Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 03 آگوست 2016 03:59

ډونالډ ټرامپ د امریکا د ولسمشر د جوړیدا صلاحیت نلری .

ډونالډ  ټرامپ د امریکا  د ولسمشر د جوړیدا صلاحیت نلری .
زمونږ خبریال وایی دامریکا ولسمشر باراک اوباما پرون په سپینې ماڼۍ کښې د سینګاپور له لومړی وزیر لی هسین لونګ سره په ګډ خبری کانفرنس کښې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند په کاندید ډونالډ ټرامپ نیوکه وکړه او ویې ویل چې هغه اصلا د ولسمشر د جوړیدا صلاحیت نلری .

دامریکا ولسمشر باراک اوباما دهغه پوځی  چې په ۲۰۰۴ میلادی کال کښې په عراق کښې وژل شوی وو په مور او پلار  د ډونالډ ټرامپ نیوکې ته په اشارې سره وویل ټرامپ په دا ډول څرګندونو سره تل د ولسمشر دجوړیدا دصلاحیت دنه لرلو د ثابتولو په حال کښې دی  .

ددغه مسلمان امریکایی  وژل شوی پوځی مور او پلار تیره اونۍ دهیلاری کلینټن د کاندیدې د اعلانولو لپاره د ډیموکراټ ګوند په عمومی غونډې کښې ګډون کړی وو .

دامریکا ولسمشر باراک اوباما وویل دا چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید ډونالډ ټرامپ په داسې کورنۍ چې د هیواد لپاره یې ځانګړی سرشیندنه کړی ده نیوکه کړی ده ددې ښودنه کوی چې هغه له اروپا ، اسیا او مینځنی ختیځ ته له اړونده اساسی مسایلو بې خبره دی او د ولسمشر دجوړیدا لپاره اصلا تیار نه دی .

باراک اوباما دغه راز د  امریکا د ریپبلیکن ګوند په هغو شخصیتونو چې د ډونالډ ټرامپ ملاتړ ته دوام ورکوی نیوکه وکړه .

Add comment


Security code
Refresh