Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 11 ژانویه 2016 15:26

دآل سعود رژیم لپاره دشیخ نمر دپانسۍ منفی پایلې

دآل سعود رژیم لپاره  دشیخ نمر  دپانسۍ منفی پایلې
دعربستان کورنیو چارو وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وویل،دعربستان یو نامتو روحانی او شیعه مبارز دینی عالم شیخ نمر باقرالنمر له کلونو کلونو بند اوشکنجو وروسته سره دنورو ۴۶ کسانو پانسی شو .

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې ښه او نیکمرغه ژوند درته غواړو،دوستانو د ۲۰۱۶میلادی کال دجنورۍ په دوهمې ورځې دخبری آژانسونو دخبرونو په سرټکو کې یو غمجنونکی خبر راغی چې مسلمانان او ډیر آزادی غواړی ئې خپه او اغیزمن کړل.دعربستان کورنیو چارو وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وویل،دعربستان یو نامتو روحانی او شیعه مبارز دینی عالم شیخ نمر باقرالنمر له کلونو کلونو بند اوشکنجو وروسته سره دنورو ۴۶ کسانو پانسی شو . ددغې اعلامیې خپریدا په نړۍ په تیره بیا په اسلامی هیوادونو کې دآل سعود رژیم ددغه جنایتکار اقدام دمحکومیّت څپه په ځان پسې درلودلې ده .

دایران داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای او په ایران ،لبنان او عراق کې نورو ډیرو مراجعینو او په درستې نړۍ کې ډیرو مسلمانو سیاسی او مذهبی شخصیتونو د روحانی مبارز شیخ نمر باقر النمر پانسی کیدا محکومه کړه . داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دجنورۍ په دریمه نیټه یعنی ددغې غمیزې په سبا دفقې په درس خارج کې دشیخ نِمر شهادت او د وینې ناحقه بهول ئې دسعودی حکومت یوه سیاسی تیروتنه وبلله او دآزادۍ ،دیموکراسۍ او دبشری حقوقو مدعیانو په چپتیا او دسعودی عربستان له هغه رژیمه دهغوی په ملاتړونو په سختو نیوکو سره چې بې ګناه وینه پر هغوی دنیوکو او اعتراضونو په خاطر پر مځکه تویوی ،ټینګار وکړ،اسلامی نړۍاودرسته دنیا باید ددغې غمیزې په نسبت خپل مسئولیت احساس کړی . داسلامی انقلاب معظم لارښود روښآنه کړی ؛ دغه مظلوم عالم نه خلک دوسله وال حرکت په لور هڅول او نه ئې په پټه کومه دسیسه کړې وه،بلکې دهغه یوازینی کار،څرګندې نیوکې او له دینی غیرت او د مسئولیَت له احساسه دراپورته شوی امر باالمعروف او نهی ازمنکر کول وو. حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای روښآنه کړې ، هغه کسان چې په صادقانه ډول دبشریت له برخلیک او دبشری حقوقو او دغه راز د عدالت له برخلیک سره دلچسپی لری ،باید دغه پیښې تعقیب کړی او ددغه وضعیَت په نسبت بې پروا ونه ووسی . دیوه پیژندل شوی او دهغه آزادی غواړی دینی او روحانی مبارز په پانسی کولو کې د آل سعود جنایت چې دآل سعود په ساډوبه اوخفه کونکی حکومت اودهغوی په سیاستونو په نیوکو کې ئې یوازې دبیان دآزادۍ له حقه استفاده کوله ،په مینځنی ختیځ سیمې کې دآل سعود یوشمیر پټو اقداماتو او سیاستونو نتیجه ده . دیوه داسې دینی عالم پانسی کول چې دعربستان دحکومت په ضد ئې هیڅ ډول پټ او حتی وسله وال فعالیتونه نه درلودل او یوازې پخپلو ویناؤ کې ئې د عربستان دشیعه لږکی دلومړنیو حقوقو په رسمیّت پیژندنې غوښتنه کوله ، دغه غیر انسانی اقدام په خاصو سیاسی موخو سره ترسره شوی دی . شهید شیخ نمر باقر النمر هیڅکله هم دآل سعود رژیم لپاره کوم ګواښ نه حسابید چې ددغه مجاهد عالم پانسی کول دعربستان دحکومت لپاره کوم ویاړ شی . اوس داپوښتنه مطرح کیږی چې دعربستان حکومت په کومې موخې سره په عربستان او اسلامی نړۍ کې دپیژندل شوی شیعه دینی عالم او نامتو شخصیت شیخ نمر دپانسۍ د درندو نتیجو لګښتونه منی ؟

***********************

حقیقت دادی چې دملک عبدا.... په مړینې او دملک سلمان قدرت ته په رسیدو سره دآل سعود کورنۍ دشهزادګانو یو داسې ټیم هم قدرت ته ورسید چې په عربستان اوسیمې کې ئې دخپلو خاصو موخو پشمول هرڅه په خپلې لنډ فکرۍ او په پیسو ،زور او وسلو په قدرت سره غواړی پرمخ بوځی . دوی خیال کوی د دیموکراسی غواړو ځینو مدعی لودیځی حکومتونو او دترکیې په څیر په سیمې کې له فرصت غواړو ځینو حکومتونو سره د نزدو ارتباطاتو په ټینګولو سره هغه ټول افراطی او له پلارنیکه ورته پاتې سیاستونه چې په عربی هیوادونو کې ئې تعقیبوی ، پر مخ بیولی شی . له همدې امله له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او دامنیت او ثبات په ټینګولو کې په سیمې کې دایران داسلامی جمهوریت د مثبت رول له لوبونې سره په سخته مخالف دی او دا په عربی هیوادونو کې د ایران لاسوهنه ګڼی . دوی په همدې تفکر سره په تیرو څو کلونو کې داسلامی مقاومت دچورلیز په وړاندې جبهې جوړې کړی دی . دعربستان حکومت له دې وروسته چې د ترهه ګرو او افراط پالو بهیرونو څخه په ملاتړ سره په سورئې ،عراق او یمن کې خپلو موخو ته په رسیدا کې ناکام شول ، اوس دصهونیسټ رژیم او ترهه ګرو ډلو په وړاندې داسلامی مقاومت د چورلیز په مقابل کې دعربستان، صهونیسټ رژیم او ترکیې چورلیز په ښکاره کیدا کې هیڅ شرم هم نه کوی . . عربستان او ترکیې تل خپلې ګټې د اسلامی نړۍ په عمومی افکارو په تیره بیا په عربی هیوادونو کې د صهونیسټانو د دنیواکګرۍ په وړاندې دفلسطین دمظلوم ملت مدافع ګڼلی دی . خو اوس دوی دصهونیسټ رژیم ترڅنګ له ترهه ګرو ډلو په ملاتړ سره د عراق اوسورئې دمظلومو خلکو په وژلو او شخړو رامینځةکولو بوخت دی . دعربستان حکومت ریاض ته دترکیې دولسمشر رجب طیب اردوغان له سفره یوه ورځ وروسته او دغه راز دخپلو موخو په پرمخ بیولو کې د دواړو هیوادونو د سټراټیژیک اتحادپه اعلان پسې ، دشیعیانو دمجاهد او مبارز روحانی شیخ نمر باقر النمر پانسی کول ئې اعلان کړل . دعربستان حکومت په داسې وخت کې دغه پیژندل شوی او غوره دینی عالم پانسی کړ چې په سورئې او عراق کې دجنګ په ډګر کې یو لړ بدلونونه په رامینځةکیدو د ی. هغه ترهه ګرې ډلې چې د عربستان او ترکیې له بشپړ ملاتړونو برخمنې دی ، د خپلو مورچو او مرکزونو دله لاسه وتو په حال کې دی . دعراق پوځ او ولسی ځواک دداعش ترهه ګرې ډلې له سپیرو منګولو دالانبار ولایت د مرکز الرمادی ښار په آزادولو کې بریالی شوی دی . په سورئې کې هم پوځ او ولسی مبارز ځواک ډیرې سیمې د ترهه ګرو ډلو له سپیرو منګولو آزادی کړی دی . دوی همداراز دعربستان ترملاتړ لاندې دترهه ګرې ډلې جیش السلام دمشر زهران علوش په هلاک کولو کې هم بریالی شوی دی . دغه بریالیتوبونه او دترهه ګرو ډلو دمشرانو په نښه کیداپه تیرو پنځو کلونو کې په عراق او سورئې کې دشخړو درامینځة کونکو د ناکامیدا نښې دی .

دعربستان حکومت په یمن کې ددغه هیواد پر عامو خلکو له لس میاشتنیو سختو بمباریو او حملو وروسته نه دی توانیدلی په دغه هیواد کې دخپل نفوذ د دوام لپاره خپلې لومړنۍ موخې ترلاسه کړی . دیمن دښځو او ماشومانو په مظلومانّه ډول وژلو دعربستان دپرګنیز حکومت او دهغو لودیځوالو ملاتړو لپاره له رسوائۍ پرته بل څه په ځان پسې نه دی درلودلی. اوس داروپا په ځینو سیاسی اورسنئ ټولنو کې دا ټکی په جدی توګه مطرح شوی دی چې عربستان په سیمې کې دترهه ګرۍ او افراط پالنې دودونکی دی او له افراط پالنې سره دمبارزې لاره ، پر سعودی عربستان دواکمن پرګنیز حکومت سره په اړیکو کې دلودیځوالو حکومتونو په بیا کتنې کې ده . که څه هم اوس ددیموکراسی غوښتنې د مدعی لودیځوالو حکومتونو لپاره عربستان دیوې خزانې په معنا دی او هغه څه چې دهغوی لپاره مهم نه دی ، پر دغه هیواد دحاکم رژیم ډول او د لومړنیو انسانی حقوقو او بشری حقوقو خلاف اقدامات دی . عربستان په نړۍ کې دتیلو خورا ستر لرونکی اوصادرونکی هیواد دی . دعربستان زیاتره اسعاری عایدات له لودیځه دوسلو په اخستو او دسیمې دملتونو په ځپلو کې لګول کیږی . په همدې دلیل همدااوس په لودیځ کې دعمومی افکارو دباونه په هغه حد کې نه دی چې لودیځوال حکومتونه له سعودی عربستان سره په اړیکوکې بیاکتنې ته مجبوره کړی . لودیځی حکومتونه په دوکو ،دروغو پر نورو په تپلو او دعمومی افکارو په غولولو سره هڅه کوی ، عمومی افکار په مینځنی ختیځ سیمې کې دخپلو سیاستونو له ماهیّته منحرف کړی . دهغوی لپاره هغه څه چې په سیمې کې مهم نه دی ، بشری حقوق او دیموکراسی ده ، خو داطلاعاتی او ارتباطی چینلونو پراختیا له عمومی افکارو سره په لوبې کې دلودیځی حکومتونو لاسونه محدود کړی دی .دعربستان حکومت هم له دې موضوع غافل دی که داسې نه وائ نو ممکنه ده په دغه شان شرائطو کې ئې شیخ نمر نه پانسی کولو ، چې عربستان په عمومی افکارو کې دتاؤتریخوالی او افراط پالنې په دودولو تورن دی . آل سعود رژیم دلودیځی حکومتونو له بشپړ ملاتړونو او دسیمې دځینو هیوادونو له ملګرتیا سره سره له خپلو سیاستونو سره په سیمې کې له جدی ناکامیو سره مخامخ دی . له همدې امله داسې اقداماتو ته مخه کوی چې د ځینوشناندو له نظره یو ډول ځان مرګی سیاست دی . دشیخ نمر باقر النمر پانسی کیدا باید په همدې لړ کې وګڼل شی . آل سعود ددغه مبارز او روحانی عالم په پانسی کولو سره غواړی په اسلامی مذهبونو کې داختلافاتو اوتفرقې پر اوور دتیلو په اچولو سره خپلې موخې تعقیب کړی . دعربسان حکومت دغه اقدام دعربستان له پولو په بهر کې په ځّینو موخو سره ترسره کړی دی خو ددغه اقدام منفی پایلې به په نهایت کې په عربستان کې دآل سعود لمن هم راګیره کړی .دآل سعود رژیم دغه چلند کابو څلویښت کلونو مخکې په عراق کې دصدام له چلند سره تر یوه حده دپرتلې وړ دی . صدام هم دشعیانو دعالمانو په بندی کولو ،شکنجه کولو او پانسی کولوسره هڅه کوله څو یو ډول خپل حکومت پیاوړی کړی او ګاونډیو هیوادونو ته هم دمینځنی ختیځ دسیمې په سویه د رول دلوبولو لپاره د هڅې او دخپل کړچار د رودو په نسبت لازم پیغام ورسوی . صدام په هغه وخت کې دایران داسلامی انقلاب له بری وروسته د ختیځ اولودیځ د دوو قدرتونو او خپلو تالی څټو له ملاتړو برخمن ؤ . دعراق نسکورشوی دیکتاتور دهمدغه شان ملاتړونو په مټ پر اسلامی ایران حمله وکړه . د صدام برخلیک ټولو ولید، او بیا ئې سپړلو ته ضرورت نشته . صدام په هغه وخت کې دنامتو دینی عالمانو او دهغوی په سر کې هم د محمد باقر الصدر په څیر دمبارزو روحانیونو پانسی کولو ته مخه کړه چې په هغه وخت کې په نړۍ کې داطلاعاتو اوارتباطاتو انقلاب نه ؤ راغلی . دصدام لعین ډیر جنایتونه دهغه دحکومت له نسکوریدا وروسته ایشوا شول . خو اوس مونږ په یوې داسې دنیا کې ژوند کوو چې دحکومتونو ټول اقدامات او چلندونه د نړۍ دعمومی افکارو ترسترګو لاندې دی . په همدې دلیل ځینی لودیځی حکومتونه او سیاستوالان نه دی توانیدلی دشخ نمر دپانسی کولو په وړاندې له هغوی دپوښتتې په وړاندې چپه خوله پاتې شی . خو همدغه حکومتونو کله چې صدام په سیمې کې دهغوی له سیاستونو سره ملګری ؤ ، پر هغه ئې یوه نیوکه هم نه کوله او په نړیوالو ټولنو کې ئې له هغه بشپړ ملاتړونه هم کول ، خو په نهایت کې ئې دیوه ټیشو پیپر په شان له استفادې وروسته وغورځوه .

(سیماب)

****************************************************************

Add comment