Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 03 آگوست 2016 05:40

په افغانستان کښې دطالبانو نهه قوماندان وژل شوی دی .

په افغانستان کښې دطالبانو نهه  قوماندان وژل شوی دی .
ایرنا خبری اژانس وایی دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل دطالبانو نهه(۹) مهم قوماندان دغزنی ولایت د ګیلان ولسوالۍ په کاریزنو سیمه کښې د پوځ په هوایی حملې کښې وژل شوی دی .

دافغانستان دپوځ په دغه هوایی حملې کښې ملا صاحب خان چې په سلیمان مشهور وو دغه راز ملا خیر  محمد چې د طالبانو داستخباراتو مسوول وو نصر الله چې په دلاور مشهور وو نسیم ، اکمل ، مولوی خلیل چې دطالبانو ډلې پوځی مسوول او دغه راز درې (۳)پاکستانی طالبان حافظ چې په جهانګیری مشهور وو او د چاودیدونکو جیکټونو په جوړولو او د پوځی روزنې او بم چاودنو ، ماین کیښودلو او د تهاجمی حملو  مسوول وواو دغه راز کامران او شوکت علی خان ووژل شول .

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وویل دپوځ په حملې کښې یوڅلویښت(۴۱) نور طالبان هم وژل شوی او پینځه دیرش (۳۵)نور ژوبل شوی او دهغوې ګاډی هم تباه شوی دی .

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت دغه حمله طالبانو ته ستر ګوزار وباله او ټینګار یې وکړ حکومتی عسکر به دطالبانو ډلې په مشرانو او قوماندانانو نورې حملې هم وکړی .

بل خبر داچې دافغانستان په هرات ښار کښې پرون د سختې چاودنې غږ اوریدل شوی خو تراوسه یې دمرګ او ژوبلې هیڅ خبر نه دی خپور شوی .

خو د هرات دپولیسو ویندوی سید احمد محمدی په چوک ګلها سیمه کښې په دغه زرورې بم چاودنې کښې ددریو(۳) کسانو د ژوبلیدا خبر ورکړی  .

Add comment


Security code
Refresh