دا دجولاۍ په پینځلسمه(۱۵) نیټه په ترکیې کښې له ناکامه پوځی کودتا وروسته په لویدیځو هیوادونو دهغه ترټولو سخته نیوکه ده چې مطرح شوی ده .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوې ټیلی ویژنی وینا کښې وویل له بده مرغه لویدیځ هیوادونه د ترهګرۍ او د کودتاÂ دپلانونکو ملاتړ کوی .
هغه وویل پوځی کودتا داسې سناریو وه چې دترکیې دباندې برابره شوی وه .
دترکیې ولسمشر اردوغان وویل په هیواد کښې پوځی کودتا یوازې داسې پیښه نه وه چې دهیواد دباندې پلان شوی وه بلکې دترکیې دننه ځینو کسانو دهیواد دباندې د لیکل شوی کودتا لپاره اقدام وکړ .
ترکیه په امریکا کښې دیره فتح الله ګولن دناکامه پوځی کودتا پلانونکی ګنی او ترکیې ته دهغې دسپارلو غوښتنه هم کوی .
دترکیې په ناکامه پوځی کودتا کښې امریکا او سعودی عربستان مهم او نیغ په نیغه لاسونه لری .