Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 03 آگوست 2016 04:57

دایران ولسمشر اقتصادی حالت ډیر مثبت او روښانه وباله .

دایران ولسمشر اقتصادی حالت  ډیر  مثبت او روښانه وباله .

زمونږخبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا په ټیلی ویژن باندې خلکو ته په وینا کښې وویل هره ورځ چې مخ ته ځو نو دخلکو په همت او مرستې او دحکومت په پرله پسې هڅې او کوشش او یو زړه توب او دنورو قواو په غږملتیا سره دخلکو د هوساینې او دملت د سرلوړۍ په لاره کښې به اغیز شیندونکی قدمونه پورته کړو .

دایران ولسمشر په دې خبرې سره چې ایران دسیمې د امنیت او ثبات مرکز دی وویل په تیرو دریو(۳) کلونو  کښې دخلکو په همت او د وسله والو قواو په هڅې سره په ایران کښې بې ساری ارامښت او ثبات واکمن دی او دغه ثبات او ارامښت به دوام ولری .

دایران ولسمشر حسن روحانی د اټومی موافقې او دخلکو په ژوند دهغې اغیز او دا چې دامریکا په بیا بیا ژمنو ماتولو او دوه ګوڼه معیار سره به د اټومی موافقې ګټه کله خلکو ته ورسیږی وویل مقابله خوا یعنی پینځه جمع یوه ډله داټومی موافقې په اجرا کښې سستۍ کوی خو په عین حال کښې اټومی موافقې دایران او اقتصاد لپاره ښه فضا رامینځته کړی ده .

حسن روحانی په دې خبرې سره چې د روان لمریز کال په څلورو(۴)میاشتو کښې دتیلو تولید په ورځ کښې څلور میلیونه او یولک دوه ویشت زره بیرله په ورځ کښې وو او صادرات هم دوه میلیونه او درې لکه دوه اتیا زره بیرله وویل دتیلو په صنعت کښې رونق زیات شوی او دغه ډیر ښه حرکت د اټومی موافقې یو (۱)اغیز دی .

دایران ولسمشر په دې خبرې سره چې نن سبا ددنیا څه دپاسه څلور سوه(۴۰۰) بانکونه له ایران سره په ارتباط کښې دی چې دغه شمیر ورځ تر بلې زیاتیږی وویل پردې اساس اټومی موافقه نه یوازې دتیلو د خرڅولو او د شتمینو دلاسرسی لپاره بلکې دبیمې او دکشتیو دچلونې لپاره هم ښه فرصت برابر  کړی دی .

دایران ولسمشر حسن روحانی  دتهران پرضد د ګواښونو ختمیدل د اټومی موافقې یو (۱)بل مهم اغیز و باله او زیاته یې کړه دښمانانو دایران دوسیه امنیت شورا او د ملګروملتونو دمنشور اوومې مادې ته یوړله او دایران پرضد یې کابو اووه (۷)سخت پریکړه لیکونه او بایکاټونه تصویب کړل او هروخت ممکن وو چې ایران له اوور او له ناغوښتلی جنګ سره مخ شی خو نن سبا دایران پرضد ګواښونه ختم شوی دی .

دایران ولسمشر وویل دښمانانو دغه راز ایران په ملګروملتونو او د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس دواکمنې شورا په پریکړه لیکونو کښې دنړیوال امنیت او صلحې د ګواښونکی هیواد په توګه معرفی کړی وو خو نن سبا له ایران څخه د هیوادونو اودخلکو د ویرولو شرایط له مینځه تللی دی .

Add comment


Security code
Refresh