دافغانستان دپوځ په دغه هوایی حملې کښې ملا صاحب خان چې په سلیمان مشهور وو دغه راز ملا خیرÂ محمد چې د طالبانو داستخباراتو مسوول وو نصر الله چې په دلاور مشهور وو نسیم ، اکمل ، مولوی خلیل چې دطالبانو ډلې پوځی مسوول او دغه راز درې (۳)پاکستانی طالبان حافظ چې په جهانګیری مشهور وو او د چاودیدونکو جیکټونو په جوړولو او د پوځی روزنې او بم چاودنو ، ماین کیښودلو او د تهاجمی حملو Â مسوول وواو دغه راز کامران او شوکت علی خان ووژل شول .
دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وویل دپوځ په حملې کښې یوڅلویښت(۴۱) نور طالبان هم وژل شوی او پینځه دیرش (۳۵)نور ژوبل شوی او دهغوې ګاډی هم تباه شوی دی .
دافغانستان دکورنیو چارو وزارت دغه حمله طالبانو ته ستر ګوزار وباله او ټینګار یې وکړ حکومتی عسکر به دطالبانو ډلې په مشرانو او قوماندانانو نورې حملې هم وکړی .
بل خبر داچې دافغانستان په هرات ښار کښې پرون د سختې چاودنې غږ اوریدل شوی خو تراوسه یې دمرګ او ژوبلې هیڅ خبر نه دی خپور شوی .
خو د هرات دپولیسو ویندوی سید احمد محمدی په چوک ګلها سیمه کښې په دغه زرورې بم چاودنې کښې ددریو(۳) کسانو د ژوبلیدا خبر ورکړیÂ .