Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 02 آگوست 2016 15:33

دترکیې خارجه وزیر وائی پاکستان مو دانقرې تل ابیب داړیکو له عادی کولو خبر کړی

دترکیې خارجه وزیر وائی پاکستان مو دانقرې تل ابیب داړیکو له عادی کولو خبر کړی
ایرناخبری خبری آژانس راپورورکړ دترکیې خارجه وزیر مولود چاوش اوغلو نن په اسلام اباد کې دپآکستان دخارجه چارو له ځانګړی سلاکار سرتاج عزیز سره په ګډ خبری کنفرانس کې وویل په دغه سفر کې ئې دپاکستان له چارواکو سره دسیمه ایزو بدلونونو پّ باب دنظر تبادله کړې او له اسرائیلو اوروسیې سره ئې دترکیې داړیکو دعادی کولو په باب یو لړ مطلبونه دپاکستان چارواکو ته رسولی دی .

 هغه  په دغه ګډ خبری کنفر انس کې   په ترکیې کې  له وروستۍ ناکامې کودتا په رټلو او له دیموکراسۍ  دملاتړ په باب  دپاکستان د دریځونو قدرونه وکړه او   وې ویل دواړه هیو ادونه  په ټولو زمینو کې  سره نزدې اودوستانه اړیکې لری .

 هغه په عین حال کې  د کشمیر   دموضوع په باب دیوه  خبریال دپوښتنې په ځواب کې وویل ،  دکشمیر  دموضوع په باب  دپاکستان ددریځ  ملاتړ کوی .  

چاوش اوغلو چې هیواد ئې دم ګړۍ داسلامی ملګرتیاموسسې پړاویزه مشری هم په غاړه لری ،  ددې پوښتنې په ځواب کې  چې دغه موسسې  ترکومه حده د  کشمیر دموضوع دحل لپاره  څه اقدام کړی  او که نه ،وویل ،  ترکیه داسلامی ملګرتیا موسسې دتماس دلې یو غړی هیواد دی  او پّ دغې غونډې کې  ئې د  اسلامی ملګرتیاموسسې له عمومی منشی غوښتی څو دحالاتو په باب دڅیړنې لپاره  یوه حقیقت پاله کمیټی  کشمیر سیمې ته ولیږدوی . .

دترکیې خارجه وز یر ټینګار کړی دکشمیر موضوع دشخړو اوجنګ جګړو له لارې نه بلکې دخبرواترو له لارې  دحل وړ ده .

په دغه  ګډ خبری کنفرانس کې دواړو لورو   دافغانستان دموضوع په باب هم ټینګار  کړی ، په افغانستان کې دتل پاتې سولې اوثبات غوښتونکی دی .په دغې غونډې کې سرتاج عزیز هم دترکیې دکودتا په باب دیوه خبریال دپوښتنې په ځواب کې وویل  کله خلک سره متحد وی ،  او  د دیتکتاتورۍ په مقابل کې له ولسواکۍ  ملاتړ و  کړی نو کودتاګانې به تل ناکامه وی .   

Add comment


Security code
Refresh