Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 26 سبتامبر 2013 11:29

فارسي زده کړئ ۱۶۳

ګلونو اوریدونکو سلامونه مو ومنئ دا دی د  فارسې ژبې د زده کړې له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو هیله ده تر پایه راسره د پاتې کیدو فرصت ولرئ.  په تیر پروګرام کې مو د خطاطۍ هنر در وپیژنده.  نن غواړو د تذهیب په هنر درسره خبرې وکړو.

تذهیب یو بل هنر دی چې د خوشنویسۍ له هنر سره تړلی دی. او په ډیرو موردونو کې دا دوه هنره د یو بل په څنګ کې راځي .  په لغت کې تذهیب طلا کارۍ  یا  په یو شي د سرو زرو کار ته وایي او دا د ښکلو او ښایسته نقشونو یوه ټولګه ده .  هنرمنان د مذهبي، تاریخي، ادبي  کتابونو او دشعرونو د دیوان  د ښکلا لپاره له تذهبیه کار اخلي.  چې دغه ارزښتمنو متنونو ته  لا ډیره ښکلا ورکړي.  د تذهیب په هنر  کې  د کتابونو دمخونو څنډې او غاړې په پاڼو ، ګلونو،  اوڅانګو په ډیرو ښکلو طرحو او ډیزاینونو سره پسلولل کیږي. په ا یران کې تذهیب ،  یو ډیر ظریف هنر دی  او ډیر قرانونه  او دشاعرانو د شعرونو کتابونه  په دغه هنر سره ښکلې کړی شوې دي . د تذهیب تعلیم  د نورو هنرونو په شان  په ایران کې دود دی  او  مینه وال یې  زده کوي.  محمد او رامین  په دې اړه له یو بل سره خبرې کوي . په اول کې یو څو نویو کلماتو ته پام وکړئ او بیا  به د محمد او رامین  خبرې په دې اړه واورو.

دیوان ..................دیوان .( د شعرونو ټولګه)

ببین .................وګوره

خط .............خط یا لیک

زیبا .............ښکلی

آن نوشته شده است .................هغه لیکل شوی دی.

کتاب ................کتاب

نفیس .................نفیس

حاشیه .................څنډه

متن ...............متن

نقاشي ...............نقاشي یا انځورګري

ظریف ................. ظریف یا نازک

رنګارنګی ..............رنګارنګ

اسم ................نوم

هنر ...............هنر

تذهیب ................تذهیب

تزئین.....................ښکلې کول ، زینتول

حتما ................. ضرور ، ارو مرو

آثار هنری ..............هنري اثار

ارزشمند ................ارزښتمن

 همین طور است ................همداسې ده

وردود ....................ننوتل

  اسلام ................اسلام

قرآن ..............قرآن

 به کاربرده شده ..............استعمال شوې دي

در طول ............ په اوږدو کې

آن تحولی یافته  است ..................هغه بدل شوی دی

 هندوستان .................هندوستان

 کشور .............هیواد

دیګر .................... نور

آن راه یافته است .................... هغې لاره موندلې ده .

 همیشه ................همیشه

 بهترین..................غوره

دیوان حافظ ..............د حافظ دیوان

 تو در دست  داری ................ته په لاس کې لرې

ګران قیمت .....................  ګران بیه ، قیمتي.

ارزش ..............ارزښت

چندین برابر ..............څو برابره

معمولی .............معمولی

هر چیزي .............هر یو شی

اثر هنری .............هنري اثر

شما تبدیل می کنید.................تاسو بدلوئ.  

عزیزانو، رامین د حافظ یو ډیر نفیس دیوان راخلي  او محمد ته یې  ښيي چې هغه د خوشخطۍ او تذهیب  یوه نمونه وویني له تاسو  هیله کوو چې د محمد او  رامین خبرو ته پام وکړئ

رامین ................. محمد این دیوان را ببین. با خط بسیار زیبایی نوشته شده است .

رامین ................. محمده ، دا دیوان وګوره. په ډیر ښکلي خط لیکل شوی دی.

محمد .................... چه کتاب نفیس و زیبایی . حاشیه متن  چه نقاشی های ظریف ورنګارنګی دارد.

محمد ................... څومره  نفیس او ښکلی کتاب دی . د متن په لمنه کې څومره ظریفې او  رنګارنګۍ انځورګرۍ شوې دي.

رامین .................اسم این هنر تذهیب است، یعنی هنر تزئین کتاب .

رامین................. د دغه هنر نوم تذهیب دی . یعنې  د کتاب د ښکلې کولو هنر.

محمد ....................این تزئین ها خیلی ظریف هستند.

محمد ..................دا تزئینونه او سینګار ډیر ظریف دی.

رامین ................... بله ، هنر تذهیب بسیار ظریف و زیبا است.

رامین ..............هو، د تذهیب هنر ډیر ظریف او ښکلی دی.

محمد .................حتما  این آثار هنري بسیار ارزشمند هستند.

محمد ............... ضرور دا هنري اثار ډیر ارزښتمن دي.

رامین ................... همین طور است . پس از ورود اسلام به ایران، هنر تذهیب بیشتر در قرآنهای نفیس به کار برده شده .

رامین ..............همداسې ده ،  ایران ته د اسلام له راتګه وروسته ، د تذهیب هنر په  نفیسو قرانونو کې استعمال شوی دی.

محمد .................... آیا این هنر در طول تاریخ تحولی یافته است.؟

محمد .................ایا دا هنر  د تاریخ په بهیر کې بدل شوی دی؟

رامین ............... بله ، این هنر از ایران به  هندوستان و کشورهای دیګر راه یافته است. اما همیشه  تذهیب ایرانی بهترین بوده است.

رامین ...............هو، دغه هنر له ایرانه هندوستان او نورو هیوادونو ته تللی دی خو د ایران تذهیب همیشه ښه پاتې شوی دی.

محمد .................. حتما دیوان حافظي که در دست داری  ګران قیمت است.

محمد ................ دا د حافظ دیوان چې دې په لاس کې دی دا به ضرور ګران وي.

رامین .................... بله ، ارزش این کتاب چندین برابر کتابهای معمولی است .

رامین ...................هو، د دغه کتاب ارزښت د عامو کتابونو څو برابره دی.

محمد ....................شما ایرانی ها هر چیزي را با هنر خود ، به یک  اثر  هنري تبدیل می کنید.

محمد .................تاسو ایرانیان هر یو شی  په خپله هنر سره  په یو هنري اثر بدلوئ.

 عزیزانو اوس د  محمد او ارمین خبرو ته یو ځل بیا پام وکړئ . دا ځل ورسره پښتو ژباړه نه وړاندې کوو.

 رامین ................. محمد این دیوان را ببین. با خط بسیار زیبایی نوشته شده است .

رامین ................. محمده ، دا دیوان وګوره. په ډیر ښکلي خط لیکل شوی دی.

محمد .................... چه کتاب نفیس و زیبایی . حاشیه متن  چه نقاشی های ظریف ورنګارنګی دارد.

محمد ................... څومره  نفیس او ښکلی کتاب دی . د متن په لمنه کې څومره ظریفې او  رنګارنګۍ انځورګرۍ شوې دي.

رامین .................اسم این هنر تذهیب است، یعنی هنر تزئین کتاب .

 محمد ....................این تزئین ها خیلی ظریف هستند.

 رامین ................... بله ، هنر تذهیب بسیار ظریف و زیبا است.

 محمد .................حتما  این آثار هنري بسیار ارزشمند هستند.

 رامین ................... همین طور است . پس از ورود اسلام به ایران، هنر تذهیب بیشتر در قرآنهای نفیس به کار برده شده .

 محمد .................... آیا این هنر در طول تاریخ تحولی یافته است.؟

 رامین ............... بله ، این هنر از ایران به  هندوستان و کشورهای دیګر راه یافته است. اما همیشه  تذهیب ایرانی بهترین بوده است.

 محمد .................. حتما دیوان حافظي که در دست داری  ګران قیمت است.

 رامین .................... بله ، ارزش این کتاب چندین برابر کتابهای معمولی است .

 محمد ....................شما ایرانی ها هر چیزي را با هنر خود ، به یک  اثر  هنري تبدیل می کنید.

 

لکه څنګه چې رامین وویل : ایران ته د اسلام له راتګه وروسته  د تذهیب هنر غالبا د قران د تزئین لپاره استعمال شوی  او په  تاریخ کې  د دغه  هنر بیلا بیل مکتبونه او طریقې  پیدا شوې دي.

د تذهیب په هنر په ځینو ښکلو قرانونو کې  د سرو زرو ځینې  تارونه هم استعمالیږي.  په ایراني تذهیب کې  زیاتره تصویرونه  د ګلونو، پاڼو  او ډانډو دي.  دا هنر  د نړۍ په هیځ ځای کې په هغه اندازه  چې په  ایران کې کمال او ظرافت لري نه موندل کیږي  د ایران تذهیب د دغه  هنر اوج ګڼل کیږي

Add comment


Security code
Refresh