Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 15 می 2016 16:49

ایران د اونۍ په هنداره کښې

ایران د اونۍ په هنداره کښې
په نړیوالو چارو کښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر سلاکار او د اسلامی بېدارۍ د نړیوالې ټولنې عمومی سېکتر ډاکټر علی اکبر ولایتی تېره هفته د مقاومت د علماو د نړیوالې اتحادیې په غونډه کښې د ګډون او د لبنان له ځینو چارواکو سره د کتنې لپاره د دغه هېواد پائېتخت بېروت ته لاړ.

په نړیوالو چارو کښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر سلاکار د لبنان د مقاومت د عالمانو د اتحادیې د غونډې د پرانېستې په مراسمو کښې په یوه وېنا کښې په سیمه کښې د دښمنانو اهداف او دسیسې بیان کړې او وې ویل، سیمه په یو نامناسبه حالت کښې راغلې ده او له بده مرغه د سیمې ځینې مرتجع هېوادونه هم د غفلت یا خیانت په وجه دغه تفرقه اچونې زیاتوی.

د اسلامی بېدارۍ د نړیوالې ټولنې عمومی سېکتر په لبنان کښې د دغه هېواد د حزب ا... له مشر سید حسن نصرا... سره کتنه وکړه. په نړیوالو چارو کښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر سلاکار له لبنانه وروسته د سوریې پائېتخت دمشق ته هم سفر وکړ او د سوریې د ولسمشر بشار اسد، وزیراعظم وائل الحلقی او د بهرنیو چارو د وزیر ولید معلم په شمول د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

ډاکټر ولایت د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنه کښې وویل، د ایران اسلامی جمهوریت له ترهه ګرو سره چې د سیمې د مظلومو خلقو په خلاف جنایتونه کوی د مبارزې او مقابلې لپاره له خپلو ټولو ظرفیتونو څخه استفاده کوی.

په نړیوالو چارو کښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر سلاکار د سوریې له وزیراعظم وائل الحلقی او د بهرنیو چارو له وزیر ولید معلم سره هم کتنه او د سیمې د موضوعاتو او مېدانی بدلونونو په باره کښې بحث او د نظر تبادله وکړه.

د لبنان د حزب ا... د نامتو جنګیالی مصطفی بدرالدین له شهادته وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د لبنان د حزب ا... مشر ته په یو پېغام کښې د ستر مجاهد مصطفی بدرالدین د شهادت په مناسبت د لبنان حکومت او د مقاومت مبارزانو ته مبارکی او تسلیت ووایۀ.

د بهرنیو چارو د وزارت د ډېپلومېسۍ او رسانه ای عمومی ادارې د رپوټ له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د مصطفی بدرالدین د شهادت په مناسبت سید حسن نصرا... ته په خپل تسلیتی پېغام کښې راوړی دی: هغه قدرمن شهید د اسلام له حق غوښتونکو آئیډیالونو او د لبنان له مقاومو خلقوڅخه په دفاع او له ظلم او ستم او ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې له عشق، ولولې او حماسې ډک ؤ. د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په پېغام کښې راغلی دی: بې له شکه د دغه نۀ ستړی کېدونکی مجاهد شهادت د صهیونېسټ رژیم او ترهه ګرۍ په خلاف د مقاومت د ځواکونو کلکه اراده له مخکې نه زیاته مضبوطوی.

ظریف په دغه پېغام کښې د دغه شهید د درجاتو د اوچتوالی او د هغۀ د کورنۍ او د جنګ د ملګرو لپاره د صبر او زغم دعا کړې ده.

د لبنان المیادین ټیلی ویژنی چېنل د تېرې هفتې د جُمعې په ورځ سهار وویل، د لبنان د حزب ا... نامتو جنګیالے مصطفی بدرالدین د دمشق له هوائی ډګر سره نزدې د هغۀ په استوګن ځاے باندې د صهیونېسټ رژیم په حمله کښې شهید شوے دے.

د ایران د اسلامی جمهوریت د حاجیانو په موقع د لېږلو د زمینې په برابرولو کښې د سعودی خنډ اچونې هم هغه شان دوام لری. د ایران د حج او زیاراتو د ادارې مشر سعید اوحدی له دغو خنډ اچونو وروسته وویل، سعودیانو د باعزته حج د مناسکو د ادا کولو لپاره حالات سخت کړی دی خو ایران ورسره د عزت له دریځه چلند کړے دے.

د ایران د حج او زیاراتو د ادارې مشر وویل، په داسې حال کښې چې د تمتع حج لپاره وخت رانزدې شوے دے او د حج د سریزو اجرا لپاره چندانې وخت پاتې نه دے ، سعودی عربستان له خپلو کورنیو اختلافاتو سره مخامخ دے اوتېره هفته د دغه هېواد د حج وزیر بدل شو.

په یوه بله واقعه کښې په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د نمائندګۍ مرستیال غلام حسېن دهقانی د امنیت د شورا په ازاده غونډه کښې چې د ترهه ګرۍ انګارونه اوآئیډیالوجۍ تر عنوان لاندې وشوه څرګنده کړه: نړیواله ټولنه پکار دی له بل هر کاره مخکې د تندلاریتوب له پلېدې آئیډیالوجۍ او د هغو له ملاتړو سره چې د اسلامی نړۍ او له هغې نه په بهر کښې د ځوانانو په زړونو او ذهنونو کښې یې د نفرت او تشدد تخم کرلې په مقابله لاس پورې کړی.

په ملګرو ملتو کښې د ایران د دائمی نمائندګۍ مرستیال وویل، القاعده او طالب ډله د هغو کسانو وړومبنۍ لاسته راوړنې دی چې په وروستیو لسیزو کښې له خپل قدرت او مالی سرچینو څخه یې په استفادې سره دغه تنګ نظرانه آئیډیالوجی ترویج کړې ده او جبهه النصره او داعش یې ترټولو وروستی محصولونه دی.

دهقانی څرګنده کړه،د داعش د پېدائش او ورسره د پېېلو ډلو افراطی آئیډیالوجۍ د جرړو په ډاګه کېدو لپاره پکار دی د عراق وروستیو بدلونونو ته پاملرنه وشی، په تېره بیا له بهرنی فوځی مداخلته وروسته دغه هېواد د تندلاریتوب د ودې او پراختیا زېږنځاے جوړ شو او همدا ډول د سوریې بحران چې مختلفو هېوادونو، ادارو او افرادو د مداخلت په خاطر د افراط پالنې د ودې لپاره یې یوه بله مناسبه فضاء رامنځته کړه.

په ملګرو ملتو کښې د ایران د دائمی نمائنده مرستیال زیاته کړه، د تندلاریتوب او ترهه ګرۍ د ودې په زمینو کښې پکار دی نور مرسته کوونکی عوامل په تېره بیا د صهیونېسټ رژیم نیواکګری، فقر، فساد او د استبدادی حکومتونو شتون ورزیات شی.

تېره هفته تهران د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مراد اف کوربا ؤ. مراد اف تهران ته په سفر کښې له خپل ایرانی همسنګ جواد ظریف سره له کتنې نه علاوه د ایران له ولسمشر او نورو چارواکو سره د دوو اړخیزو تعلقاتو او سیمه ایزو ملګرتیاو په اړه خبرې اترې وکړې.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر په کتنه کښې د ایران او ترکمنستان د تعلقاتو او ملګرتیاو د پراختیا لپاره د کېسپیئن سمندرګی له ظرفیتونو څخه د صحیح استفادې په ضرورت باندې په تاکید سره وویل، د ریلوے پټلۍ متصل کول او د مېنځنۍ اېشیا او ختیځې اېشیا تر هېوادونو پورې د هغې دوام ایران او ترکمنستان د سټراټیجېکو تعلقاتو په لاره کښې راوستی دی. ایران او ترکمنستان له نولس سوه یو نوی یم کال څخه د شوروی له دړې وړې کېدو وروسته د مرکزی اېشیا د جمهوریتونو د خپلواکۍ له اعلانه پس د تعلقاتو د پراختیالپاره اوچت ګامونه پورته کړی دی.

د ایکو او د کېسپیئن د سیمې په شان په سیمه ایزو تنظیمونو او همدارنګ په نړیوالو ټولنو کښې د ایران او ترکمنستان ملګرتیاو د ګډو ګټو په بنیاد د ټول اړخیزې ملګرتیا له ظرفیتونو څخه د استفادې لپاره مناسبې زمینې برابرې کړې دی. د دواړو هېوادونو چارواکی باوری دی چې د دواړو ملتونو ترمېنځ تاریخی او کلتوری مشترکاتو ته په پام سره د تعلقاتو د پراختیا په لړ کښې له ټولو فرصتونو څخه په ډېر ښۀ شکل استفاده کېدې شی.

د دې پروګرام په دوام کښې د ایران په حقله څو نورو لنډو خبرونو ته ستاسو پام راګرځوو.

د قران شریف درې دېرشمې نړیوالې سیالۍ د تېرې هفتې له چارشنبې یعنې د مئ له یولسمې څخه شروع شوې. دغه سیالۍ به د مۍ تر اولسمې نېټې پورې په امام خمېنی (رح) نومې عیدګاه کښې دوام لری.

د افریقې، اېشیا، اروپا، امریکې او اوقیانوسیې براعظمونو له پینځه اویا هېوادونو څخه یو سل دېرش کسان د قران مجید په درې دېرشمو سیالیو کښې ګډون کړے دے.

په کویت کښې له پردیو سره د اړوندو انقلاب ضدو څو تنو د غونډې له جوړېدو وروسته د دغه هېواد شارزه فئر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړې شو او ورته د تهران لخوا سخت احتجاج وړاندې کړې شو.

په دغه کتنه کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت چارواکی په کویت کښې د داسې غونډې کورباتوب د پېژندل شویو نړیوالو اصولو او عرف څرګنده خلاف ورزی او د یو ښۀګاونډیتوب په خلاف چاره وبلله.

په امریکه کښې د یوې محکمې په وسیلې سره د ایران له پانګو څخه د یو میلیارډ اتو سوو میلن ډالرو غېر قانونی اخېستنه د ایران لخوا له مختلفو حقوقی او ډېپلومېټکو لارو څخه تعقیب شوې ده.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی د تېرې هفتې د نهې په ورځ په خپل اویشتم صوبائی سفر کښې د ایران د کرمان صوبې د خلقو له ولولې نه په ډکه غونډه کښې وویل، د ایران حکومت به د امریکې د حکومت لخوا د ایران د ملت د دوه میلیارډ ډالرو د لوټلو په موضوع کښې د ملت د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره له هیڅ کوششته ډډه ونکړی. روحانی زیاته کړه، د ایران حکومت به اجازه ورنکړی چې د ایران د خلقو پېسې مصادره شی او دغه دوسیه به ډېر زر نړیوالې محکمې ته یوړلې شی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جابری انصاری هم له خبریالانوسره په مرکه کښې په دې اړه وویل، د هېواد په سطح د جوړې شوې کمېټۍ د څېړنو تنائج د ایران ولسمشر ته وړاندې شوې دی.

او د ملی امنیت د عالی شورا له غونډې وروسته به د دغې کمېټۍ د څېړنو او هغو اقداماتو نتیجه چې ترسره شوی دی د یوې بیانیې په قالب کښې وړاندې شی.

د امریکې سترې محکمې د اپرېل په شلمه نېټه په یو حکم کښې وویل چې د ایران له بلاک شویو پانګو څخه تقریباً دوه میلیارډ ډالره پکار دی په نولس سوه درې اتیایم کال کښې په بېروت کښې د امریکائی عسکرو په اډه کښې په بمی چاودنه کښې او نورو حملو کښې چې ویل کیږی ایران پکې لاس لرلے دے د وژل شویو امریکایانو کورنیو ته ورکړې شی.

د دغې دوسیې شکایت کوونکی د هغو دوه سوه یوڅلوېښت امریکائی ټوپکوالو خپلوان دی چې په نولس سوه درې اتیایم کال کښې په بېروت کښې د هغوی د اډې په چاودېدو کښې وژل شوی وو.

د امریکې یو محکمې د ستمبر د یولسمې د عملیاتو لپاره هم ایران ګرم بللے دے چې دا چاره د امریکې د محاکمو د سیاسی والی د اندازې ښودنه کوی چې د هغو ادعاګانو چې مطرح کیږی په خلاف چاره ده او له حقوقی مباحثو سره څه تعلق نه لری او سیاسی فېصلې دی.

په دې حقله حقوقی تعقیبونه روان دی او حکومت له قانونی لارو څخه له امریکې څخه د ایران د اموالو د بیا حاصلولو کلکه اراده کړې ده.

تېره هفته همدارنګ له امریکې څخه له ایران سره متعلق یو شمېر تاریخی څیزونه ایران ته ستانۀ کړې شول.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صادق حسېن جابری انصاری وویل، په ترسره شویو سلامشورو سره د ساسانیانو له دورې سره متعلق درې اویا ارزښتناک لرغونی څیزونه د امریکې د حکومت لخوا د ایران اسلامی جمهوریت ته ستانه کړې شول. دغه ارزښتناکه محموله د بهرنیو چارو د وزارت د نمائنده په ذریعې سره د ایران د ملی میوزم مشر ته حواله کړې شوه.

------------------

Add comment