Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 03 آگوست 2016 05:47

دسوریې په حلب ښار د ترهګرو په کیمیاوی حملې کښې پینځه کسان وژل شوی .

دسوریې په حلب ښار د ترهګرو په کیمیاوی حملې کښې پینځه کسان وژل شوی .
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې دحلب ښار د روغتیا دمرکز مشر محمد حزوری وویل دحلب ښار په زاړې سیمې دترهګرو لخوا دڅو هوان ګولیو په ویشتلو سره چې کیمیاوی ګازونه یې لرل پینځه(۵) کسان وژل شوی او نهه(۹) نور سخت ژوبل شوی .

دغه راز دسوریې دحلب په هستوګنو سیمو دترهګرو په راکټی حملې کښې هم شپږ (۶)کسان ژوبل شوی .

ترهګر چې عرب او لویدیځ هیوادونه یې ملاتړ او مرستې کوی هره ورځ دسوریې په حلب ښار او هستوګنو سیمو دراکټونو او توغندیو حملې کوی او په دغو حملو کښې بې ګناه خلک مړه او ژوبل کیږی .

Add comment


Security code
Refresh