Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 03 آگوست 2016 04:09

دسوریې دحلب په ختیځو برخو کښې ترهګر تسلیم شوی دی .

دسوریې دحلب په ختیځو برخو کښې ترهګر تسلیم شوی دی .
زمونږ خبریال وایی په لسګونو ترهګر پرون د سوریې په شمال کښې دحلب ولایت په ختیځو برخو کښې چې دحکومتی عسکرو په کلابندۍ کښې ورغلی وو د وسلو په سپارلو سره پوځ ته تسلیم شول .

دغه راز د حلب په ختیځو سیمو کښې په لسګونو کورنۍ په جنوب کښې له شیخ سعید لارې له دغه ښار څخه ووتلې .

له دې مخکې د سورې دپوځ لوې درستیزوالې دحلب په ختیځ کښې له موجودو ترهګرو غوښتی وو خپلې وسلې وسپاری او ځانونه حکومتی عسکرو ته تسلیم کاندی .

دسوریې پوځ دغه راز دحلب دختیځو سیمو وسیدونکو د وتلو لپاره  دښار دباندې د هغوې دموقته هستوګنې لپاره ځایونه او امن لارې برابرې کړی دی .

د سوریې په شمال کښې دحلب ولایت ختیځې برخې د ترهګرو ډلو په لاس کښې دی او دسورېې پوځیان اوس اراده لری چې زر دغه سیمې د ترهګرو له کنټرول څخه وباسی .

په سوریې کښې له ترهګرو سره پوځی ، مالی ، استخباراتی او لاجیسټیکی مرستې سعودی عربستان، اسرائیل ، امریکا، انګلستان، فرانسه، قطر، ترکیه ، متحده عربی امارات، بحرین ،کویت او ځینې نور عرب اواروپایی هیوادونه کوی .

Add comment


Security code
Refresh