Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 07 نوامبر 2012 12:05

فارسي زده کړئ ۱۵۹

Amoozish farsi 177

 

ګلونو اوریدونکو سلامونه او نیکې هیلې!  خدای دې وکړي چې روغ جوړ د فارسۍ ژبې د زده کړې پروګرام  ته ناست یئ. دوستانو په دغه پروګرام کې نن غواړو  د ایران  یو څو خوراکونه در وپیژنو.

د ایران په  زیاترو مذهبي دستورو کې  ډول ډول خواړه،  آشونه او ډسرونه یا خواږه خواړه پخیږي او ویشل کیږي.  دا  خواړه  په دیني اخترونو لکه  د رسول الله مبارک (ص) د زوکړې په ورځ  او یا د ویر او عزادارۍ په مراسمو  لکه د محرم په میاشته کې تیارږي او ویشل کیږي.

 شله  زرد،  او حلوا  د دغه ډول مراسمو خواږه خواړه دي. . نن محمد  له خپل دوست رامین سره یو ځای  په  هغه جشن کې چې  د رسول الله مبارک حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم د زوکړې د ورځې یا عید میلاد النبي په مناسبت جوړ شوی  برخه اخستې ده.   د جشن دستورو ته په  ننوتلو سره  په شربتونو اوشیرینیو سره دهغوی  میلمستیا کیږي.  ددغه جشن لومړی برخه  د قران مجید تلاو ت او دعا ده . ورپسې بیا نعتونه لوستل کیږي .  د میلمستیا مراسم د ډول ډول خوړو او شیرینیو په  وړاندې کولو سره پای ته رسیږي.

اوس محمد او رامین  ناست دي  او د شله زرد ( کیر)،  او د حلوا په خوړلو لګیا دي چې دواړه  ښه خواږه خواړه دي ،  دوي په دې اړه له یو بل سره غږیږي. مخکې له  دې چې د دوي خبرې واوروو.  تاسو ته بلنه در کوو چې د دوي په خبرو کې ځینو استعمال شویو کلماتو ته پام وکړئ.

به به .................واه واه

غذا ..................خواړه

 خوشمزه ...................مزیداره

 چه غذاهای خوشمزه ای................. څومره مزیدار خواړه دي.

خوش طعم ...................... خوندورې

بیشتر .................. زیاتره

مخصوص ...................ځانګړې

 مراسم ................دستورې

 مذهبي ................مذهبي

شله زرد ...................... شیر برنج ( کیر)

چه قدر ...............څومره

 شیرین ...................خوږ

تهیه می شود ...................جوړیږي

 برنج ................وریجې

شکر ...................  بوره ، چیني

 زعفران ...............زعفران

 آن پخته  می شود .................... هغه پخیږي.

 اسم ...................نوم

 من می دانم .................. زه خبر یم یا زه پوهیږم

حلوا...................حلوا

خوردنی .................... دخوړلو

 آرد .................اوړه

روغن ...................غوړي

آنها تهیه می کنند ...................... هغوی تیاروي

 اوقات ...................وختونه

دیګر .................  نور

 آن استفاده می شود ..................... له  هغه استفاده کیږي.

ماه ..................میاشته

 رمضان ...................روژه .

سفره ................دسترخوان

 افطار .................. روژه ماتی

 آنها زینت می دهند ...................هغوی ښکلی کوي.

شهر .................ښار

آن پخته می شود ................. هغه پخیږي

طعم ....................خوند

 مزه ...................مزه ، یا خوند

مختلف ...............مختلفه

متفاوت .................ډول ډول یا متفاوت

من دوست دارم................. زه خوښوم

علان بر آن ...................پر هغه سربیره

مقوی ............... طاقتمنه

انرژی زا ..................طاقت ورکوونکې

 دوستانو اوس د محمد او رامین خبرو ته پام وکړئ.

محمد ....................به به! چه خوردنیهای خوشمزه  ای .

محمد ...............واه واه ، څومره خوندور  خواړه دي

رامین ................... این غذاهای خوشمزه  بیشتر مخصوص مراسم مذهبي است.

رامین.................. دا خوندور خواړه زیاتره   په مذهبي دستورو کې وي.

محمد .................. شله زرد ، چقدر شیرین  و خوشمزه است! از چه تهیه می شود.

محمد ................  شیر برنج ، څومره  خوږ او  مزیداری دی ! له څه  شي جوړیږي.

رامین ..................  شله زرد با برنج و شکر و زعفران پخته  می شود.

رامین................... شیر برنج،  له وریجو، چینې او زعفرانو پخیږي.

محمد .................اسم این غذا را هم می دانم . این  حلوا است .

محمد ................. د دغه خواړو نوم هم راته معلوم دی . دا حلوا ده.

رامین..............بله، این خوردنی با آرد، روغن  شکر و زعفران  تهیه می شود.

رامین...............هو، دا خواړه له اوړو، غواړو، بورې او زعفرانو  جوړیږي.

محمد .............آیا در اوقات دیګري هم از  این خوردنیها پخته می شود؟

محمد ................ ایا په نورو وختونو کې   هم دغه خواړه پخول کیږي؟

رامین................. بله، در ماه رمضان هم این غذاها، سفره های افطار را زینت می دهند.

رامین...................هو، د روژې په میاشته کې  هم دا خوراکونه د روژه ماتي د دسترخوان  ښکلا وي.

محمد ..................... ایا در همه شهرها این  خوردنیها پخته می شود؟

محمد .................. په ټولو ښارونو کې دا خواړه پخیږي؟

رامین...................بله، البته طعم    و مزه آنها در شهرهای مختلف متفاوت است.

رامین ................هو، البته په  مختلفو ښارونو کې  یې مزه  بل بل شان ده .

محمد ......................من غذاهای شیرین را خیلی دوست دارم.

محمد ..................... زما خواږه خواړه ډیر خوښیږي.

رامین.............. علاوه بر آن این غذاها مقوی و انرژي زا  هستند.

رامین.................... پر دې سربیره دا خواړه طاقتمن او ځواک ورکوونکي هم دي.

 

اوس یو ځل بیا د محمد او رامین خبرو ته پام وکړئ دا ځل ورسره پښتو ژباړه نه لرو.

محمد ....................به به! چه خوردنیهای خوشمزه  ای .

 رامین ................... این غذاهای خوشمزه  بیشتر مخصوص مراسم مذهبي است.

 محمد .................. شله زرد ، چقدر شیرین  و خوشمزه است! از چه تهیه می شود.

 رامین ..................  شله زرد با برنج و شکر و زعفران پخته  می شود.

 محمد .................اسم این غذا را هم می دانم . این  حلوا است .

 رامین..............بله، این خوردنی با آرد، روغن  شکر و زعفران  تهیه می شود.

 محمد .............آیا در اوقات دیګري هم از  این خوردنیها پخته می شود؟

 رامین................. بله، در ماه رمضان هم این غذاها، سفره های افطار را زینت می دهند.

 محمد ..................... ایا در همه شهرها این  خوردنیها پخته می شود؟

 رامین...................بله، البته طعم    و مزه آنها در شهرهای مختلف متفاوت است.

 محمد ......................من غذاهای شیرین را خیلی دوست دارم.

 رامین.............. علاوه بر آن این غذاها مقوی و انرژي زا  هستند.

 

 

 

لکه چې د محمد او رامین له خبرو متوجې شوئ.معمولا په مذهبي مراسمو کې  ډول ډول خواړه پخول کیږي .  کله کله  خلک دخپل حاجتونو د پوره کیدو  یا د  شکر  کولو لپاره  خواړه تیاروي او په  خپلو  دوستانو ، ګاونډیانو او  د لارو کوڅو په لارویانو  یې ویشي. دا یو دود او رسم دی  او د ایران په اکثرو ښارونو کې شته دی . دا خواړه چې غالبا په ډیرې  مینې  او  پاک نیت سره تیاریږي ، خوندور وي  او ایرانیان یې ډیر زیات خوښوي.  که تاسو  هم  چیرته د جمعې په شپه تهران ته راشئ ، داسې کسان به ووینئ چې خلکو ته  خرماوو، حلوا او شیرینیو ستونه کوي ، او هغوی هم د دغه کسانو د  مړو او حقدارانو لپاره  دعا او فاتحه لولي.دا یو ډیر پخوانی دود دی.

 په راتلونکي پروګرام کې به د ایران یو څو نور خواړه در وپیژنو. تر هغې مو په مخه ګلونه .

Add comment


Security code
Refresh