Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 02 آگوست 2016 15:52

په ډیپلوماټیکو ځایونو حمله هیڅکله هم دتوجیه وړ نه ده

په ډیپلوماټیکو ځایونو حمله هیڅکله  هم  دتوجیه وړ نه ده
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په تهران کې دسعودی عربستان په سفارت دیرغلګرو دسرغنې په تش په نامه پرانیستی لیک کې ځینو مطرح شویو ادعاګانو په غبرګون کې دهغه خبرې چټی ،بې اساسه او رد شوی وبللې او وې ویل په ډیپلوماټیکو ځایونو حمله غیر قانونی ، غیر اخلاقی ده او هیڅکله هم هم دتوجیه وړ نه ده .

 په دغې اعلامیې کې   په ډیپلوماټیکو ځایونو د  دغو خپلو سرو  او ناخبرو کسانو په حملې دناخوښۍ په ښودلو سره  چې دوسیه په قضایه محکمې ارزول کیږی ، دهغوی اقدامات  ، دهیواد ددښمنانو په تیره بیا دآل سعود دترهه ګرپال او ځپونکی رژیم  یوه غوښتنه وبلله  او وې ویل ،هیڅ یو عقل سلیم  د ماشوم وژونکو  او غاصبو صهونیسټانودمتحدانو  او داسلامی امت ددښمنانو دګټو لپاره  اقدام  نه منی .

په تهران کې دعربستان په سفارت  تورن  حسن کردمیهن پرون  داسلامی ایران دولسمشر په نامه یو پرانیستی لیک لیږلی  چې په هغه  کې ئې دهغه محاکمه کول او په ځّینو کارونو دهغه تورنول سخت رټلی  او له  حسن روحانی ئې غوښتی دی چې دخارجه وزارت  مسئولان دې  دایران دملت دعزت ترپښولاندې  کولو په خاطر  محکمې ته  ورمعرفی  کړی .

Add comment


Security code
Refresh