النصره او نورو ترهګرو ډلو دامریکا، بریطانیه ، فرانسې Â ،سعودی عربستان ، اسرائیلو ، قطر او نورو عربو او اروپایی هیوادونو په ملاتړ او مرستې سره په تیرې یکشنبې ورځ په حلب کښې دحکومتی عسکرو پرضد پراخې حملې پیل کړې چې هلته کلابند شوی ترهګر له مشکلاتو خلاص کړی .
خو دسورېې حکومتی عسکرو چې د روسیې دهوایی ځواک ملاتړ ورسره وو ترهګرو ته سخته ماتی ورکړهÂ .
دسوریې پوځیانو دغه راز پینځه (۵)مرکزونه چې ترهګرو له تیرې یکشنبې ورځې راهسې نیولی وو بیرته ونیول او هغوې ته یې سخته ماتی ورکړه .
دسوریې په حلب کښې دامریکا، فرانسې ، انګلستان،Â سعودی عربستان، ترکیې ، قطر، اردن ، اسرائیلو او نورو عربو او اروپایی هیوادونو ځانګړی پوځی ځواکونه ، استخباراتی ماموران او روزونکی د ترهګرو په څنګ کښې دسوریې دخلکو پرضد جنګیږی .