګلستان با ارتفاع ۷۰ متر، از آبشارهای معروف این پارک هستند. رودخانه هایی نیز در این پارک جاري است.

 محمد ................... اګر امشب در پارک بمانیم، خطر حیوانات وحشي  ما  را تهدید نمی کند؟

 صادق................ نه ، می توانیم در آن محلی که  چراغ ها روشن است  استراحت کنیم.

 محمد .................... خوب است ، من دوست دارم از آن ګلابي  های جنګلي بچینم.

 

 محمد  د یو ځنګلي ناک ونې ته ورځي  او څو ناکونه یا ناشپاتۍ ترې شوکوي . ناکونه ښه پاخه او خواږه دي . هغوی بیا د پارک منیځ ته ځي . د پارک  په  مینځ کې  ونې یو بل ته ډیرې نزدې دي  او څانګې یې ګورې او له یو بل سره پیچلې دي.  او لمر ځمکې ته نه پریږدي.  لږ ورمخکې بیا  یو سیند روان دی  او یو سړی  یې غاړې ته کرار ناست د کبانو په نیولو لګیا دی.  اوبو د بهیدو او د مارغانو خوږ غږ په ځنګل کې  ډير ښه لګیږي. محمد او ملګري یې په ځنګل کې ګرځي  خو  بوټي دومره زیات دي چې ګرځيدل پکې ګران دي. نو زر راستنیږي.  هغوی بیا  سړک ته نزدې   له نور مسافرو سره په څنګ کې  خپله خیمه لګوي او  د ماښام ډوډۍ ا وبیا ورپسې چای څښي.

اوس نو هوا یخه شوې  او  په  خیمې کې اوده کیدل ډیره مزه کوي . هغوی غواړي سبا د ګلستان ولایت یو کلي ته لاړ شي .  تاسو هم په راتلونکي پروګرام کې زمونږ ملګري اوسئ چې له هغوی سره مونږ هم د دغه کلی چکر ووهو.

Add comment


Security code
Refresh