Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 03 آگوست 2016 06:11

د پاکستان دیوه شیعه ګوند دمشر لوږ تړ دوام لری .

د پاکستان دیوه شیعه ګوند دمشر لوږ تړ دوام لری .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعغري  چې دشیعه مسلمانو پرضد دترهګرو ډلو دحملو پرضد یې څه دپاسه اتیا(۸۰) ورځې کیږی لوږتړ کړی دی د سخت کمزوری کیدا او د زړه او  دبډورکو د ناروغۍ له کبله وړمه ورځ په روغتون کښې بستری شو .

دسخت لوږتړ له کبله د  شوګر د ډیر زیاتیدا او د زړه او بډورکو د ناروغیو زیاتیدا په روغتون کښې دمجلس وحدت مسلمین د مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری د   بستری کیدا علت بیان شوی دی .

علامه راجا ناصر عباس جعفری په داسې شرایطو کښې په روغتون کښې بستری شوی دی چې ټاکل شوی ده د پاکستان دشیعه مسلمانو د ارواښار مشر علامه سید عارف حسین حسینی د شهادت له اتویشتمې(۲۸) کلیزې  سره په یووخت داګست په شپږمه(۶) نیټه په اسلام اباد کښې سترې مظاهرې او غونډه وشی .

علامه سید عارف حسین حسینی د نولس سوه اته اتیایم (۱۹۸۸)میلادی کال د اګست په اوومه(۷) نیټه د پاکستان دپخوانی پوځی واکمن او دیکتاتور جنرال ضیاالحق دحکومت په وخت کښې په پیښور کښې په علمیه دارالمعارف مدرسې کښې د یوه (۱)وسله وال په ډزو شهید شوی وو .

دپاکستان مجلس وحدت مسلمین دهیواد شیعه مسلمانانو ته د اړونده سیاسی او مذهبی پیژندل شوی ګوند توګه په اسلام اباد   کښې ددغو مظاهرو ترسره کونکی دی .

دپاکستان مجلس وحدت مسلمین له ټولو شیعه مسلمانانو او ډلو او ټولنو غوښتی دی چې د اګست په شپږمه(۶) نیټه په اسلام ا باد کښې په سترو مظاهرو کښې ګډون وکړی .

Add comment