Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 02 آگوست 2016 17:37

د امریکا د استخباراتو سازمان د رئیس د څرګندونو په وړاندی د ایران غبرګون

 د امریکا د استخباراتو سازمان د رئیس  د څرګندونو په وړاندی  د ایران غبرګون
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د ایران په باره کی د امریکا د استخباراتو او جاسوسۍ د سازمان( سی؛ آی؛ ای) د رئیس څرګندونی، بی ځایه او مشکوکی وبللې.

د ایران د خارجه وزارت ویاند«بهرام قاسمی» پرون، پدې هکله چی د ایران او امریکا ترمنځ پراخ بحثونه جریان لری، د ایران په باره کی د سی؛ آی؛ ای سازمان د رئیس«جان برنان» د وروستیو څرګندونو په ردولو سره، وویل: له اټمی بحثونو څخه  پرته، د ایران او امریکا ترمنځ نورې مذاکرې مطرح نه وی او نه دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند، د دی ټکی په بیانولو سره؛ چی برنان دا صلاحیت نه لری چی وکړای شی د ایران د داخلی مسایلو په باره کی بی ځایه او بی ربطې نظر څرګندونې وکړی، وویل: د امریکایی مقامونو دا ډول څرګندونی، د روانی عملیاتو په موخه، او په ایرانی ټولنه کی د تفرقې د رامنځته کولو او دوه قطبی کیدو په منظور بڼه نیسی، او غندل شوی دی.

قاسمی، د ایران د ملت او دولت؛ وحدت او پیوستون، په سیمه او نړۍ کی یوه ښه او ستره بیلګه وبلله، او زیاته یی کړه: د ایران خلګ له دې څخه لا زیات هوښیار دی، چی دا ډول بی ځایه او هدفمنې خبرې، تکرارې کړی، او هغو ته لمن ووهی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاګینه کړه: د ایران ؤلس، د لویدیځ د اطلاعاتی سازمانونو د جعلی ګټه ګورۍ څخه لیری، د ملی ګټو د پوره کیدو له اهدافو، او آرمانونو څخه ملاتړ کړئ، او د دولت او ملت پیوستون یی ثابت کړئ دئ.

واقعیت دا دئ، چی امریکا له ډیرې مودې راهیسې د ایران د ؤلس د هر یو کس، ملی وحدت او اتحاد په نښه کړئ دئ. پدی اساس،   پدی کی چی د دغه تفرقه اچونې موضوع څه شئ وی، چندانی توپیر نه کوی.

د ایران د اسلامی جمهوریت دښمنان، او د هغوی په سر کی امریکا، او صهیونیسټی رژیم، چی د نړۍ د خپلواکو او آزادی غواړو هیوادونو لپاره، د پرمختګ په سمبول باندی د ایران له بدلیدو څخه، اندیښمن دی، د پوځی مداخله غواړو سیاستونو، امنیتی ګواښونو، او اقتصادی بایکاټونو ترڅنګ، په ایران کی د تفرقې د رامنځته کولو لپاره هم، یو لړ پراخ پروګرامونه، سنجولی دی.

پدې زمینه کی په وروستیو کی، د ایرانی ضد تبلیغاتو لپاره، د امریکا د کانګرس له خوا بیل شویو بودجو، په کلکه زیاتوالئ موندلئ دئ؛ چی د هغو ستره برخه، د سیاسی لمسولو، د داخلی اختلاف د رامنځته کولو او د جناحی او ګوندی ویشنو لپاره لګیږی.

په سی؛ آی؛ ای پوری پیلی سپوږمکیزې شبکې، چی د تکفیری او سعودی شبکې سره نږدې او زیاتی همکاری لری، هڅه کوی په ایران کی تفرقه اچونکی پیغامونه خپاره کړی، ترڅو پخپل ګمان د اسلامی ایران د یو موټی توب او لوړاوی په وړاندی خنډ شی.

د ګلوبال ریسرچ خبری- تحلیلی ویب سایټ، په همدې زمینه کی په هغه تحلیل کی، چی د جولای په ۲۵ نیټه خپور شو، ولیکل: امریکا او سعودی عربستان هڅه کوی د کړکیچونو د یوې ټولګې په پلانولو سره، ایران؛ په سرحدی سیمو کی له نا امنۍ او شخړې، په داخل کی د ترهه ګرو ګواښونو، او د ګوندی او جناحی ویشنو له لارې د خونړۍ انقلاب کولو ته د لمسونی په وسیله، له ستونځو سره لاس او ګریوان کړی.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، پرون د ایران د مختلفو ولایتونو د زرګونو خلګو په کتنه کی، پدې زمینه کی مهمو ټکیو ته اشاره وکړه، او د برجام په قضیه کی یی د امریکا له کړچار څخه، د ایران د ؤلس د تجربې په ترلاسه کولو باندی په ټینګار سره، وویل: هغوی وایی؛ راشئ د سیمې د مسایلو په باره کی هم خبرې اترې وکړو، مګر د برجام تجربه موږ ته وایی؛ چی دغه کار وژونکئ زهر دئ، او په هیڅ مسئله کی نشی کیدای د امریکائیانو په خبرو باندی باور وشی.

دوی ټینګار وکړ: د ایران خلګ؛ د مختلفو مذاهبو، قومیتونو او ژبو په لرلو سره، په یوموټی او متحده توګه هڅه کوی چی ګران ایران، د یو اسلامی هیواد د معنوی او مادی سمبول په توګه، نړۍ ته ور معرفی کړی، ترڅو نور مسلمان ؤلسونه، د استکبار د اختلاف اچونکو او استثماری سیاستونو سره په مقابله کی، په همدغې  ویاړمنې لارې باندی لاړ شی.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود ډاګینه کړه: په اوس حال کی ایران؛ په یو عزتمن او مقتدر هیواد باندی بدل شوئ دئ، چی ستر قدرتونه؛ هغه ته د یو سیمه ایز سیال په سترګه ګوری، او هڅه کوی په سیمه کی، د هغه په ظرفیتونو او امکاناتو باندی برلاسی شی؛ چی البته نشی کولای. 

 

 

Add comment


Security code
Refresh