خو دپاکستان دلومړی وزیرÂ دخارجی سیاست مشر سرتاج عزیز په دې هکله څه ونه ویل چې پاکستان به د ترکیې او پاکستان نړیوال ښوونځی او پوهنځی چې کابو لسو زرو(۱۰۰۰۰) کسانو ته درس ورکوی بند کړی او پاکستان دغه راز له ګولن سره هرډول ارتباط لرل رد کړل .
له پاکستان څخه د فتح الله ګولن د ښوونځیو دبندلو لپاره د ترکیې غوښتنه دفتح الله ګولن د ګټو او دهغه د مذهبی غورځنګ پرضد دÂ ولسمشر رجب طیب اردوغان د نړیوال کمپاین یوه(۱) برخه ده .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او نور حکومتی چارواکی په فتح الله ګولن او دهغه په پلویان تور لګوی چې دتیرې میاشتې په ناکامه پوځی کودتا کښې لاس لری چې له کبله یې دوه سوه دیرش(۲۳۰) کسان وژل شوی هم وو .
په امریکا کښې دترکیې دیره مذهبی مشر فتح الله ګولن په ناکامه پوځی کودتا کښې لاس لرل ردوی .
په امریکا کښې دیره دترکیې د Â مذهبی مشر فتح الله ګولن Â خذمت ګوند ددنیا په کابو یوسل شپیتو(۱۶۰) هیوادونو کښې کابو دوه زره(۲۰۰۰) تعلیمی ادارې چلوی او په پاکستان کښې هم په لسګونو ښوونځی او پوهنځی لری .