Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 24 جولای 2016 15:21

تاریخ پاڼه شماره ۱۲۷

تاریخ پاڼه شماره  ۱۲۷
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجری لمریز کال د زمری د میاشتې دریمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجری قمری کال د شوال له نولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادی کال د جولایی له څلورویشتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو یو سلو دوه اویا کاله پخوا، د   دوه سوه پینځه شپیتم  هجری قمری کال  د شوال  د میاشتې په  نولسمه  نیټه، په  ایران  کښې د صفاریانو د لړۍ  بنسټګر  یعقوب  لیث  صفاری   د ایران  په  یوه زاړه ښار جندی شاپور کښې وفات شو. دیعقوب  لیث  ځوانمردانه  خصلتونه  د هغه  په  لور  د خلکو  د جذبیدو لامل شول  او تر یوې مودې پورې د ایران  په جنوب ختیځ کښې  د سیستان  او بلوچستان  خلکو  هغه په  امیرۍ  وټاکه . یعقوب لیث  له  څه  مودې وروسته قدرت ته ورسید او د خپلو پلویانو په مرستې سره یې  د سیستان په شا او خوا کښې  د ایران څو ښارونه ونیول  او  یو منسجم  او یو موټئ حکومت یې جوړ کړ. یعقوب لیث  په  دوه سوه یو شپیتم هجری قمری کال کښې  په یوه لوئ  لښکر  سره  د عباسی  واکمنانو پلازمینه   بغداد فتح  کړ. خو  عباسی قواؤ  ماته  وخوړله  او  شاتګ یې وکړ .  له  دغې ماتې وروسته  یعقوب لیث  پر بغداد د بلې حملې  لپاره  د قواؤ  په سمبالولو  بوخت  ؤ چې  ناروغه شو او له څه مودې وروسته مړ شو.

یعقوب لیث صفاری

 

««««««««««««

یو زرو درې  کاله  وړاندې،  د څلور سوه څلور دیرشم هجری قمری کال  د شوال د میاشتې په نولسمه نیټه، په ابن منده مشهور یو ایران  توکمه  تاریخ  لیکونکی، فقیه او محدث  ابوزکریا یحیی بن عبدالوهاب  وزیږید.

هغه د ابن منده د کورنۍ وروستی کس ؤ او د هر هیواد له پوهانو د مختلفو علومو له ترلاسه کولو او په دې علومو کښې د مهارت له ترلاسه کولو وروسته  یې تدریس او تالیف ته مخه کړه.

له دغه مسلمان محدث او تاریخ لیکونکی ډیر آثار په یادګار پاتې دی چې له  هغو د  (زندګی نامه طبرانی)  کتاب ته اشاره کولائ شو. ابن منده بالاخره د پینځه سوه دولسم هجری قمری کال په ذی الحجې میاشت کښې په اته اویا کلنۍ کښې په اصفهان کښې وفات شو او په همهغه ښار کښې خاورو ته وسپارل شو.

ابو زکریا یحیی بن عبدالوهاب

 

««««««««««««

دوه سوه درې دیرش کاله پخوا، د یو زرو اووه سوه درې اتیایم  میلادی کال د جولایی په  څلورویشتمه نیټه، د وینزویلا په اوسنۍ پلازمینې کاراکاس کښې د جنوبی امریکا مشهور انقلابی او سیاستوال سایمن  بولیوار وزیږید. هغه د جنوبی امریکا زیاترې سیمې د هسپانیا له استعماره آزادې کړې او د کاراکاس په انقلاب کښې یې فعال ګډون  درلود او د خپلو پلویانو په مرسته یې د کولمبیا په مرکز کښې  بوګوتا ونیوله. بولیوار د هغې کنګرې له  لوری چې د سترې کولمبیا د جوړیدا په هدف جوړه شوې وه، ولسمشر وټاکل شو او د کولمبیا، وینزویلا  او پاناما په آزادولو سره  دغه  هدف  ته  ورسید.

په یو زرو اته سوه دوه ویشتم میلادی  کال کښې د بولیوار آزادی غواړې مبارزې اکواډور ته هم ورسیدلې او دغه هیواد له خپلواکۍ وروسته  له کولمبیا سره یوځائ شو. له دې یو کال وړاندې هم بولیوار د پیرو د آزدادی غواړو ځواکونو په قومندانۍ سره دغه هیواد د هسپانیا له استعماره آزاد کړئ ؤ. همداراز  په  یو زرو اته سوه شپږویشتم میلادی کال کښې د بولیوار په مشرۍ د بولیویا انقلابیانو له اوولسو کالو مبارزو وروسته خپل ټاټوبی آزاد کړ او د بولیوار  د خدماتو په قدرونې کښې یې دغه هیواد بولیویا ونوموه.

بولیوار په یوه فیډریشن کښې د جنوبی امریکا د یووالی خوب په سر کښې درلود خو د فرقه پالنو او ځان منمیو له کبله دغه  هدف ته  ونه رسید او په یو زرو اته سوه دیرشم میلادی  کال کښې مړ شو.

سیمون بولیوار

««««««««««««

پینځه نوی کاله پخوا، د نولس سوه یویشتم میلادی کال د جولایی په څلورویشتمه نیټه، د ملتونو ټولنې په رسمی توګه د فلسطین، عراق او ختیځی اردن سرپرستۍ د انګلستان حکومت او د سوریې او لبنان سرپرستۍ یې  د فرانسې حکومت ته  وسپارله. البته  پاریس  او  لندن  د لومړنی نړیوال جنګ  په  بهیر کښې او له  هغې  وروسته په خپلو مینځو کښې د عثمانی امپراتورئ د تقسیمولو په هکله  موافقې ته رسیدلی وو او د ملتونو ټولنې دغې پریکړې په حقیقت کښې دغه  تقسیم  ته  قانونی  اړخ  ورکړ. که څه هم د دغو اسلامی ټاټوبیو واکمنۍ فرانسی او انګلستان ته سپارلو د سیمې د مسلمانانو خلکو غوسه را وپاروله، خو دغو دوو هیوادونو پر سوریې، لبنان، عراق او اردن خپله سلطې  ته محکمتیا و بخښله او په تیره بیا انګلستان په فلسطین کښې د صیهونیسټی ناروا حکومت د جوړولو لپاره ضروری زمنیه هم برابره کړه.

قیمومیت فلسطین

 

««««««««««««

څلور دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د زمری په دریمه نیټه، یو ایرانی توانمن ژباړن او لیکوال ډاکټر حمیدعنایت وفات شو. هغه په ایران کښې د علمی لیسانس له اخیستو وروسته انګلستان ته ولاړ او هلته کښې د لندن له پوهنتونه په سیاسی علومو او په اقتصادی څانګه کښې د ډاکټرۍ درجې په ترلاسه کولو  بریالئ شو. ډاکټر عنایت وروسته ایران ته بیا ستون شو او د تهران په پوهنتون کښې یې څیړنې او تدریس ته مخه کړه. هغه د فلسفې او سیاسی مفکورې په زمینه کښې ډیر کتابونه تالیف او و ژباړل . د ډاکټر عنایت په ټولو آثارو کښې کولئ شو د (سیری در اندیشه سیاسی غرب)، (تاریخ طبیعی دین)  او (اسلام و سوشیالیزم) ته اشاره وکړو.

حمید عنایت

 

««««««««««««

او له ننه درویشت کال پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجری لمریز کال د زمری په دریمه نیټه، یوه ایرانۍ ژباړنه  او څیړانده میرمن عصمت ستارزاده  وفاته شوه. هغه په دولس سوه نوېم هجری لمریز کال کښې د ایران په شمال لویدیځ کښې په تبریز ښار کښې و زیږیده او له سکول وروسته، د یوې استادې په توګه په خدمت بوخت شوه. میرمن ستارزاده سره له دی چې په ځوانئ کښې خپل میړه له لاسه ورکړ او د زمنو د روزنې مسئولیت د هغې پر مټو ؤ، درس زده کولو ته یې دوام ورکړ او د فارسی  ادبیاتو او ژبې  په څانګه کښې یې خپله ډاکټرۍ تر لاسه کړه. عصمت ستارزاده د ترکیې پر ژبې د بلدتیا په دلیل یو شمیر آثار له دی ژبې په فارسی کښې ژباړلی دی چې پکښې  کولئ شو  شرح سودی بر حافظ او شرح کبیر انقروی بر مثنوی ته اشاره وکړو چې د هغی په وجه یې د ایران د کال دترټولو ښه کتاب انعام و ګاټه.

عصمت ستارزاده

 

 

نور په دې برخې کې « د تاریخ پاڼه ۲۵۴

Add comment