Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 29 مارس 2016 17:40

د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها نیکمرغه زوکړه

                          د  حضرت فاطمةالزهرا  سلام الله علیها نیکمرغه زوکړه

خوږومینه والو زموږ سلامونه او نیکې هیلې ومنئ. پدی پروګرام کی، چی د حضرت فاطمه زهرا س، د نیکمرغه ولادت د کالیزې په مناسبت چمتو شوئ، د اسلام د دغې سترې میرمنې سره، په لا زیاته آشنا کیږو. هیله ده د پروګرام تر پایه پوری زموږ سره و اوسئ.

د جمادی الثانی شلمه ورځ، د اسلام د ګرانقدر پیغمبر ص د ګرانې لورې، حضرت فاطمه زهرا س، په نیکمرغه ولادت سره سینګار شوې ده. د آنحضرتې میلاد یوه مبارکه پیښه وه؛ چی د حضرت پیغمبر اکرم ص د بعثت او رسالت په لمړنیو کلونو کی، رامنځته شوه. د بعثت په پنځم کال کی، پداسی یوه ورځ د نبوت کورنۍ په جنتی عطرو باندی خوشبویه شوه. په هغې ورځ فاطمه س، دې دنیا ته سترګې رڼې کړې، او د حضرت محمد ص؛ او د آنحضرت د میرمنې،حضرت خدیجه کبری س، زړونه له خوشحالۍ او خوښۍ څخه ډک شول.

د حضرت زهرا س نیکمرغه ولادت، د متعال خدای ج له خوا، حضرت پیغمبر اکرم ص، او حضرت خدیجه کبرا س ته، یوه ډالۍ وه. حضرت رسول اکرم ص، د خدای تعالی ج له حمد او ثنا، او له شکر ادا کولو وروسته، فاطمه س پخپله غیږه کی ونیوله، د هغې تندئ یی ښکل کړ، او د هغې روښانه څیرې ته یی وکتل. د فاطمه س نورانی سترګو، حضرت پیغمبر ص ته آرامتیا وربخښله. د بې بې فاطمه زهرا س په ولادت سره، ته به وایی چی متعال خدای ج د خلقت ګنج، حضرت پیغمبر ص ته ور بخښلئ دئ، او په رښتیا؛ د قرآنکریم له قوله: بې بې فاطمه س کوثر، یعنی ډیر خیر وه. هلته چی متعال خدای ج، په ډیر ښکلی عبارت او ستاینه کی، حضرت پیغمبر ص ته داسی وفرمایل:« انا اعطیناک الکوثر، فصل لربک والنحر، ان شانئک هو الابتر.»

یعنی: «موږ تاته کوثر( ډیر خیر او برکت) در وبخښل. نو د خپل پروردګار لپاره لمونځ ادا کړه، او قربانې وکړه. او( پوه شه) په تحقیق سره ستا دښمن ابتر او مقطوع النسل(بی نسله) دئ.»

دغو مبارکو آیتونو، د هغو دښمنانو د ګڼو او پرله پسی پیغورونو په وړاندی، چی پیغمبر اکرم ص یی بی نسله باله، هغه حضرت ته امید ور باخښه. بې بې فاطمه س دنیا ته راغلې وه، تر څو د ټول عالم د ښځو سرداره شی. او د انحضرتې له نسل څخه، له توحیدی دین، او د اخلاقو او انسانیت له پولو څخه د دفاع او ساتنې لپاره، رښتنی مخکښان را وپاڅی. بزرګواره پیغمبر ص؛ هغه فاطمه ونوموله، پدې معنی چی متعال خدای ج، دغه بې بې له بدیو او اور څخه لیری ساتلې ده.

د عالم په ډیرې سترې میرمنې،حضرت فاطمه س باندی سلام، د پیغمبر اکرم ص په نزد په ډیرو عزیزو انسانانو باندی سلام، په ډیر خیر او رحمت باندی سلام، په بې بې فاطمه س باندی سلام؛ چی د لوړ او د اوچتې مرتبې څخه د برخمن انسان، مصداق او بیلګه ده. د ټول عالم د ستر ویاړ، حضرت فاطمه زهرا س د نیکمرغه ولادت کالیزه دی، د حقیقت پر ټولو پلویانو باندی مبارکه وی.

 

بې بې فاطمه زهرا س، څو لنډ کلونه د خپلې ګرانې مور حضرت خدیجې س ترڅنګ تیر کړل؛ خو د مبارزې او مقاومت کیسه یی د خپلې مور له خولې اوریدلې وه. دغې بې بې هرکله چی د خپلې مور څیرې ته کتل، ګواکی د دغې کیسې تازه فصل یی لوسته؛ هغه کیسه چی تر اوسه لا روانه وه. فاطمه س، د خپل بزرګواره پلار په څنګ کی، د ژوندانه له ډیرو لوړو مفاهیمو سره بلده شوه. آنحضرتې؛د خپل پلار( د خدای د ګران رسول ص ) په نزد، ځانګړې موقعیت او مرتبه درلوده. د خپلې لور په نسبت، د اسلام د ګران پیغمبر ص محبت، تعظیم او احترام د یو پلار له مهربانۍ او محبت څخه لا اوچت ؤو، او د حضرت فاطمه س د مقام له ستر توب او کمالاتو څخه یی سرچینه اخیستله. پیغمبر اکرم ص؛ د بې بې فاطمه س سره ډیره مینه لرله او فرمایل یی:« زما ګرانه لور فاطمه، په ټولو زمانو او نسلونو کی د ټولې نړۍ د ښځو سرداره ده.»

بې بې فاطمه س، پداسی یوه ټولنه کی پیدا شوه؛ چی له انسانی ارزښتونو څخه بی برخه وه. د جګړې او وینې توئیدنې په شان غلط دودونه، او د لوڼو ژوندی ښخول پکی رائیج ؤو، او د خلګو په ځان او روح کی یی ریښه ځغلولې وه. د اسلام د مبین دین په ظهور سره، حضرت پیغمبر اکرم ص، له دغو سپیرو رسومو او عادتونو سره مقابله وکړه. پداسی یوه زمانه کی چی پلرونه د لور له درلودلو غصه کیدل، انحضرت د فاطمه س لاسونه ښکلی کړل، تر څو د ښځو په هکله له جاهلی افکارو سره مبارزه وکړی.

د بې بې فاطمه س روح او بدن، د وحې په کور کی، او د خدای د ستر پیغمبر ص د شخصیت تر څنګ، له الهی معارفو سره واخښل شول. هر ځلې چی په حضرت پیغمبر ص باندی وحې نازلیدله، او هغه حضرت ته دنده ورکول کیده چی، خلګو ته تازه حقایق بیان کړی، حضرت فاطمه س د پیغمبر ص له حکمت څخه له ډکو خبرو څخه، د خلقت تفسیر زده کاوه. بې بې فاطمه س، پداسی شناخت او پوهې سره د لوړاوې لاره کچ کړه، او د عالمیانو د پروردګار معرفت ته ورسیدله، چی د انسان پیداکونکئ، او د ټولو ښیګنو او نیکیو پنځونکئ دئ. حضرت فاطمه س، د عبودیت او بندګۍ په لوړ حد کی وایی:« شهادت ورکوم چی، د نړۍ خدای یو دئ، او له هغه پرته بل خدای نشته.»

د دغه شهادت نتیجه، له متعال خدای ج سره خالصانه مینه ده. له خدای تعالی سره مینه؛ د فاطمه س د ځان سره داسی اخښله شوې ده، چی هغه یواځی د سبحان خدای ج، د رضا په هکله فکر کوی. هغه څه چی په ژوندانه کی د آنحضرتې د رضایت سبب کیدل، دا ؤو چی د متعال خدای ج په لاره کی د خدمت کولو لپاره یو ګام پورته کړی. په همدی دلیل، کله چی حضرت پیغمبر ص وفرمایل:« ای فاطمه جانې! هره غوښتنه او اړتیا چی لری، راته ووایه؛ چی همدا اوس د وحې فرشته زما ترڅنګ ده.»

فاطمه س داسی ځواب ورکړ: هغه خوند چی د حق په لاره کی له خدمت کولو څخه اخلم؛ زه یی له هرې غوښتنې څخه منع کړې یمه، او لدې پرته بله غوښتنه نه لرم، چی تل د متعال خدای ج د ښکلی جمال کتونکې اوسمه.» حضرت پیغمبر ص، د فاطمه س په دغې رښتنېې مینې باندی شهادت ورکوی، او خپل یو صحابی ته فرمایی:« ای سلمانه! متعال خدای ج، د فاطمه زړه، ځان او ټول وجود، له ایمان څخه ډک کړی دی، چی د هغه ذات په درګاه کی د بندګۍ او طاعت لپاره یی، ځان له ټولو څیزونو څخه آزاد او خلاص کړئ دئ.

فاطمه س، پداشان ژور او پراخ لید او مفکورې سره، د کورنۍ او ټولنې ډګر ته ګام کښیښود، او د میرمنې او مور په موقعیت کی یی رول ولوباوه، تر څو د ښځو په هکله د اسلام د رښتنی سمبول، عینی بیلګه وی. حضرت فاطمه س، د دغه حقیقت په درک کولو سره، چی ښځه او نر؛ د پنځون په نظام کی د یو او بل تکمیلونکی دی؛ د کورنۍ فضا له مینې او محبت څخه ډکه کړه. د فاطمه س، په زړه پوری او له مینې ډکه څیره، تل د حضرت علی ع، د زړه د ډاډینې او آرامتیا تومنه وه. فاطمه س، کورنۍ؛ د ټولنې ډیره اصلې ستنه، او د خدای ج ډیر د مینې وړ ارګان باله.

هغې، د کورنۍ محیط او فضا، د روزنې لپاره یوه زمینه وټاکله. د بې بې فاطمه س له وړه کور څخه، ډیر ستر انسانان را ووتل، چی په تاریخ کی د مهمو بدلونونو سرچینه او لامل وګرځیدل. حضرت فاطمه س، چی پخپله د علم او ایمان ډکه سرچینه وه؛ پخپله روزنیزه روده کی، د خپلو بچیانو په وجود کی، د انسان دوستۍ؛ ادب؛ او داسی نورو اخلاقی فضایلو تخم و پاشه. یوه ورځ د ژوندانه په یوه آزموینه کی، حضرت علی ع؛ او حضرت فاطمه س، د خپلو دریو پرله پسی ورخو خواړه، مسکینو؛ فقیرو او اسیرو کسانو ته ور وبخښل، او خپله نذرې روژه یی په اوبو سر ماته کړه. د فاطمه س په کورنۍ دغې رودې؛ د هغې بې بې بچیان دیته وهڅول، ترڅو د ژوندانه په سختو آزموینو کی، ځانونه د حق او رښتینی ارزښتونو د را ژوندی کولو په لاره کی قربانی کړی.

د فاطمه س کور، داسی یو کور دئ، چی د هغه غړیو له پوهې او عقل څخه په کار اخیستو سره، خدای تعالی ج؛ د خپلو کارونو او رودې چورلیز ټاکلئ دئ. د کور میرمنه؛ د عبادت او دعا مینه وال ده. د بې بې فاطمې س،د یو زوی له قوله، ویل شوی: مور می، کله چی په الهی درګاه کی، په عبادت باندی دریږی، له ځانه بهر کیږی، او ځلانده روښنایې، د هغه چاپیر نیسی.» فاطمه س، له ژوندانه څخه په ژور درک او پوهې سره، د خپلې دعا په یوه برخه کی، فرمایی:« ای خدایه! موږ ته فرصت راکړه؛ ترڅو په هغه څه باندی لاس پوری کړم، چی تا د هغه لپاره پیداکړې یمه، او له دې څخه په غیر چارو باندی می ما لګیا کوه.»

د فاطمه س له نظره، په کور کی د ښځو حضور، او د کورنۍ په مرکز کی د هغوی رول، د رغونکو او ټولنیزو ژوند بښونکو هلوځلو په وړاندی خنډ نه دئ، خو ښځې باید خپل هویت او شخصیت، د نارینه ؤو سره په پرتله، او د هغوی سره په غیر منطقی برابرې کی ونه لټوی. فاطمه س، ښځو ته ور زده کوی، چی د ښځو برترې، د نارینه ؤو سره په نا عاقلانه سیالیو کی نه ده، بلکه په درسته توګه، د هغو دندو په ترسره کولو کی ده، چی د خلقت نظام؛ د هغو په اوږو باندی ایښی دی؛ داسی دندې چی په حقیقت کی نارینه، د هغو د ترسره کولو توان نه لری. پداسی تفکر سره، بې بې فاطمه س د میرمنتوب او مور والی دندو ته، لمړیتوب ور کړ، او په عین حال کی یی له سیاسی او ټولنیزو فعالیتونو څخه ډډه ونه کړه. تاریخ د اسلام په حساسو و برخلیک ټاکونکو ډګرونو کی د دغه ګرانې میرمنې د حضور شاهد دئ.

له مکې مکرمې او مدینه منورې څخه نیولی، بیا د جنګونو د ډګرونو ترشا ، او همداراز د حضرت پیغمبر ص له رحلت څخه په وروسته پیښو کی تر حضوره پوری، ټول د حضرت فاطمه س د مسؤلیت د احساس ښودونکی دی. بې بې فاطمه س، د حقیقت د روښانه کیدو لپاره، له هغو جریانونو سره چی یی د ارزښتونو د نابودولو او تخیریب قصد درلود، مخالفت او مقابله کوله، د دینې عقایدو او اخلاقی چارو په روښانه کولو کی، د آنحضرتې اغیز شنیدونکې او روښانه ویناوی، داسی یوه خزانه ده چی، د قرانکریم په آیتونو باندی سینګار شوی دی.

بې بې فاطمه س، قرآنی ارزښتونه یواځی په خبرو کی نه بیانول، بلکه، د قرآنی حقایقو سره د ټولنې د واقعیتونو د تطبیقولو په اساس یی، دا دنده او ضرورت احساس کړ؛ چی د نادرستو چارو سره مخالفت کولو ته را پورته شی.

د هغې دورې ټولنیزو او سیاسی مسایلو ته د حضرت فاطمه س، ژور کتنه او نظر، د قرانکریم له معارفو څخه سرچینه اخیستئ نظر ؤ، چی هغه یی د ظلم، ستم او فساد او تبعیض سره مبارزې ته رابلله. آنحضرتی، اخلاقی او معنوی ارزښتونه، پخپلو افکارو، ویناؤو او کړچار کی په ښه توګه وښودل. د حضرت فاطمه زهرا س، له نظره؛ قرآنګریم ته پاملرنه او دقت، د پوهیدو او عمل کولو لپاره دئ. لکه څنګه چی فرمایی: « که مسلمان کس د قرآن پیرو وی، نیکمرغه به شی، او ژغورنې ته لارښوونه کیږی.»

له همدې کبله، حضرت فاطمه س، د حضرت پیغمبر اکرم ص له رحلت څخه په وروسته پیښو کی، په مسلمانانو کی د تفرقې او ډلې ډلې کیدو څخه د مخنیوی کولو لپاره، د قرآن مجید د اساسی رول یادونه وکړه، او ویی فرمایل: « ولې په کږې او انحرافې لارې باندی ځۍ، پداسی حال کی د خدای تعالی کتاب ستاسو په منځ کی دئ؟ د هغه مطالب روښانه او احکام یی ځلانده دی. د هغه د هدایت نښې څرګندې، او خبردارۍ یی واضح دی. آیا د قرآن کریم سره علاقه او مینه لرئ؛ او له قرآن څخه په غیر بل قضاوت کونکئ لټوئ؟»

حضرت فاطمه س، په ویناؤو کی د قرآن د دره ناوی له کولو سربیره، پخپله په عمل کی د دغه الهی ستر کلام د معارفو بیلګه وه.

په ایران کی د حضرت فاطمه س د ولادت نیکمرغه ورځ، د ښځې او مور د مقام د نمانځنې ورځ ده. هیله ده چی د نړۍ مسلمانی ښځې و میندې، له اسلام څخه په درستې پیژندګلوې، او د حضرت زهرا س په شان میرمنو څخه په سرمشق اخیستو سره، د کورنۍ او ټولنې په ډګر کی، خپل رښتنئ موقعیت درک کړی، او هغه ډول چی ښه او د هغوی وړ وی عمل وکړی.

 

 

 

 

 

 

Add comment