Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 02 آگوست 2016 15:15

که امریکاد خپلو ژمنو خلاف ورزیو ته دوام ورکړی نو دیورانیموپرمختللی پخول به بیا پیل کړو

 که امریکاد خپلو ژمنو خلاف ورزیو ته دوام ورکړی نو دیورانیموپرمختللی پخول به بیا پیل کړو
ز مونږخبریال راپورارکړ دایران داسلامی شورا دریسه پلاوی ویندوی بهروز نعمتی په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، دبرجام پروګرام یا ایکشن پلان په اجرا کې دامریکا بدعهدۍ دایټمی موافقې په خلاف دی او ددغه هیواد چارواکی باید په دې اړه خپلو ژمنو ته پابنده ووسی

 نعمتی ویلی دی ،  امریکایان وائی ، مونږ پخپلو ژمنو عمل  کړی دی خو دا موضوع دعمل په ډګر کې  نه لیدل کیږی  او دوی باید داسې عمل وکړی چې  د دوی عمل او خبرې سره کوم توپیر ونه لری  .  

 هغه په دوام کې  ویلی ، دایټمی خبرواترو په مرحلې کې  دمونږ دهیواد مسئولانو  له ایټمی  موضوع  سره داړونده  بندیزونو په تیره بیا دبانکی  او مالی موضوع په باب دپابندیانو په   یو ځای په لغوه کولو ټینګار در لود ،خو اوس دایټمی موافقې  له اجرا دشپږو میاشتو په تیریدا سره  اوس هم عملا ستر  بانکونه په ایټمی موافقې  عمل نه کوی   او یوازې واړه  واړه بانکونو هغه هم په محدودیتونو سره  له ایران  سره ارتباط ټینګ کړی دی .

دایران په اسلامی شورا کې دتهر ان دخلکو استاذی  د دې خبرې په کولو سره چې دبندیزونو ختمول دایټمی  مذاکراتو چورلیز ؤ وویل ،  ایران تمه درلوده چې  ۵+۱ډله   د برجام پروګرام یا ایکشن پلان په اجرا کې پخپلو ټولو ژمنو عمل وکړی ،  خو  البته  مونږ  هیڅکله  هم  له امریکایانو ا و  اروپایانو سره زړونه نه دی تړلی  او بیا به  هم دغه  کار ونه کړو

Add comment


Security code
Refresh