Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 31 جولای 2016 04:33

اسلامی ایران له مراکش سره په ټولو زمینو کې اړیکو دپراختیا لپاره تیار د ی

اسلامی ایران له مراکش سره   په ټولو زمینو کې اړیکو دپراختیا لپاره تیار د ی
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی پرون مازدیګر دمراکش یا مغرب پاچا شپږم محمد ته په یوه پیغام کې ددغه هیواد دملی ورځې دمبارکۍ په ویلو سره هیله ښودلې ، دپه بیلابیلو زمینو کې د دواړو هیوادونو اړیکې لازیاتې پراخې شی

ډاکټر روحانی  په دغه پیغام کې هیله ښودلې ، دایران او مراکش مسئولان   د دواړو ملتونو دګټو په چوکاټ کې   دمناسباتو  دپراختیا لپاره  خپلې هراړخیزې سیاسی هلې ځلې او   اراده  وکاروی   .

 دمراکش پاچا ته  داسلامی ایران دولسمشر په پیغام کې  د دغه هیواد دملت او حکومت لپاره دبریالیتوب  اوسرلوړۍ هیله شوې ده .

Add comment


Security code
Refresh