Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 03 آگوست 2016 04:17

ناټو او سی ایی ای د داعش ترهګرې ډلې اصلی جوړونکی دی .

ناټو او سی ایی ای د داعش ترهګرې ډلې اصلی جوړونکی دی .
د اذربایجان جمهوریت د سیاسی چارو کارپیژاند اوقتای اتاخان زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل داعش ترهګره ډله ناټو او دامریکا جاسوسۍ ادارې سی ایی(CIA) جوړه کړی ده او له دغه ډلې سره مالی مرستې هم کوی .

هغه وویل داعش ترهګره ډله دامریکا په ملاتړونو سره د ښځو او ماشومانو په شمول ددنیا د ډیرو خلکو ژوند ته جدی ګواښ کوی .

داذربایجان جمهوریت دغه سیاسی کارپیژاند وویل داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګره ډله دایران اسلامی جمهوریت ، روسیه او ترکیه خپل ترټولو ستر دښمانان ګڼی او ددوې له متحد کیدا سخته ویریږی .

داعش ، النصره ، جیش الشام ، احرار الشام ، بوکوحرام  او نورو په لسګونو ترهګرې وهابی ډلې سعودی عربستان ، دامریکا ، انګلستان، فرانسې ، جرمنی ، ترکیې، قطر، متحده عربی اماراتو، بحرین ، کویت و غیره په مرستې او ملاتړ سره خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره جوړې کړی دی .

Add comment


Security code
Refresh