Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 09 جون 2016 13:35

امریکا په مینځنی ختیځ کې دترهه ګرۍ د راپنځیدو عامله د ه .

امریکا په مینځنی ختیځ کې  دترهه ګرۍ د راپنځیدو عامله د ه .
دامریکا دسیاسی چارو یوه کار پوه روښانه کړې ، په عراق کې دامریکا پوځی لاسوهنو په مینځنی ختیځ کې دترهه ګرو ډلو په تیره بیا د داعش ډلې دشتون لپاره لاره پرانیستله . دامریکا دپنسلوینیا پوهنتون یوه استاد جنیفر لئونسټاین له پریس ټی وی سره په خبرو کې وویل ، هغه څه چې نن سبا ئې په مینځنی ختیځ کې شاهدان یوو ، له دې مخکې کله چې امریکا په عراق کې پوځی شتون درلود، ډیرو خلکو له خوا ئې اټکل شوی ؤ

دغه شناندی او تکړه کارپوه ټینګار کړی ، امریکا ،عراق په داخلی جنګ کې ښکیل کړ او ددغه هیواد په ناکرارولو سره ئې دترهه ګرو ډلودراپنځیدو او سورئې او نورو هیوادونو ته ئې دفعالیتونو دحوزې دپراخولو لپاره زمینه برابره کړه .

لئونسټاین زیاته کړې ،دامریکا دولسمشرۍ کاندیدانو هم چې ټاکل شوې ده ددغه هیواد مشری په غاړه واخلی ، بې له د ې چې واشنګټن دمینځنی ختیځ دټولو بحرانونو او شخړو ګرم و بولی ،د داعش ګواښونو ته له پوځی ځوابه ملاتړ کوی .

Add comment


Security code
Refresh