Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 02 آگوست 2016 14:36

دعربستان و اکوالان دیمن د حاجیانو دلیږلو په وړاندې خنډونه جوړوی

  دعربستان و اکوالان دیمن د حاجیانو دلیږلو په وړاندې  خنډونه جوړوی
زمونږخبریال راپور راکړ دیمن داوقافو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی و عربستان ته دیمن دیوه رسیمی پلاوی له سفر او دمنظم شویو ویزو دصادرولو او دبانکی مبادلاتو دحسابونو دخلاصولو او ددغې موضوع له یوې میاشتې تیریدا سره سره ،عربستان هماغه راز دیمن دحاجیانو دتلو په لاره کې خنډونه جوړوی .

 په دغې اعلامیې کې  ټینګار شوی دی ،  دغه  کړچار ښئ چې عربستان  دپرله پسې دوهم کال لپاره هم غوړی یمن وال  دحج له مناسکو محرومه  کړی ، داپه داسې حال کې دی چې   دعربستان دحج د  وزارت  چارواکو له دې مخکې  د ارزونې ژمنه کړې  وه ، خو   څه دپاسه یوې میاشتې له تیریدو سره سره  ئې تر دې دمه پخپلې یو ې ژمنې هم عمل نه دی کړی .  

  له یمنه یو بل خبر دا چې  دیمن  دانصار ا...ولسی  غورځنګ  دانقلابی کمیټې  مشر  محمد علی الحوثی  پرون دصنعا په سبعین  چوک کې  دلسګونوزره  لاریون کونکو په ټول کې د ولسی کانګرس ګوند او  انصار ا... دسیاسی موافقې په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره  داصلاح  ګوند پشمول دیمن له ټولو ګوندونو  وغوښتل  په دغې موافقې په  ګډون سره دې  یو ځل بیا سره متحد شی  او دهیواد  په ګټه دې فعالیتونه و کړی  او داخلی او بهرنیو دښمنانو ته دې غاښ ماتو نکی  ځواب ووائی .

Add comment


Security code
Refresh