Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 07 مارس 2016 05:03

د هندوستان د کرکټ ملی ټیم د اسیا په سویه د شل اوریزو یا ټي ټونټي لوبو اتل شو .

د هندوستان د کرکټ ملی ټیم   د اسیا په سویه  د شل اوریزو یا ټي  ټونټي لوبو اتل شو .

د هندوستان د کرکټ ملی ټیم  بنګله دیش ته  په اتو ویکټو په ماته ورکولو سره  د اسیا په سویه  د شل اوریزو یا ټي  ټونټي لوبو اتله شوه .

د بنګله دیش په  میر پور ښار کې د کرکټ د اسیا کپ د لوبو په فاینل کې  د هندوستان  ټیم کپتان دهوني د ټاس له ګټلو وروسته اول  د بنګله دیش ټیم  لوبې ته وباله .

دغه لوبه چې د باران په وجه  د شلو په ځای پینځلسو اورنو ته کمه شوې وه بنګله دیش  اول  په پینځلسو اورونو کې  د شپږ ویکټو په سوزیدو سره  ۱۲۰ منډې جوړې کړې.

د دې په ځواب کې د هندوستان ټیم  په آخری اور کې د دو لوبغاړو په سوزیدو او د یو سل  دوه ویشتو منډو په جوړولو سره  د اسیا لومړی شل اوریز کپ وګاټه. د هندوستان  د ټیم له خوا تر ټولو زیاتې منډې  شیکر دهون  جوړې کړې هغه د یوې شپږیز په شمول  شپیته منډې وکړې او ونه سوزیده.

دا د اسیا په  سویه د  شل اوریزو لوبو لومړی کپ و.

Add comment


Security code
Refresh