Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 13 فوریه 2016 10:43

ورځپاڼو ته کتنه د سلواغې ۲۴مه

ورځپاڼو ته کتنه  د سلواغې ۲۴مه

ورځپاڼو ته کتنه د سلواغې ۲۴مه

درنو دوستانو ورځپانو ته د کتنې له یوه بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو .

په سر ګې به د تهران او که وخت ؤ د نړیوالو ورځپاڼو سر لیکونه درته وړاندې کړو .

په سر کې کیهان :

دې ورځپانې په لوی سر ټکي د سورېې د وضعیت په اړه لیکلي روسېې ګواښ وکړ که عربستان سورېې ته ځمکني فوځيان ولیږي دریمه نړیواله جګړه به را منځته شي.

ورځپاڼه لیکي په تیرو دوو اونیو کې د سورېې فوځ د روېې د هوايي ملاټړ په مټ په حلب کې ډير پرمختګونه وکړل او دې چارې امریکا او عربستان په ویره کې واچول نو ځکه ېې له داعش سره د مبارزې په پلمه سورېې ته د یو نیم لک فوځيانو  د لیږلو خبره وکړه خو د روسېې اوسني ګواښ د امریکا او عربستان خوب او خیال دړې وړې کړ.

ورځپاڼه وايي د روسېې غبرګون واشنګټن ۱۸۰ درجې بدلون ته اړ کړ

 د روسېې لومړي وزیر دمیتري میدویدوف په صریحه لهجه وویل په سوریه د بهرنیو هیوادونو ځمکنۍ حمله کیدای شي په نړیواله جګړه منتج شي  نو ځکه د امریکا دفاع وزیر شتون کارتر وویل هیڅکله به د سورېې په سر له روسانو سره ښکیل نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربی وویل د سورېې په اړه مو د میدویدوف نظر واورید خو د سورېې په خاوره کې د ګنو ډلو له جګړو لا هم اندیښمن یو .

ورځپانه وايي د امریکا دا دریځ د دې ښودنه کوي چې امریکا د سوېې په اړه د خپلې پوخاڼۍ پيرکړې په اړه لږ تر لږه مردده شوې ده خو عربستان ممکن د خپل موجودیت ساتلو په خاطر هر خطر ته ځان ورواچوي که څه هم لودیځ ملاتړي ېې دا ریسک نه اخلي .

کیهان د سلواغې ۲۲مې یا د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې مراسمو ته هم اشاره کړې او وايي موږ نه زموږ دوښمن ستړی شوی دی .

کیهان لیکي د سلواغې ۲۲مې په لاریون کې د خلکو میلیوني او ولوله ناک ګډون په ډاګه کړه چې د ایران ملت یو واحد ملت دی او د ایران عزت او اقندار ېې نندارې ته وړاندې کړ .

 کیهان وايي دا لاریون د ایران د خلکو د ایماندارۍ مقاومت دریدا او شهامت ښکارندوی ؤ او د سلطې د نظام معادلات او خوبونه ېې یو ځل بیا په اوبو لاهو کړل .

ورځپاڼه زیاتوي  داسلامی انقلاب دبریالیتوب داوه دیرشمې کلیزې په میلیونی لاریون کې لاریون کونکو دیوې اعلامیې په صادرولو سره استکباری قدرتونو ته خبرداری ورکړ ،که وغواړی دایران کمزوری کولو اویا ګواښلو ته مخه کړی ، نو دایران ملت به دخدای په قدرت او دخپلو وسله والو ځواکونو په اقتدار اوتوانمنیو سره دښمنانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .

په دغه پریکړه لیک کې دایران دایټمی مرکچی ټیم دهلوځلو په قدرونې سره دبرجام پروګرام یا ایکشن پلان داجرا پر بهیر داسلامی انقلاب دمعظم لارښود لارښونوته پر جدی پام هم ټینګارشوی او له حکومته او دایران دملی امنیت له لوړې شورا غوښتل شوی دی دموافقو اوتړونونو د هرډول خلاف ورزۍ په بڼه کې دې پخپلې ایجنډا کې په جدی او پریکنده ډول د ورته مقابلې سټراټیژی ولری .

د ورځپانې په قول د دغه پریکړه لیک په دوام کې لاریون کونکو همداراز ټینګار کړی دایران له استکبار سره مبارزه کونکی ملت هماغه راز امریکا خپله لومړی لمبر دښمنه ګڼی او له خپلو ټولو امنیتی اواطلاعاتی اورګانونو او ادارو غواړی په هوښیارۍ اوځیرتیا سره دې ددښمن دنفوذ ددسیسو په وړاندې پخپلو مسئولیّتونو عمل وکړی

جمهوري اسلامي ورځپاڼه  :

دې ورځپاڼې هم دسلواغې د۲۲نیټې دیوم ا.... دپرتمین لاریون  په اړه مطالب خپاره کړي او وايي د دغه لاریون ګډون کونکو اعلان کړی ، دایران سرلوړی او میړنی ملت به دفرورۍ په ۲۶نیټه درهبرۍ دخبرګانو شورا او دغه راز داسلامی شورا یا پارلیمان په عمومی انتخاباتو کې پخپل دشمن ماتوونکي اوپراخ مشارکت او حماسی ګډون سره خپل یوه خوله والی ، یو زړتوب او بصیرت دیوې بلې حماسې په پنځولو سره دنړیوالو نندارې ته وړاندې کړی

لاریون کوونکو ویل  د ایران مسلمان او فهیم ملت دحضرت امام خمینی له لوړو آئیډیاؤ سره په بیا بیعت کولو سره په ټولو اړخونو کې داسلامی ایران دارواښاد بنسټګر سیرت اوتفکر ته دپام په ضرورت هم ټینګار کوی . همداراز داسلامی ایران یوموټی او موحد ولس په اسلامی هیوادونو کې دتکفیری اوسلفی ډلو او د دداعش دترهه ګرو جنایتونو او نیابتی جنګونو او همداراز دآل سعود رژیم دکم عقلانه  هڅو په غندلو سره دسورئې او عراق دهیوادونو له حکومت ،پوځ اوولسی مبارز ملت او ولسی ځواک څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ او دغه ر از ئې روښآنه کړې چې دیمن دبې ګناه اومظلوم ولس په ضد دآل سعود رژیم جنګ او ددغه هیواد دمظلومو مسلمانانو بې رحمه عامه وژله او د بحرین دولس په ضد په ظلم او جنایتونو کې له آل خلیفه رژیم سره مشارکت چې له بده مرغه دنړیوالو ټولنو دچپتیا په سیوری او دامریکائی حکومت په ظالمانه ملاتړونو سره ترسره کیږی هم په سخته محکوم کوی .

قانون ورځپاڼه :

دې ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي ایران داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته دسیمې د عربو هیوادونو د رسنیو د پروپاګنډو او ادعاګانو په اپوټه له اقتصادی او امنیتی نظره ډیره وده کړی ده .

دې ورځپاڼې د یوه عراقي خبریال صنان الشمري خبرې هم را اخیستې چې وايي  ایران په امنیتی او اقتصادی زمینو کښې له پرمخللیو اروپایي هیوادونو سره د پرتله کولو وړ دی .

دعراق دغه مشهور خبریال وویل دایران پرضد د سعودی عربستان او دقطر له زهرجنو پروپاګنډو سره سره دعراق ملت په ایرانیانو ویاړی او هیله ده چې دبایکاټو په کامل ډول لغوه کیدا سره ایران ترټولو ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړی .

دعراق دغه خبریال په سیمه کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د ایران رول ته په اشارې سره وویل که چیرې اسلامی ایران ا د عراق د ستر مذهبی مرجع ایت الله سیستانی فتوا او د خلکو بسیج کیدل نه وائ ترهګرو به عراق نیولی ؤ .

جام جم :

دې ورځپانې په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی څرګندونې را اخیستې چې وايي د سلواغې په ۲۲مه دخلکو دغه ستر ګډون ددې ښودنه کوی چې دایران ملت داسلامی انقلاب ملاتړی دی او هر ځای چې ضرورت وی نو په ډګر کښې به شتون ولری .

دا ورخياڼه وايي د ایران د اسلامي انقلاب د کامیابۍ دکلیزې  جشن د افغانستان د ملي وحدت د اجرایی شورا د مشر  د پارلیمان د یوشمیر غړو او په کابل کې د یو شمیر سفیرانو په شتون سره په دغه ښار کې ترسره شو.

د ورځپاڼې  د راپور له مخې  ډاکټر عبدالله عبدالله  په دغه مراسمو کې په یوې وینا کې د ایران د  اسلامي انقلاب د کامیابۍ دکلیزې په مناسبت د اسلامي انقلاب ستر لارښود او د ایران ولسمشر او ولس ته مبارکي وویله .

هغه په دې بیان سره چې د وخت په تیریدو سره  د ایران او افغانستان اړیکې په تينګیدو دي وویل د افغانستان ولس د ایران د ولس او دولت له مرستې منندویی دی  ځکه چې  ایرانیانو په عمل کې خپله دوستي ثابته کړې ده.

  په کابل کې داسلامي ایران سفیر محمد رضا بهرامي هم  په دغه مراسمو کې وویل : د افغانستان په وړاندې د ایران  د دولت نظر  د سولې نظر دی  او ایران  د افغانستان د دولت په مشرۍ د سولې د  خبرو اترو ملاتړ کوي.

 له بلې خوا د اسلامي انقلاب د کامیابۍ د کلیزې د درنښت په مناسبت د افغانستان د هرات ولایت د عالمانو ، او د حوزې او پوهنتونو د استادانو او خلکو په ګډون سره  پرتمین مراسم ترسره شول.

زمونږ دخبریال د راپور له مخې  په دغه  دستورو کې  په هرات کې د سجادیه مدرسې مسوول وویل اسلامي انقلاب د اسلام له سپیڅلو اوامرو اخستل شوی و او د  انقلاب بنسټ ګر امام خمیني  په پوهې او له الهی ایتونو او د پیغمبر له روایتونو په  استفادې سره  ګام په ګام  د اسلامي انقلاب رهبري وکړه  او هغه یې کامیاب کړ .

د افغانستان په لویدیځ کې د اسلامي اخوت د شورا مشرمولوی سید احمد اخونزاده هم  اسلامي انقلاب یو همیشه پاتې حق غواړي پاڅون وباله چې  تر ابده به دخلکو په ذهنونو کې پاتې وي.

 اعتماد ورځپاڼه :

دې ورځپاڼې لیکلي دایران داسلامی جمهورت ولسمشر حسن روحانی دتهران په آزادۍ میدان کې دمیلیونی لاریون ګډون والو ته پخپلې وینا کې ایران داوږدمهاله ګډو ملګرتیاؤ لپاره له چین ،روسیې او اروپائی اتحادئې سره پراخو موافقو ته په اشارې سره وویل ، نننۍ نړۍ پوهه شوې ده چې دایران دملت دبایکاټولو اوسپکولو دژبې وخت تیر شوی دی او باید دایران له ملت سره یوازې داحترام او عزت په ژبه خبرې وشی .

کابل ورځپاڼې :

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د بغلان په ډنډ غوري کې د روانو عملیاتو اغېزو او د افغانستان روان امنیتي وضعیت ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې په بغلان کې عملیات چاته ګټه رسوي؟

په سرمقاله کې د بغلان د اوسېدونکو او مدني فعالانو په حواله راغلي چې د بغلان په عملیاتو کې د ۸۰۰ په شاوخوا کې ملکیان مړه او ټپيان شوي دي.

د سر مقالې لیکوال ویلي، په بغلان کې وسله وال مخالفین هم په کلیو او بانډو کې موجود دي او همدا لامل دی چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د ورځپاڼې په باور، حکومت باید پوه شي چې پر کلیو او کورونو د درونو وسلو ډزې او د ملکي خلکو ځورول په جګړه کې د بریالیتوب لار نه ده.

افغانستان:

افغانستان ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغان حکومت د امنیت په برخه کې د ستراتیژۍ له خلا سره مخامخ دی.

په سرمقاله کې راغلي، نښې نښانې داسې ښيي چې راتلونکی کال برخه لیک ټاکونکی دی، یا به وسله وال مخالفین په جګړه کې ماته خوري یا به د سولې له بهیر سره یوځای کېږي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، تر اوسه طالبانو د افغان حکومت په وړاندې په خپلو فعالیتونو کې هېڅ نرمښت نه دی راوستلی، خو افغان چارواکي یې په وړاندې جدي عمل نه کوي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د هوایي ځواکونو تجهیز په تودو بحثونو بدل شوی او افغان حکومت هم هڅه کوي چې هوایي ځواک په خپلو پښو و دروي.

په سرمقاله کې راغلي، اوس د افغانستان هوایي ځواک قول اردو پيدا کړې او وړتیا یې هم ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، بهرنۍ کړۍ هڅه کوي چې د ملي امنیت مشر بدنام کړي.

په مطلب کې د ملي امنیت ریاست د سرچینو په حواله راغلي چې پاکستاني رسنۍ له څو ورځو راهیسې د افغانستان د ملي امنیت د مشر او د آی.ایس.آی د مشر د لیدو کتو خبرونه خپروي، خو د همدې امنیتي سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، لیکل شوي چې دا راپورونه بې اساسه دي.

په همدې مطلب کې د نظر د خاوندانو په حواله لیکل شوي چې پاکستاني رسنۍ په دې ډول راپورونو سره غواړي عامه ذهنیت خراب کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، خلکو بې تفاوته مه اوسی چې حکومت سقوط کوي.

په سرمقاله کې د ولسمشر د فوق العاده استازي احمد ضیا مسعود په حواله راغلي چې ویلي یې دي، حکومت د ترهګرو د ځپلو اراده نه لري او ډېر مخالفین د محاکمو د پرېکړو په اساس په اشد مجازات محکوم دي، خو حکومت د دغو پریکړو عملي کول نه غواړي.

 

Add comment


Security code
Refresh