Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 02 آگوست 2016 14:59

دسورئې دشخړې دسیاسی حل لارې لټول دوخت ضرورت دی

دسورئې دشخړې دسیاسی حل لارې لټول دوخت ضرورت دی
فرانس اننټر خپرونې راپورورکړی دفرانسې خارجه و زیر ژان مارک ارو په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ،فرانسه دسورئې د شخړې په پوځی حل لارې یقین نه لری ا، نن سبا پوځی حل لاره دعامو خلکو دقربانیانو دشمیر دزیاتولو لامل کیږی .

 په عین حال کې  دفرانسې  دخارجه و زارت په خبرتیا کې  ویل شوی دی ، ژان مارک  آرو   دامریکا  او  ورسیې خارجه وزیرانو   جان کری اوسرګئ لاؤروف ته په   لیک لیږلو سره  چې  له سورئې دملاتړ دنړیوالې  ډلې ګډه مشری په غاړه لری ،  له هغوی غوښتی دی په دې باب دې سیاسی حل لارې دپرمختګ لپاره هڅه وکړی .

ددغه راپورپه اساس  دفرانسې خارجه وزیر  په دغه لیک کې   دسوریاوالو د درد اوکړاؤنو دکمولو لپاره  درستې سورئې   په تیره بیا کلابند شویو سیمو ته دانسان دوستۍ دمرستندویه ډلو  دلاس رسی دضمانت او موقتی اووربند داحیاء  او هم  دسوریاوالو ډلو ترمینځ دخبرواترو دبیرته پیلیدو غوښتنه کړې ده .ژان مارک آرو  همداراز ټینګار کړی ، فر انسه  به  له سورئې دملاتړ دنړیوالې ډ لې په ټولو هلو ځلو کې دخپل رول بشپړ لوبولو ته  دوام ورکړی .

Add comment


Security code
Refresh