Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 09 می 2016 06:10

حماس په غزې کې د حایلې سیمې دجوړولو دتفاهم په اړه ادعا رد کړه

حماس  په غزې کې د حایلې سیمې دجوړولو دتفاهم په اړه ادعا رد کړه

حماس غورځنګ پرون  د غزې تړانګې په داخل کې د حایلې امنیتي سیمې  د  جوړولو لپاره له صهیونسټ رژیم سره د تفاهم د لاسته راوړلو په هکله د دغه رژیم د رسنیو ادعا رد کړه .

له قاهرې د سپوتنیک خبري اژآنس د راپور له مخې د حماس غورځنګ ویندویی سامی ابوزهري وویل دغزې په تړانګې کې د حایلې امنیتي سیمې دجوړولو په هکله له دغه رژیم سره د حماس د  تفاهم د حاصلیدو په باب د اسراییلو د نیواکګر رژیم ادعا بې اساسه ده .

ابوزهري زیاته کړه : حماس او په غزې کې نورې فلسطینۍ ډلې اجازه نه ورکوي د اسراییلو رژیم  په غزې کې دننه نورې  بلاغوښتنې وکړي.

له دې مخکې د حماس د سیاسي دفتر مرستیال مشر اسماعیل هنیه هم ویلې وو  چې د فلسطین مبارزې ډلې به د نویو شرایطو د  جوړولو لپاره  غزې تړانګې ته د صهیونسټ رژیم د پوځ د ورتګ اجازه ورنه کړي.

Add comment


Security code
Refresh