Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 03 آگوست 2016 06:47

له اسراییلو سره دځینو عربو هیوادونو اړیکې په ماتی محکومې دی .

له اسراییلو سره دځینو عربو هیوادونو اړیکې په ماتی محکومې دی .

زمونږ خبریال وایی دایران د اسلامی شورا دخارجی سیاست او دملی امنیت دکمیسیون مشر علاالدین بروجردی دفلسطین دجهاد اسلامی غورځنګ له سیکرټر رمضان عبدالله سره په بیروت کښې په کتنې کښې دصهیونیسټانو له نیواک څخه د فلسطین دټولو ټاټوبو د ازادیدا پرضرورت ټینګار وکړ .

هغه وویل دفلسطین دملت له دښمن سره د اړیکو دعادی کولو لپاره دځینو عربو هیوادونو اقدام محکوم او دغندنې وړ دی .

دایران دپارلمان دغه چارواکی وویل له صهیونیسټ دښمن سره هرډول سازباز نه یوازې د فلسطین دملت له ایډیالونو ، مقاومت او انتفاضې سره بلکې له عربی او اسلامی امت سره ستر خیانت ګڼل کیږی .

دفلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ سیکرټر رمضان عبدالله هم له فلسطین څخه دایران ملاتړونه برخلیک ټاکونکی وبلل او له صهیونیسټ دښمن سره په مقابلې کښې دفلسطین له ملت او مقاومت سره د ایران داسلامی جمهوریت د هراړخیزه او پرله پسې مرستو قدرونه یې هم وکړه .

Add comment


Security code
Refresh