Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 07 جون 2014 04:53

دلبنان حزب الله دصلحې ، ثبات او امنیت په پیاوړتیا ټینګار وکړ .

دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ مشر په هیواد کښې دصلحې ، ثبات او امنیت په پیاوړتیا ټینګار وکړ .

ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله پرون وویل دلبنان ملت  په هیواد  کښې دصلحې ، امنیت ، او ثبات په پیاوړتیا ټینګار لري او ورته پاې  بند دی .

دلبنان دحزب الله مشر د نوي ولسمشر د انتخاب لپاره د ټولو سیاسي  ډلو په هڅې دټینګار په ترڅ کښې وویل دلبنان خلک  دهیواد مشکلاتو دحل کولولپاره باید د ځینو خارجي هیوادونو د موافقې په هیله ونه ووسي .

هغه دلبنان دانتخاباتو په باره  کښې د حزب الله پرضد د ځینو سیاسي ډلو د تور د ردولو په ترڅ کښې وویل په لبنان کښې ځينې لورې شته چې اراده لري د یوه خطرناک پلان پراساس جنګ شروع کړي خو مونږ  ټینګار کوو چې مونږ له دغه جنګ سره هیڅ ارتباط نلرو او دهغه غوښتونکي هم نه یوو .

دلبنان دحزب الله غورځنګ مشر په هیواد کښې دسیاسي اختلافاتو او چیلنجونو په حل دټینګار په ترڅ کښې وویل د قومي اختلافاتو څنګ ته کول لبنان ته د ارامښت او امنیت دبیرته ستنولو یوازنۍ حل لاره ده .

هغه  دسوريې پیښو ته په اشارې سره وویل حزب الله په سوریې کښې حاضر شوی چې دهغو دسیسو په وړاندې چې دسیمې لپاره پلان شوي ودریږي او دغه پلانونه شنډ کړي .

Add comment


Security code
Refresh