Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 31 ژانویه 2016 15:05

دورانکارۍ لپاره دتکفیری بهیرونوسناریو

دورانکارۍ لپاره دتکفیری بهیرونوسناریو

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې دورانکارۍ لپاره د تکفیری بهیرونو د سناریو : نومې ټولګې په نننۍ ۲۸برخې کې ستاسو په خدمت کې یوو.

په څو مخکینیو مطلبونو کې مو دوهابیّت دفرقې بنسټګر محمد بن عبدالوهاب او ددغې فرقې دپراختیا اوپه دې زمینې کې دانګلتسان درول او له آل سعود سره دوحدت دڅرنګوالی په باب مو خبرې کړی وې .دمخکینو مطلبونو یو اصلی چورلیز داټکی ؤ چې وهابّیت د پیروکارو دجذبولو لپاره هیڅ ډول عقلی اومنطقی دلیل نه درلود او هغه څه چې دوهابیّت دفرقې دپراختیا زمینې ئې برابرې کړې،زور او اجبار ؤ. د وهابیّت له تاریخه داسې هیڅ ښه مخینه نشو موندلی چې دغې فرقې له زور او اجبار او شتمنیو پرته توانیدلې وی ، دخپل اقتدار حدود زیات کړی.له دې امله دوهابیّت مکتب باید د تورې مکتب وبلل شی . پخپلو جنګونو او مبارزو کې د وهابیانو یوه خورا مهمه موخه ، له دینه دخرافاتو لیریکول نه،بلکې توحید ته دبلنې دشعار په سیوری کې دمسلمانانو د شتمنیو نغرل او دشتمنیو ذخیره کول دی . دغه شان وضعیّت ، دوهابیانو دښمنانو نه،بلکې دابن بشر او ابن غنام پشمول له وهابیّت مکتب سره د اړونده تاریخ لیکونکو په وسیله بیان شوی دی .

د لمع الشهاب فی سیره محمد بن عبدالوهاب :نومې کتاب خاوند احمد مصطفی ابوحاکمه ، هغو ډیرو احصایو ته اشاره کوی چې له غنیمتونو ، زکواتونو ، او اجارو له امله ئې ترلاسه کوی . په همدې علت ده چې د ډیرو څیړاندو دنظرونو په اساس که وهابیانو تیری او غلاګانې نه وائ ، نو هیڅکله وهابیّت نه توانید خپل ژوند ته دوام ورکړی .دغه ټول غنیمتونه او غلاګانې چې دمسلمانانو دژوند د دړې وړې کولو په بیّه ئې ترلاسه کړی ، د وهابیانو، آل سعود او آل شیخ کورنیو د اشراف پالنې او دغه راز د هوساینې لامل شوی دی .. :ابن بشر: د :عنوان المجد فی تاریخ مجد: نومې کتاب کې دمحمد بن عبدالوهاب له بلنې مخکې او وروسته دوهابیّانو د پلازمینې (درعیه ) په پرتله کې لیکی :، د درعیه اوسیدونکی دمحمد بن عبدالوهاب له بلنې مخکې ډیر په تنګڅې کې وو، خو له دې وروسته ، درعیه مو د سعود په وخت کې ولیده،په دغه پړاؤ کې په درعیه کې داسې مالونه او وسلې موجودې وې چې دهغو په شان مو هیڅ ځای کې نه وې لیدلې او په ګران بیّه کاڼوسره پوښل شوی وې،ګرانبیّه او نجیب عربی اسونه، ډیر ګران بیّه قالی چې انسان ئې له بیانولو هم عاجز دی . ابن بشر په دوام کې لیکی ،په درعیه کې د :باطن : په نامه په یوې لوړې سیمې کې یوه ورځ ولاړ وم ، دلودیځ پلوه دآل سعود ماڼۍ چې په هغه وخت کې ورته :طریف: ویل کیدل واقع وې او د درعیه په ختیځ کې په آل شیخ مشهور د محمد بن عبدالوهاب دبچیانو ماڼۍ وې چې هغو ته ئې :بجیری : ویئل . د ابن بشر په وینا، له احسا سیمې ور سیدلی مالونو په درو کې یوه برخه د ابن سعود کورنۍ او دابن عبدالوهاب له کورنۍ سره اړونده کیدلې .

ملک سعود یوه ماڼۍ درلوده او دهغې دننه ئې څو حرم سرا هم درلودل، او د هرې یوې ښځې او خدمت کونکې لپاره خپل مخصوص ځای ؤ.د هغوی دخاوندانو قالی زیاتره،له هندی حریره چې په سرو ،زیړو او شنو زرو سره ښکلی کړائ شوی وو ، او د وریښمو جامې چې پکې دسرو زرو تارونه کارول شوی وو برابریدلې . له احسا ماهرو اشپزانو دهغه لپاره چې هرڅه ئې غوښتل ورته به ئې پخول .د سعود د یوه بچی په واده کې یوسل څلویښت اوښآن قربانی شول .محمد بن عبدالوهاب هم له سعود څخه ښه وخت درلود. هغه له ښځو سره ډیره دلچسپی درلوده او دخپل ژوند په اوږدو کې ئې له شلو ښځو سره وادونه کړی وو، چې له هغو ئې اتلس بچیان هم زیږولی وو . دلمع الشهاب لیکوال په وینا،محمد بن عبدالوهاب او دهغه کورنۍ ، ډیرې زیاتې مځکې درلودې او پر هغو سربیره، دبیت المال ډیرې برخې د هغوی په استعمال کې وې او دبیلابیلو سیمو امیرانو دهغو لپاره ارزښتمنې ډالۍ ورلیږدولې . دهغه بچیان چې هماغه آل شیخ ول ، له هغه وروسته ئې له مسلمانانو له نغرل شویو شتمنیو په استفادې سره دځان لپاره یو اشرافی او له عیش عرشته ډک ژوند برابر کړ . په وروسته پړاؤنو کې هم دغه شان وضعیَت په بشپړ ډول لیدل کید. په دریمې مرحلې کې د سعود کورنۍ فساد ته تل دعربستان دمسئلو کارپیژاندو توجه وه ، په عین حال کې ، دآل شیخ کورنۍ له آل سعود سره دملګرتیا او ملتیا په دلیل، نه یوازې ددغه شان وضعیَت په وړاندې کوم دریځ نه درلود،بلکې په مقابل کې ئې تل له آل سعود کورنۍ او دهغو له شهزادګانو دفاع کړې ده .

د وهابیّت تاریخ ته په کتو سره ، په ښه توګه روښآنه کیږی ، هغه څه چې د وهابیّانو په لښکر کشۍ کې ئې اصلی رول لوباوه ، دمسلمانانو دمالونو غلا کول اونغرل وو او ددغه کار لپاره ئې ، مسلمانانو ته د مرتدوالی او کفر بللو پرته بله لاره نه درلوده . پخپلې بلنې کې دوهابیّانو بله مهمه موخه، پراسلامی ټولنو دسعودی کورنۍ دسلطې پراختیا وه . هماغه ډول چې پخپله محمد بن سعود له محمد بن عبدالوهاب سره په لومړنۍ کتنې کې ویلی وو ، له محمد بن عبدالوهاب سره په ملګرتیا کې دهغه اندیښنه دا وه چې پردښمنانو له بریالیتوب وروسته،بله کورنۍد آل سعود ځای ونه نیسی. د وهابیّت په ټولو پړاؤنو کې دغه شان وضعیت په ښه ډول لیدل کیږی.تر دې چې دعربو پر ټاپووزمه د آل سعود او وهابیانو له سلطې وروسته ئې دحکومت په دریم پړاؤ کې پر دغه ټاپو وزمه د :سعودی عربستان :نامه کیښودله . په بله وینا،که وغواړو د وهابیّت مکتب اومذهب په دوو برخو یعنی په سیاست اودیانت وویشو،نو څه شک نشته دوهابیّت فرقه دآل سعود دپراختیا غواړو اوسلطه غواړو موخو په خدمت کې ده .دوی د توحید له شعاره په استفادې سره خپلو پراختیا غواړو موخو ته ورسیدل او توانیدلی دی ،په دغه شعارسره اودانګلستان په بشپړ مرستوسره، د عربستان پر درستې ټاپو وزمې دآل سعود سلطه پراخه کړی .

پر دې اساس هغه څه چې آل سعود او وهابیّت ئې سره یو ځای کړل ، یوه بل ته د دواړو ضرورت ؤ .وهابیّت دتورې او شتمنۍ په سیوری کې وتوانید خپل ژوند ته دوام ورکړی ، او آل سعود هم دوهابیّت له شعاره په استفادې سره خپله شتمنی او سلطه پراخه کړه . د اوسمهال وهابیّانو د ادعا په اپوټه، یوازې شیعیان دوهابیّت دکینو اوتیریو ښکار نه وو ،بلکې دوهابیّانو اصلی قربانیان ،اهل سنت او حتی حبنلیان وو . داپه داسې حال کې دی چې اوسمهاله وهابیّان هڅه کوی یوازې شیعیان خپل دښمنان معرفی کړی او د ګام په ګام مبارزې لپاره ، په پیل کې اهل سنت له شعیانو سره دمبارزې لپاره له ځان سره کړی او ورپسې بیا داهل سنت وار دی . دوهابیّت کارنامو او په بیلابیلو پړاؤنو کې داهل سنتو وژلو ته په لنډې کتنې سره ، په دغه واقعیت په ښه ډول پوهیږو . محمد بن عبدالوهاب په هغه قراءت سره چې له مذهبه ئې وړاندې کاوه ،ټول مسلمانان ئې کافر ګڼل او هغه لومړنۍ ډله چې د هغه له خوا کافره بلل شوې وه ، دنجد خلک وو . دهغه له نظره ، د نجد ټول خلک کافران دی ، دهغو ښځې ،وینه او مالونه مباح دی او مسلمان هغه څوک دی چې دمحمد بن عبدالوهاب او محمد بن سعود پر سنت ایمان لری .دغه شان کړنو د نجد سیمې د مسلمانانو دوژلو لپاره دآل سعود لاسونه آزاد کړل . کله چې محمد بن عبدالوهاب او محمد بن سعود پیوند وموند، هغه لومړنۍ سیمه چې د تورې او چورتالان تریخ خوند ئې وڅکه ، ریاض وه چې له درعیه سره نزدې وه . د ریاض اودرعیه ترمینځ دجنګ لمبې په ټول کې تر دیرشو کلونو پورې ورسیدې . محمد بن سعوددقدرت په دلیل د ریاض حاکم دعام بن دواس ونه توانید پر دغه ښار واکوالی وکړائ شی .. دغه جنګونو له کنډوالو ،تباهیو او هغو ټپیانو پرته چې په ځان پسې ئې درلودل، څلور زره کسان ئې قربانی کړل .تر دې چې په ۱۱۸۷قمری کال کې د هغه زوی ، یعنی عبدالعزیز بن محمد دجنایتکارو په یوه لښکر سره دریاض په لور حرکت وکړ . دعبدالعزیز بن محمد بن سعود لښکر دریاض ټول اوسیدونکی دتیرې تورې په نښه کړل . ښځې ئې وینځی کړې او نور په ریاض کې کوم سړی پاتې شوی نه ؤ . بې شکه انسان که هرڅومره دښمن شی ، خو بیا خپل وطن سره احساس نه ختموی ، هماغه شان چې د اسلام ګران پیغمبر ،فرمائیلی دی ، :::: حب الوطن من الایمان :؛؛

عینیه ښار دمحمد بن عبدالوهاب او دهغه دنیکونو د راپورته کیدا ځای ؤ او ترکلونوپورې دهغه پلار په دغه ښآر کې دقاضی څوکۍ په غاړه درلوده . له مذهبی پلوه هم دعینیه خلک دحنبلی مکتب پیروکار وو ،خو ددغې سیمې خلک هغه لومړنی خلک وو چې د محمد بن عبدالوهاب په فتوا او د محمد بن سعود په حکم سره ئې دوژلو او تباهۍ تریخ خوند وڅکه .

د عینیه ښآر حاکم عثمان بن معمر له اسلامی تعلیماتو دمحمد بن د عبدالوهاب دانحرافی تفکراتو په ماهیّت له خبریدو وروسته هغه له عینیه ښاره وویست. محمد هم دهغه د دښمن یعنی د درعیه د والی محمد بن سعود غیږې ته پناه یوړه او دعثمان بن معمر دکافر اومشرک کیدا او دهغه د واجب القتل کیدا فتوا ئې ورباندې صادره کړه .له دغې فتوا وروسته دشیخ ځینو مریدانوعثمان د ۱۱۶۹کال په رجب میاشت کې دجمعې په ورځ او له جمعې لمانځه وروسته وواژه . له دې وروسته محمد بن عبدالوهاب درعیه ته لاړ او دعثمان کور ئې په کنډوالې بدل کړ او یو کس ئې ددغه ښار په امارت وګماره . له څه مودې وروسته خلکو چې دوهابیّت فرقه ئې نه شوه زغملی پاڅون وکړ .خو دهغوی پاڅون په سخته وځپل شو . دوهابیانو لښکریانو دعینیه سړی او ماشومان ووژل او ښځې ئې هم ونیځې کړې ، دهغوی کورونه ئې په کنډوالو بدل کړل او دهغوی کروندې اوباغونه ئې وسوزول . له دې وروسته عینیه په یوې کنډوالې بدله شوه . هر بل ښار او ولایت چې د وهابیّت دفرقې انحرافی افکار په منلو کې ئې مقاومت کاوه، نو دهغو ښځې او ماشومان به ئې د وژل کیدو او ښار او ولایت به ئې د کنډواله کیدا په تمه وو .هماغه چلند چې نن سبا ئې د داعش او دهغې د همفکره او تکفیری ډلې تر خپل کنټرول لاندې سیمو له خلکو سره کوی . په حقیقت کې دغه ډله پر تکفیری لیدتوګوسربیره پخپلو جنایتونوکې هم د وهابیّت له فرقې او آل سعود څخه بیلګه ا خستې ده .

(سیماب)

****************************************************************

 

Add comment


Security code
Refresh