Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 02 آگوست 2016 16:05

داعشیانو دترکیې له پولې سره نزدې دکرد مبارزانو دپرمختګ دمخنیوی لپاره پنځه سترې کاربم چاودنې کړی

داعشیانو دترکیې له پولې سره نزدې دکرد مبارزانو دپرمختګ دمخنیوی لپاره پنځه سترې کاربم چاودنې کړی
ز مونږ خبریال د المیادین ټیلیوژنی چینل له قوله راپورراکړ دسورئې په شمال کې په حلب ولایت کې په منبج ښار کې د دغه هیواد د کردډیموکراټیک ګوند د مبارز ځواک د پرمختګ دمخنیوی لپاره داعشی ترهه ګرو په دغه ښار کې سترې کار بم چاودنې کړی څو ویره او وحشت خور کړی .

 منبج ښار  له ترکی پولې سره نزدې ښار دی او دسورئې او ترکیې ترمینځ د داعشی ترهه ګرې ډلې دتدارکاتو دتګ راتګ  لپاره یوه مهمه لاره شمیرل کیږی

راپورښئ دسورئې پوځ او مقاومتی ځواک  هم دجیش الفتح ترهه ګرې ډلګۍ سره  له سختو نښتو  وروسته  دحلب د جنوبی برخې  العماره  کلی شاوخوا سیمې  اوسټراټیژیکې  څوکې  آزادې  کړی دی  او دغه راز ئې په دغو عملیاتو کې په لسګونو ترهه ګرهلاک  کړی اودهغوی تجهیزات ئې  تباه کړی دی .

 دغه راز یو بل راپورښئ  دحلب   دختیځو سیمو  ا وسیدونکی په سلګونو کورنۍ  د الشیخ سعید  له لارې  دحلب له جنوبه وتلی او  کر ارو سیمو ته ئې پناه  وړې ده .

دسورئې پوځ  او مقاومتی ځواک همداراز دحلب په شمال کې دحندرات په نامه دفلسطنیو کډوالو  دکیمپ زیاتره برخې هم آزادې کړی دی .  ددغو سیموآزادول   له ترهه ګرو ډلو سره له سختو نښتو  وروسته  ترلاسه شوی  او دسورئې  پوځ او  هوائی ځواک  په سختو حملو سر ه دترهه ګرو دخوځښتونو لارې  تړلی دی . همدار از دسورئې پوځ ددمشق په لودییځی برخې کې هم  ځینی هستوګنې سیمې آزادې کړی دی

Add comment


Security code
Refresh