Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 26 سبتامبر 2013 11:34

فارسي زده کړئ ۱۶۷

 

د تهران ریډیو قدرمنو اوریدونکو ښه چارې خوښ یوو چې یو ځل  بیا ستاسو په خدمت کې یوو او د فارسۍ ژبې د زده کړې  یو بل لوست  درته وړاندې کوو. هیله لرو   لازمه استفاده ترې  وکړئ.

 په ننني لوست کې غواړوتاسو ته په ایران کې یو  څیړنیز  درملیز مرکز در وپیژنو. « رویان» څیړنځای  په  ایران کې د  داولاد  د نه  کیدو د ناروغۍ  ډیر  معتبر او تخصصي مرکز دی  چې زیات کسان ورته  د درملنې لپاره ورځي.  رویان مرکز ډير پرمختللی دی  او په  زغرده ویلی شو  چې  دا مرکز په نړۍ کې  د  اولاد دنه پیدا کیدو د علاج یو  ډیر لوی مرکز  دی.  په دوه زره لسم کال کې  کابو  اویا زره جوړو د درملنې لپاره دغه مرکز ته مراجعه کړې ده . د رامین یو خپل ،  لس کاله مخکې  واده کړی دی.  هغه او میرمنه یې  تهران ته راغلې دي  چې   دغه مرکز ته لاړ شي او د ځان لپاره د بچي د نه پیدا کیدو علاج وکړي.  رامین په دې اړه  له محمد سره خبرې کوي .

په سر کې په دغه لوست کې ځینو راغلو ټکو او ژباړې ته یې پام وکړئ او بیا به راشو  د هغوی  خبرو ته .

 امروز....................نن

بعد از ظهر .................ماسپښین

 کتابخانه .................کتابتون

 من نمی آیم ................. زه نه راځم

منتظر نباش .................په تمه کیږه مه

مشکل ...................مشکل

پیش آمده است ................. پیښ شوی دی

 پسر خاله ................... د ترور زوی

همسر ..................میرمن، یا میړه

 آنها آمده اند .................هغوی راغلې دي.

 من می خواهم ببرم ................. زه غواړم یوسم

 پژوهشکده رویان.............. رویان څیړنځای

 کجا ...................چرته

 مرکز ..................مرکز

 درمانی...............درملیز

سالها ...................کلونه

 آنها ازدواج کرده  اند ...................هغوی واده کړی دی

 فرزند ..................بچی یا اولاد

 معالجه .................درملنه ، علاج

مهمترین ................تر ټولو مهم

درمان ..................علاج ، درمان

خاورمیانه .................مینځنی ختیځ

 تا به حال ...............تر اوسه

 اسم .................نوم

 آنجا ..................هلته

 من نشنیده ام ...................ما نه دي اوریدلې

 معروف ................مشهور

 کشور ....................هیواد

 دیګر ...................نور

 بیماران .................ناروغان

 زیاد ................. زیات

 آنها مراجعه می کنند................... هغوی مراجعه کوي

 امیدوارم ...................هیله من یم

 او درمان شود ....................دهغه علاج وشي

جدید ترین .................ډير نوی

  روشها ................ طریقې

 به کار ګرفته  می شود .................. استعمالیږي.

خود ................... په خپله

 تنها ................یوازې

من می روم ................ زه ځم

 کار ..................کار

 خدا نګهدار.................. دخدای په امان .

اوس د محمد او رامین خبرې در ته وړاندې کوو په سر کې یې فارسۍ او ورپسې  پښتو ژباړې ته پام وکړئ.

رامین .................... من امروز بعد از ظهر  به کتابخانه نمی آیم . منتظر من نباش.

رامین ............. زه نن ماسپښین  کتابتون ته  نه راځم. زما پ تمه کیږه مه .

محمد ..................... چرا ، مشکلي پیش آمده  است ؟

محمد ................. ولې، څه ستونزه پیښه شوې ده ؟

رامین ...................... نه پسر خاله ام  و همسرش به تهران آمده اند. می خواهم  آنها را به پژوهشکده رویان ببرم .

رامین ..................نه، د ترور زوی مې او میرمن یې تهران ته راغلې دي غواړم چې رویان څیړنځای ته یې  بوځم .

محمد.................... پژوهشکده رویان کجا است؟

محمد .................. رویان څیړنځای چیرته دی؟

رامین ..................... یک مرکز درماني است . آنها سالها است که ازدواج کرده اند . ولی  فرزندی ندارند .

رامین .............. یو درملیز مرکز دی. هغوی کلونه کیږي چې واده یې کړی دی خو  هیڅ اولاد نه لري.

محمد ...................  پس برای معالجه  به تهران آمده اند؟

محمد ................... نو د درملنې لپاره تهران ته راغلې ده؟

رامین .................... بله  ، پژوهشکده رویان، مهمترین مرکز درمان ناباروری در خاورمیانه است.

 رامین ................... هو، رویان څیړنځای ،  په مینځني ختیځ کې  د   اولاد د نه کیدو د  درملنې تر ټولو لوی مرکز دی.

محمد ...................... من تا به حال اسم آنجا را نشنیده ام .

محمد .................ما ترا وسه د دغه ځای نوم نه دی اوریدلی .

رامین ................این مرکز خیلي معروف است . حتی از کشورهای  دیګر هم بیمارانی به آنجا مراجعه  می کنند.

رامین..................دا مرکز ډیر مشهور  دی . حتی له نورو هیوادونو هم ناروغان  دلته راځي.

محمد ......................  پس امیدوارم که  پسر خاله ات نیز درمان شود.

محمد ..................نو هیله من یم چې د ترور د وزي علاج دې هم وشي.

رامین ................. من هم امیدوارم . چون در آنجا جدید ترین روشها برای درمان  بیماران  به کار ګرفته می شود

رامین........................ . زه هم هیله من یم. ځکه چې هلته د ناروغانو د درمل لپاره ډیرې نوې طریقې استعمالیږی.

محمد ..................... پس  من خودم  تنها به کتابخاه می روم . با من کاری نداری؟

محمد ................نو زه  یوازې  کتابتون ته ځم . له ما سره څه کار نه لرې؟

رامین.................. نه ، خدا نګهدار.

رامین...................نه  دخدای په امان .

دوستانو اوس یو ځل بیا  د محمد او رامین خبرو ته پام وکړئ دا ځل ورسره پښتو ژباړه نه لرو.

رامین .................... من امروز بعد از ظهر  به کتابخانه نمی آیم . منتظر من نباش.

 محمد ..................... چرا ، مشکلي پیش آمده  است ؟

 رامین ...................... نه پسر خاله ام  و همسرش به تهران آمده اند. می خواهم  آنها را به پژوهشکده رویان ببرم .

 محمد.................... پژوهشکده رویان کجا است؟

 رامین ..................... یک مرکز درماني است . آنها سالها است که ازدواج کرده اند . ولی  فرزندی ندارند .

 محمد ...................  پس برای معالجه  به تهران آمده اند؟

 رامین .................... بله  ، پژوهشکده رویان، مهمترین مرکز درمان ناباروری در خاورمیانه است.

 محمد ...................... من تا به حال اسم آنجا را نشنیده ام .

 رامین ................این مرکز خیلي معروف است . حتی از کشورهای  دیګر هم بیمارانی به آنجا مراجعه  می کنند.

 محمد ......................  پس امیدوارم که  پسر خاله ات نیز درمان شود.

 رامین ................. من هم امیدوارم . چون در آنجا جدید ترین روشها برای درمان  بیماران  به کار ګرفته می شود

 محمد ..................... پس  من خودم  تنها به کتابخاه می روم . با من کاری نداری؟

 رامین.................. نه ، خدا نګهدار.

 

 د اولاد د نه کیدو د ناروغۍ علاج   د رویان څیړنځای یوازې  یو ارزښتمن  کار دی . په حقیقت کې دغه مرکز  چې له  نولس سوه نویم کاله یې خپل فعالیت پیل کړی دی. د بنیادي سلولونو او کلوننګ  په برخو کې د څیړنې مرکز   دی .  تر دوه زره نهم کاله پورې  په دغه مرکز کې  یوه کلوننګ شوې  ګډه ، یوه  بیزه او یوه غوا پیدا شوې ده .  رویان څیړنځای دم ګړۍ  د مختلفو ناروغیو او دهغو د درملنې په برخه کې څیړنې کوي. د دغه څیړنو نتیجې   د علمی مقالاتو په شکل کې   په معتبرو نړیوالو  خپرونو  کې چاپیږي.  رویان مرکز ، همداراز  په ایران کې  د سلول یا سلز د درملنې  تر ټولو لویه موسسه ګڼل کیږي. .  د درملنې د خدماتو لپاره له نورو هیوادونو  د ناروغانو دلته راتګ ،   د هغه صنعت په  ښه کولو سربیره  چې  نن سبا ورته  میډیکل ټوریزم وایی ،  د ایران د اسلامی جمهوریت له بریاوو او ترقۍ سره دهغوی د اشنا کیدو سبب هم کیږي.

Add comment


Security code
Refresh