Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 03 آگوست 2016 04:32

دفاطمیونو جنګیالیو زړورتیاو دافغانستان دخلکو له څیرې مظلومیت ختم کړ .

دفاطمیونو جنګیالیو زړورتیاو دافغانستان دخلکو له څیرې مظلومیت ختم کړ .

زمونږ خبریال وایی څه موده مخکې د مدافع حرم د فاطمیون لیوا دقوماندان علیرضا توسلی چې جهادی نوم یې ابو حامد دی کورنۍ د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران دقدس ځواک له قوماندان قاسم سلیمانی سره کتنه وکړه چې تسنیم خبری اژانس یې ځینې برخې پرون خپرې کړې .

دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران دقدس ځواک قوماندان قاسم سلیمانی په دغه کتنې کښې دې ته په اشارې سره چې د جنګ په جبهو کښې د فاطمیون جنګیالو مجاهدتونه او زړورتیاوې اغیز شیندونکی وې جوته کړه فاطمیون د ایران په ټولنه کښې د بدلون سرچینه هم شول .

هغه په دې خبرې سره چې دشهید توسلی رول په هغه یادګار کښې چې دفاطمیون په نوم یې پریښود تل پاتې دی وویل فاطمیون نه یوازې په ایران کښې دمسلمانانو لپاره بلکې د ټولې اسلامی دنیا لپاره  یو(۱) ارزښمن خیر او کوثر دی .

دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران دقدس ځواک قوماندان قاسم سلیمانی ددغه لشکر لپاره د فاطمیون دنوم انتخاب مبارک او ارزښمن انتخاب وباله او ویې ویل نن سبا الحمد الله دافغانستان خلکو ته په یوه(۱) بل احترام او کتنې سره توجه کیږی .

دشهید توسلی میرمنې هم په دغه کتنې کښې داسلامی مقاومت دجبهې د مبارزانو لپاره دسلامتیا په ارزو سره قاسم سلیمانی ته په وینا کښې وویل انشا الله خدای پاک ج دې تا وساتی .

قاسم سلیمانی  د شهید توسلی له کورنۍ سره دکتنې په پاې کښې د یادګار په توګه  دهغه زوی   ته یوه ګوتی ورکړه .

Add comment


Security code
Refresh